د ۲۰۱۸ میلادي کال کې جهادي وضعیت ته کتنه 

زخمي افغان په افغانستان د امریکایي یرغل اوولسم کال هم پای ته ورسید. ۲۰۱۸ میلادي کال د امریکا ضد روان جهاد کې ځکه مهم و، چې له بوش او اوباما وروسته د امریکا یوه بل ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې کال کې د افغانستان لپاره خپله ستراتيژي د جګړې په ډګر کې تجربه کړه. ټرمپ […]

زخمي افغان

په افغانستان د امریکایي یرغل اوولسم کال هم پای ته ورسید. ۲۰۱۸ میلادي کال د امریکا ضد روان جهاد کې ځکه مهم و، چې له بوش او اوباما وروسته د امریکا یوه بل ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې کال کې د افغانستان لپاره خپله ستراتيژي د جګړې په ډګر کې تجربه کړه.

ټرمپ د افغانستان لپاره خپله جنګي ستراتيژي د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې اعلان کړې وه، خو د دې ستراتيژۍ د تعمیل او تطبیق لپاره ۲۰۱۸ م کال په پام کې نیول شوی و. په افغانستان کې د امریکایي  ځواکونو د هغه مهال عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن چې د ټرمپ د ستراتيژۍ د تعمیل دنده یې په غاړه درلوده، د نوې جنګي ستراتيژۍ  په اړه یې خورا له کبره ډکې خبرې کولې. د همدې ستراتيژۍ په رڼا کې ۲۰۱۸ م کال له سختو بمبارونو او امریکایي وحشتونو سره پیل شو. راډیوګانو او غربي رسنیو د رواني جنګ محاذ ګرم ساتلی و. خو الله تعالی مجاهدینو ته تو فیق ورکړ چې د پخوانیو ستراتیژیو او آزمونونو په شان د دې نوي آزمون په وړاندې هم په میړانه ودریږي.

د ټرمپ د ستراتيژۍ له مخې د افغانستان کلي او اطراف بمبار شول، کورونه ړنګ او ولسي خلک شهیدان شول، چاپې او فاجعې زیات شوې، خو یرغلګر ونه توانیدل چې د بریا مخ وویني او یا هم د مؤمن اولس جهادي عزم مات کړي. تر دې چې د څو میاشتو په وتلو سره په امریکایي ستراتيژۍ کې د شکست نښې را ښکاره شوې، د مغرور جنرال نیکولسن کبرجنې خبرې د سولې  په زاریو بدلې شوې او په نهایت کې نه یوازې دغه ستراتيژي له ماتې سره مخ شو بلکې اصلي متصدي یې جان نیکولسن هم په ځوړند سر ناکام له افغانستانه ووت.

د ولسوالیو او پوځي مراکزو مسلسل فتوحات

تېر کال د دښمن د  پوستو، قرارګاوو او پوځي مراکزو د فتحو له اړخه هم بې ساری و،  مجاهدین چې د پخوا په نسبت له کمي او کیفي اړخه په ښه حالت کې دي، په ښو وسلو سمبال، جنګ آزموده او په ټولو جنګي تکتیکونو پوهیږي په تیر کال کې یې د ځانګړي عملیاتو په توسط وکړای شول چې د هیوادپه بیلابیلو سیمو کې د دښمن د  پوستو په سقوط او د قرارګاوو په فتحه کولو سره د ګوډاګي رژیم د واک ټغر ورټول کړي.

که له یوې خوا مجاهدینو د ځانګړو عملیاتو او پیچلو تهاجمي حملو په توسط د دښمن مراکز تر کنترول لاندې راوستل بل اړخ ته په ډیرو سیمو کې ددښمن عسکر د حقائقو  په درک کولو سره خپله دې پایلي ته رسیدل چې د جګړې او مقابلې  په ځای د تسلیمۍ لاره ونیسي. په دې ډول ګڼ شمیر سلامت کنډکونه او قرارګاوې بیابیا تسلیم او عسکر یې له خپلو وسلو سره مجاهدینو ته تسلیم شول.

 د یوې تقریبي احصائیې له مخې د تیر کال په هره میاشت کې تر ۷۰ زیاتې پوستې د مجاهدینو لخوا نیول شوي دي. دغه راز لسګونه قرارګاوې او مراکز هم مجاهدینو نیولې اویا  یې هم تسلیم شوي دي.

د پوستو او قرارګاوو په فتحو سربیره مجاهدینو د ولسوالیو ګڼ مراکز او حتی ولایتي مراکز هم تر لنډمهالي واک لاندې راوستي. په تېر کال کې د اسلامي امارت د غزني او فراه ولایت د مرکزي ښارونو په نیولو سربیره د هیواد په بیلابیلو ولایاتو کې د ۲۹ ولسوالیو مراکز هم فتحه کړي چې تفصیل یې په لاندې ډول دی.

د فراه ولایت  پرچمن، اناردره او شیب کوه ولسوالي، دغزني خواجه عمري، جغتو، دهیک، آب بند، مالستان او د اندړو ولسوالي،د کندز قلعه زال،د بدخشان کوهستان ، د بغلان تاله وبرفک، د فاریاب بلچراغ او لولاش، د بادغیس دره بم، د روزګان، چنارتو او د چورې ولسوالۍ مرکز، دتخار دشت قلعه او خواجه غار، د زابل اتغر، د پکتیا لجه منګل او جاني خیل، د دایکندي اجرستان، د بلخ چاهي ولسوالي، د وردګو جلګه او سیداباد ولسوالي، د جوزجان خماب، د سرپل بلخاب  او د پکتیکا خوشامند ولسوالي. له دې علاوه مجاهدینو په غزني کې د جغتو، خواجه عمري او خوګياڼو ولسوالۍ نقلي مراکز هم فتحه کړي دي.

د اشغالګرو او ګوډاګیانو تلفات

تېر کال د پخوا هر کله په نسبت اشغالګرو ته ددرنو تلفاتو درلودونکی کال و، چې حتی دې موضوع په نړیوالو مطبوعاتو کې هم انعکاس وموند. د امریکا د مرستیو د څار سازمان سیګار او حتی د ګوډاګي حکومت چارواکو هم ومنله چې د ۲۰۱۸ م کال په جریان کې د اجیرو ځواکونو مرګ ژوبله د پخوا هر کله په نسبت زیاته شوې ده.

په تېر ۲۰۱۸ م کال کې د لسګونه استشهادي حملو په شمول په دښمن له ۱۲ زره زیات جهادي بریدونه ترسره شوي دي. چې په پایله کې یې له ۲۰زره زیات داخلي او خارجي دښمنان وژل شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي. په جهادي بریدونو کې د دښمن له درې نیم زره زیات پوځي وسایط، ټانګونه، رینجر او موټر له منځه تللي، دغه راز د دښمن ۱۷چورلکې او لس بې پيلوټه الوتکې رانسکورې شوي دي.

د دښمن د پوځي مشرۍ ځپل کیدل

په تېر کال کې د دښمن پوځي مشري هم سخته وځپل شوه او ګڼ شمیر مهم نظامي مشران او وتلي جګړه ماران یې مړه یا ټپيان شول. له دې جملې د پکتیکا لوی جګړه مار عزیز الله کاروان، د هلمند د جګړې عمومي قومندان جنرال عبدالجبار قهرمان، د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق، د کندهار د چټک غبرګون د قطعې قومندان جانان ماما،  د فراه د ولایتي شورامشر فرید بختور، د۲۰۷ ظفر قول اردو مرستيال جنرال نعمت الله خليل، د کندهار د ملي امنیت رئیس جنرال مؤمن حسین خیل او ګڼو مهمو جنګي مشرانو وژل کیدل، همدا راز د کندهار د والي زلمي ویسا او په روزګان کې د ملیشه قومندان حکیم شجاعي ټپي کیدل هغه جهادي لاسته راوړنې وې چې د دښمن پوځي رهبري یې سخته وځپله.

په ټوله کې ۲۰۱۸ میلادي کال د فتحو بریاوو او پرمختګونو کار و، چې له امله یې د هیواد په نږدې ټولو ولایاتو کې د اسلامي امارت سلطه نوره هم پراخه او خارجي او داخلي غلیمان په کې سخت وځپل شول.

فرهنګي فعالیتونه او لاسته راوړنې

تیر کال په فرهنګي ډګر کې د اسلامي امارت په ټولو نشراتي‌ ارګانونو کې رسنیز فعالیتونه په خورا بریالیتوب سره په مخ روان وو، د انلاین نشراتو په برخه کې الاماره وېب پاڼې په پنځو ژبو، پښتو ، دري ، عربي انګلش او اردو باندي هم مهال د هیواد له لر او بر نه تازه راپورونه ، څیړنیز مطالب، مقالې، مرکې صوتي‌ او بصري اصدارات او ويدیو یي راپورنه تر خپلو مراجعینو رسول، د سمعي او بصري څانګې اړوند د الاماره ، منبع الجهاد او الهجره  جهادي‌سټویوګانو هم وخت په وخت جهادي او دعوتي‌اصدارات او د مجاهدینو د عملیاتو لنډ ویډیویي راپورونه کتنې ته وړاندې کول.

په تیر کال کې د شریعت غږ FM راډیو د نشراتو آغاز یوه مهمه لاسته راوړنه وه چې اوس مهال د هیواد په پلازمینه کابل سربیره په یو شمیر ولایتونو کې سهار او ماښام په۹۹.۲ اف ام څپه باندې منظمې خپرونې لري.

د چاپي مطبوعاتو په برخه کې شهامت، څرک، الصمود، مورچل، حقیقت او شریعت مجلې په پوره پابندي سره چاپیدلې او لوستونکو ته یې سیاسي تحلیلونه، ادبي او معلوماتي‌ مطالب وړاندي کول، په چاپي برخه کې  د تالیف او ترجمې څانګې هم د پام وړ پنځونې درلودې، د  ( د سپین کاروان سرلارې) او شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور، شخصیت، زعامت او کارنامې) دوه هغه اثرونه دي چې په ښه صحافت او ښایسته ډیزاین د چاپ په ګاڼه ښکلي او عامې مطالعې ته وړاندې شول.

له حق لښکر سره  پیوستون

په تېر کال کې له دښمن څخه د ګڼو سیمو د نیولو او د لوی شمیر پوځي مراکزو د سقوط یو سبب دا و چې ددښمن عسکرو او کارمندانو د حقائقو په درک سره د اشغالګرو او ګوډاګي رژیم له ملګرتیا لاس اخیست او له اسلامي امارت سره یوځای کیدل.

د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون د احصائیې له مخې په تیر کال کې ددښمن څه کم اته زره کسان چې زیاتره یې عسکر ، اربکیان او نور پوځي کارمندان وو د اشغالګرو له ملګرتیا یي لاس اخیستی او د اسلامي امارت له  مجاهدینو سره یوځای شوي دي. دغو کسانو له ځان سره د لسګونو وسایطو په شمول زرګونه میله وسلې، مهمات او بیلابیل جنګي وسائل هم جهادي صف ته راوړي او مجاهدینو ته یي سپارلي دي.

په ټوله کې ویلای شو چې تېر کال له پوځي اړخه یوه فاتحانه او دښمن ماتوونکی کال و چې په ترڅ کې یې د امریکا یوه بله جنګي ستراتيژي ناکامه او مجاهدینو د الله تعالی په نصرت سره ستر فتوحات د ځان او خورا ډیرې سیمې د دښمن له تسلط څخه آزادې او د اسلامي نظام په وړانګو منورې کړې.