د یوه جنرال د غرور او ذلت کیسه 

أبوعابد  ۲۰۱۹ کال تازه را برشوی، د کال په لومړی ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل د ټویټر نشرات د امریکایي پوځ یوه پخواني جنرال ته ښکنځلو پیل کړل. ټرمپ د امریکا هغه څلور ستوریز جنرال ( سپی) وباله چې پخوا یي په عراق او افغانستان کې د امریکا د لسګونو زرو پوځیانو مشري […]

أبوعابد 

۲۰۱۹ کال تازه را برشوی، د کال په لومړی ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل د ټویټر نشرات د امریکایي پوځ یوه پخواني جنرال ته ښکنځلو پیل کړل. ټرمپ د امریکا هغه څلور ستوریز جنرال ( سپی) وباله چې پخوا یي په عراق او افغانستان کې د امریکا د لسګونو زرو پوځیانو مشري کړې. مګر دا جنرال څوک دی؟ د دې  پوښتنې د ځواب لپاره باید لس کاله شاته لاړ شو.

۲۰۰۹ م کال و، بارک اوباما تازه په تازه د سپینې ماڼۍ واګې تر ګورت کړې وې. په افغانستان کې د اشغال ضد مقاومت د پراختیا او پرمختیا پړاوونه وهل. د اوباما ادارې په افغانستان د خپلو قواوو مشر جنرال مکرنین له دندې ګوښه او پر ځای یې له عراقه خپل مشر جنرال سټینلي مک کرسټل افغانستان ته رابدل کړ. په هغو ورځو کې چې مک کرسټل افغانستان ته را پر لاره و تر څو د بارک اوباما نوې جنګي ستراتيژي عملي کړي، د امریکا رسنیزو ګوډاګیانو او تبلیغاتي جاروهونکو د دې نوې جنرال په اړه خورا مبالغه آمیز پروپاګند پیل کړی و. 

د بیلګې په توګه بي بي سي به ویل: نوم یې مک کرسټل دی او هماغه سړی دی چې په عراق کې یې صدام حسین ژوندی ګیر کړ او زرقاوي یې شهیدکړ. امریکا غږ بیا تر دې هم مبالغه کوله او د جنرال مک کرسټل په اړه یي ویل: سړی ډیر بلا سړی دی په ورځ کې یوازې یو وار ډوډۍ خوري ځکه دی وایي ډیر خوراک سړی چاغوي او بیا لټ روږدیږي. جنرال چې سهار کار ته پاڅیږي نو لومړی په خپل هیډفون هغه صوتي کتابونه اوري چې په سړي کې د کار او له وخت نه د سمې استفادې روحیه تاندوي.ازادۍ راډیو خو نو هغه وخت له اوو نه تر اوو د دې نوي امریکایي جنرال د توصیف قصیدې غږولې، افغانستان ته د نوموړي راتګ یې د امریکایانو مطلقه بریا او د طالبانو حتمي شکست باله.

جنرال مک کرسټل د بل هر پوځي مشر په شان په افغانستان کې خپله دنده د بمبارونو او وحشتونو په زیاتولو سره پیل کړه، د نوموړي د ظالمانه ستراتيژۍ او چاپه مارۍ یوه عمده امتیاز دا و چې د سپیانو په واسطه د خلکو ځورول او داړل یې تر دې حده زیات کړل چې په رسنیو کې حتی داسې مطالب هم نشر شول چې ( سپیان د اوباما او مک کرسټل په ستراتيژۍ کې مهم رول لوبوي)

د ۲۰۰۹ میلادي کال د جولای د میاشتې یوه لیکنه چې د جنرال مک کرسټل وحشتونو ته په کې اشاره شوې ده، په کې لولو( له دې جملې به هغه عملیات یادکړو چې په دې وروستیوکې د پکتیکا او غزني ولایت په ځینو ولسوالیو کې د دښمن لخواپيل شوی دي. د پکتیکا د کټواز  د مربوطو ولسوالیو، دغه راز د غزني د ګیرو اندړو او ګیلان د ولسوالیوخلک چې په وروستیوکې د امریکايی مظالمو قربانیان ول،  ټول همدا وايي چې دا ځل امریکايانو په سپیانو داړلي اوځورولي دي . دوی وایي چې امریکایانو  ډیرځله د دوی شهیدشوي وګړي سپيو ته غورځولي چې هغوغوښې تري شکولې دي .په دې موده کې لومړۍ پيښه د پکتیکا د خیرکوټ ولسوالۍ د سیګانې په کلي کې پیښه شوه، د دې سیمې لوی عالم او روحاني شخصیت مولوي سراج اخندزاده چې څه موده وړاندې یې امریکايانو په کوریرغل ورووړ، دغه دیني عالم یې لومړی په شهادت ورساوه او بیایې د سپیانو داړلوته پریښود د سیمې خلک وايي چې د مولوي صاحب شهید بدن سپیانو داسې داړلی و چې د کتلو نه و، نو ځکه یې د شپې خاورو ته وسپاره .

له دې دوه ورځې وروسته د همدې عملیاتوپه لړ کې امریکایانو د غزني د ګیلان ولسوالي ته مخه کړه هلته یې هم د جهانګیرپه سیمه کې د ګیلان د ډنډ د کلي اوسیدونکی یو ۷۰ کلن سپین ږیری عبدالرحیم اكا له نیولووروسته تر مرګوني حده په سپیانو وداړه. د دې پیښې په سبا د پکتیکا د ډیله په سیمه کې امریکایانو د یوه کور څلور تنه ښځې  او ماشومان شهیدان کړل او بیایې په سپیو وخوړل،  دوه ورځې وروسته چې امریکایانو د غزني ولایت د ګیروپه ولسوالۍ کې عملیات  پيل کړي وو، هلته یې د نظام کاریز په کلي کې هم تر لسو زیات  کسان به شهادت ورسول دغه راز یې یوه ډله کلیوال ونیول، لاسونه اوسترګې یې وروتړلې او بیایې د سپیوخوړلو او داړلو ته پریښودل)

دا خو د جنرال مک کرسټل د هغو ورځو کارونه دي چې نوموړی د غرور له مستۍ ډک و او غوښتل یې د خپلو خروړو سپو او بې جلبه پوځیانو په مټ د افغان اولس جهادي اراده ماته او د وحشت په خپرولو یي مرعوب کړي.

خو الله تعالی زموږ اولس ته یو خاص ستوری او ځانګړی منقبت ورکړی دی، هغه دا چې هر په غرور راغلی غلیم یې الله تعالی په وړاندې نه یوازې ماتوي، بلکې په داسې ذلت او پستۍ یې مبتلا کوي چې درستې نړۍ ته د پند او عبرت سوژه وګرځي.

مک کرسټل څو میاشتې وروسته په داسې حال کې له افغانستانه وتښتید چې نه یوازې کومه لاسته راوړنه یي نه درلوده، بلکې د کوړنګل، مارجې او پنجوایي په جګړو کې یې شکست او درانه تلفات هم لیدلي وو. نوموړي وروسته خپل دماغي توازن هم بایلود او له امریکایي مجلې رولینګ سټون سره په مرکه کې یې امریکایي ولسمشر بارک اوباما او پینټاګون چارواکو ته ښکنځلې وکړې نو ځکه اوباما له دندې برطرف او پر کور کیناوه.

خو د غرور په نیلي د سپاره جنرال مک کرسټل ذلت او رسوایي په همدې ځای ختمه نه شوه. اوس تازه چې ډونالډ ټرمپ غواړي له افغانستانه خپل نیمایي عسکر وباسي او په  وروستیو څرګندونو کې یې له افغانستانه د بشپړې انخلاء اشارې هم ورکړې دي دي، نو د نورو جنګ غوښتونکو جنرالانو په ډله کې هماغه پخوانی سګوان او مات شوي جنرال سټینلي مک کرسټل هم یو ځل بیا خبرې او تبصرې پيل کړي دي او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستل یې ناموجه اقدام بللی دی.

خو ډونالډ ټرمپ د نوموړي د بې دلیله خبرو په ځواب کې نه یوازې نوموړی ( سپی) بللی، بلکې د جنرال ماټیس او نورو په شان یې نوموړی هغه ناکام جنرال یاد کړی چې په افغانستان کې یې یوازې په ټریلیونونو امریکایي ډالر مصرف کړي خو د جنګ د ګټلو درک یې نه لګیږي.

دا چې هغه څلور ستوریز مک کرسټل چې یو وخت یې د افغان اولس د محکومیت لاپې وهلې اوس تر دې خوار او ذلیل شوی دی چې حتی خپله د امریکا ولسمشر یې په ډیر سپک نوم یادوي، له دې څخه څرګندیږي چې الله تعالی په هره زمانه کې مغرور او کبرجن سرونه په عبرتناک ذلت مبتلاء کړي دي. جنرال مک کرسټل چې زموږ د مظلوم اولس بیچاره کلیوال او بې دفاع وګړي یې په خروړو سپیانو داړل او په چاپو او عملیاتو کې یې له سپیانو ډیر کار اخیست اوس چې ورته د ډونالډ ټرمپ لخوا د سپي لقب ورکولای شوی دی د نوموړي لپاره یې ( جزاء من جنس العمل) بللی شو.