د ټرامپ امریکا

 خلیل عزیز دټرمپ امریکاچې بحرانونوکلکه ځپلي اودنړۍ دمظلوموپرګنوازاراواهونوپه سراخیستي اوس ترینه دوست اودښمن تری تم اوورک دی هرهیوادچې په مخ ورځي اوله هرې پیښي سره چې لاس اوګریوان کیږي غلیمانه چلند ورسره کوي ، خوله وراچوي ، ګواښي یې اوپیغورونه ورکوي   دامریکادقدرت  په ګدی دټرامپ له کیناستوسره سم هغه پریکړه وکړه چې له ټولوهغونړیوالوتړونواوموافقتنامو څخه […]

 خلیل عزیز

دټرمپ امریکاچې بحرانونوکلکه ځپلي اودنړۍ دمظلوموپرګنوازاراواهونوپه سراخیستي اوس ترینه دوست اودښمن تری تم اوورک دی هرهیوادچې په مخ ورځي اوله هرې پیښي سره چې لاس اوګریوان کیږي غلیمانه چلند ورسره کوي ، خوله وراچوي ، ګواښي یې اوپیغورونه ورکوي 

 دامریکادقدرت  په ګدی دټرامپ له کیناستوسره سم هغه پریکړه وکړه چې له ټولوهغونړیوالوتړونواوموافقتنامو څخه به امریکاباسي اوفسخه کوي به یې چې امریکاپکې غوښنه برخه اوګټه نه ویني ؛ یاني ټرامپ ته مهمه خبره داده چې که امریکاته په کوم تړون اومعاهدي کې څوچنده ګټي اوڅټي پرتي وي نوښه ترښه که خبره هغسي نه وه هیڅ  تړون  هغه ته اهمیت نلري ولوکه  هرڅومره بشري اونړیوال حیثیت ولري اوټولي نړۍ ته یې په فسخه کیدو زیان هم رسیږي . 

هماغسي یې وکړل په ړومبي قدم کې یې دنړۍ دچاپیریال ساتني اوتودوخي دمخنیوي له هغه تړون څخه چې دامریکاپه شمول ۱۸۰ هیوادونوپه فرانسه کې  لاسلیک اوتصویب کړی ووټرامپ ټول نړیوال موازین ترپښولاندي کړل او په زیاتي سپین سترګي ترینه ووت  

ورسته یې له ایران سره داتومي وسلواوانرژي دڅاراوکنټرول موافقتنامه چې دامریکااوبرتانیاپه ګډون داروپامهم هیوادونه پکې دخیل اوشامل وو فسخه  اوترینه په شاګرځ شو .

له دغوسرتمبګیوورسته ټرامپ په چین اواوروپاخوله خښه کړه چې له امریکاسره دتجارت په برخه کې  ناانصافي کوي ډیره ګټه  هغوئ ترینه وړي لږ څه امریکاته ورکوي هماغه وو چې امریکاته له چین اواروپاڅخه په صادرید ونکو توکویې  درني مالیاتي تعرفي ولګولي 

تیره اونی  ټرامپ په تګزاس ایالت کې دخپلوپلویانویوې غونډي ته ووئیل :

له ورایه اروپاتاسي ته ډیره ښه اوښایسته بریښي ولي په اساس کې اروپادامریکاپه وړاندې له سخت خیانت اوبې رحمی څخه کاراخلي داسې ده لکه چې اروپايي اتحادیه دامریکادلوشلواوخوړلولپاره جوړه شوي وي 

ټرامپ ووئیل دهغه په راتګ  امریکازیاته قوي اومتکي شوي ده ، ایران دهغه له  دوري وړاندي په دې خیال کې وو چې په ټول منځني ختیځ څنګه چاپه وغورځوي اومهاریې کړي ؛ خودده په راتګ ایران اوس دخپلې بقاپه سوچ کې ده اودایران په ټولوښآرونوکې تشنج اوپاڅونونه پیل شوي

ټرامپ زیاته کړه : چین له کلونوراهیسي له امریکاسره غیري منصفانه تجارت پیل کړله همدغې لاری یې لسګونه میلیارد ډالره وهلي دټرامپ په خبره چین دې پوه وي چې له امریکاڅخه وړل شوي ډالربه ارومروبیرته ترینه  راوړي  

ټرامپ دامریکادولسمشرپه توګه په ړومبي ځل دسعودي عربستان ، جاپان اوجنوبي کوریا دچارواکوترغوږونوداخبري ورتیري کړي اوسره وې څنډل چې که څه هم دغه هیوادونه دامریکانیږدي دوستان دي خوپه عین حال کې امریکاله دغوهیوادونوکلکه دفاع کوي اوکه امریکانه وي نودغه یوهیوادهم ژوندی اومستحکم نشي پاته کیدلای اوضرورپرې ګاونډیان بریدونه کوي ؛ ولې څومره ډالرچې امریکاته دوئ ورکوي هغه ډیرکم اودنشت برابردي 

ټرامپ ووئیل سعودي عربستان چې په لسهاوو تریلیونه ډالرپانګه لري اومونږ ترینه په هرمیدان کې دفاع کوواوکه امریکاداکارونکړي اودسعودي له ساتلومخ واړوي نودوه اونی هم سعودي عربستان په خپل ځای نشي پاته کیدلای  حتی ددې توان به هم ونلري چې خپلې وسلي اوالوتکي وژغوري  ؛ خوپه هغه سربیره هم له مونږ سره دسعودي واکمن په بیدردی عمل کوي اولګ ډالرراکوي 

ټرامپ زیاته کړه چې دجاپان اوجنوبي کوریادساتلولپاره ددواړوهیوادونوپه پولوامریکاد( تاد) غوندي قیمتي دفاعي توغندي  نصب کړي ترڅویې شمالي کوریاکومه ورځ ترګوزاراوبریدلاندي ونه نیسي ؛ خوجاپان اوکوریا دومره بې انصافه دي چې زمونږ دهغوتوغندیوقیمت اولګښت هم نه راکوي ، دټرامپ په خبره دادواړه هیوادونه لدې ورسته بائیدهومره قیمت اوډالرپه ځان ومني چې امریکایې غواړي.

دکتونکوله نظره دټرامپ له اروپا، چین،سعودي عربستان  جاپان اوجنوبي کوریاسره  شخړي  ، ناندرۍ  اوله هریوه سره له تکبراو سپکاوي ډک چلند  داحقیقت په ګوته کوي چې ټرامپ اوله لویه سره امریکایان څومره خودخواه ، سپین سترګي اوترخپلوښکیلاکي ګټواومنافعوپوري دمنحصرسوچ اوفکر خاوندان دي 

سعودي عربستان تنها په دې روان کال کې دیوسل اولس میلیارده ډالروپه ارزښت  له امریکاسره مختلف تړونونه لاسلیک کړل چې په سلوکې ۸۰ فیصده دامریکاپه ګټه اونفع دي په هغه سربیره سعودي امریکاته  له کلونوکلونوراهیسي تیل په هغه بیه ورکوي چې څنګه یې امریکا غواړي ، په ګڼوهیوادونوکې چې امریکا جګړي پرمخ بیايي سم نیمايي لګښتونه یې سعودی اونوروعربي هیوادونوپه غاړه اخیستي ، په دې ورستیوکې چې دسعودي ولیعهد اودپاچاملک سلمان ځوی محمد سلیمان  دحرمینوشریفینو په پاکه خاوره کې د ازاد خیالی اودیمکراسی په نوم کوم امریکانو ګامونه واخیستل اوپه اصطلاح اصلاحات یې راوستل اود حرمینوټول تقدس یې ترپښولاندي کړ ؛ ټول ددې لپاره چې ټرامپ اوامریکاترینه خوښه اوشاباسی ورته ووايي 

خودولیعهد ددغوټولوچاپلوسیواوناسنجیده اقداماتوباوجود نتیجه  هغه وه چې ټرامپ  تیره اونۍ دامریکا دتکزاس په ایالت کې اعلان کړه چې سعودي واکمن بائیددومره پریمانه ډالر امریکا ته وسپاري څومره یې چې امریکایان غواړي اوقناعت پري کوي یعني کوم حدیې هم ورته تعین نکړ!!!

سعودي هسې یومثال وو اصلي خبره داده چې امریکا د تاریخ په اوږدوکې دوست اودښمن نده پیژندلی اونه یې پیژني ددوستي اودښمني معیاریې خپلي ښکیلاکي ګټي دي چې کله یې په ګټوکې خلل راشي بیانه متحدپیژني نه هم پیمانه اونه بشري نورمونه  اوانساني حقوق . 

په افغانستان کې دې هم دامریکاغلامان اواجیران غوږونه ښه خلاص کړي چې نور په امریکاداقتصادله پلوه هغه رکودي حالت راغلی چې هیڅوک هم نه معاف کوي داورځ ډیره نیږدي اوحتمي ده چې امریکایان به دکابل رژیم ته وايي : نور درباندي یوډالر هم حرام دي زمونږ پوځیان چې په افغانستان کې اوسي دهغولګښت به هم تاسې راکوي کنه نوردرنه ولاړو تاسي پوه شي اوطالبان چې څه درسره کوي !!