د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د پنځم تلين په ياد د ټولنيزو رسنيو د فعالانو ياداشتونه

د ټولنيزو رسنيو فعالانو، په خاص ډول د فيسبوک کارونکو، د نن ورځې ليکنې د مرحوم اميرالمؤمنين د وفات پنځم تلين ته ځانګړې کړې وې او د #دریم_عمر_تلین او #ملاعمرڅوک_و؟ تر هاشتاګ لاندې زياتو ليکوالانو ورسره ساتلې خاطرې، ياداشتونه او تأثرات يې له خپلو لوستونکو سره شريک کړي وو، چې دلته يې د نمونې په […]

د ټولنيزو رسنيو فعالانو، په خاص ډول د فيسبوک کارونکو، د نن ورځې ليکنې د مرحوم اميرالمؤمنين د وفات پنځم تلين ته ځانګړې کړې وې او د #دریم_عمر_تلین او #ملاعمرڅوک_و؟ تر هاشتاګ لاندې زياتو ليکوالانو ورسره ساتلې خاطرې، ياداشتونه او تأثرات يې له خپلو لوستونکو سره شريک کړي وو، چې دلته يې د نمونې په توګه د ځينو ليکوالو پوستونه را اخلو.

جواد یاسر

لومړی عمر ابن الخطاب رضی الله عنه ؤ چې یو ممتاز د عدل نظام یې جوړ کړی ؤ دویم عمر ابن عبدالعزیز رحمه الله ؤ او دریم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ؤ، د ده رحمه الله په پاچاهۍ کې د اسلام هغه احکام، اوامر او حدود قایم کړل چې هغه مهال او آن نن هم په ډېرو اسلامي هیوادو کې شاته غورځول شوې دي او هیڅوک یې د عمل اراده نه لري.

ثالث عمر رحمه الله پر موږ د لوی رب جل جلاله له لورې د رحمت سیوری ؤ او زموږ د هیواد او ټولنې د هدایت سبب شو، په سیاسي کچه ثالث عمر د نړۍ هر کس ته د اسلام دعوت ورکړ او د تقوا، ایمان او اسلام عملي نمونه یې ورته وښودل، په اسلام کې د وفا، مینې او محبت په تمثیل سره یې د نړۍ د هغو ځوانانو توجه جلب کړه چې اسلام یې تر مطالعې لاندې نیولی ؤ او زرګونه کسان اسلام ته داخل شول او د امت د بریالیتوب لپاره یې پر خپل وجود هرراز قرباني ومنل.

د متعال رب جل جلاله څخه د مرحوم امیرالمؤمنین لپاره مغفرت، احسان او فردوس جنت غواړو، الله تعالی دې د محمد صلی الله علیه وسلم سره په کوثر اوبه کړي، الله تعالی دې د ده پاته پوځ ته استقامت، فتح او بری ور په نصیب کړي او الله تعالی دې د ثالث عمر ارمان د خارجي یرغلګرو په ماته او دلته په اسلامي نظام سره پوره کړي. امین

د خپلواک اسلامي افغانستان په هیله.

موفق افغان

امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد (رح) در ظاهر امر شخص خيلى عادى، ساده، متواضع و بردبار بود، اما در عين حال از هيبت ويژهء ايمانى بر دوست و دشمن برخوردار بود. اين رعب و هيبت ميراث عمرى وى بود، او رحمه الله علاوه بر اين هيبت، شجاعت، مردانگى، غيرت، موقف صارم، خوف خدا، عدالت و ايمان قوى را نيز از عمر بن الخطاب ( رضی الله عنه ) به ارث برده بود. شايد والدين مرحوم امير المؤمنين وقتى نام عمر را بر وى گذاشته بودند اميد داشتند تا آثارى از وى در طفل شان جلوه كند و اين اميد به حقيقت مبدل شد. او رحمه الله از خصلت هاى زياد عمرى برخوردار شد و همين خصلت هاى عمرى بود كه او را در اتخاذ تصميم اخير مبنى بر جهاد عليه كفر جهانى صليبى و عدم انقياد به مطالبه هاى غير شرعى و غير قانونى آنان ( اگرچه باعث زوال قدرت و حكومت وى شود ) كمک و مساعدت نمود و چنان قدم هاى وى را استوار و محكم كرد كه جهان در شگفت افتاد و جهانيان انگشت حيرت گزيدند.

عبدالحنان همت

د کندهار د قول اردو قومندان شهید عثماني صاحب کیسه کوله وایې:
په هغه ورځ چې د امیرالمؤمنین پر کور لویه موټر بم چاودنه وشوه، د ملاصاحب د دوو وروڼو تر څنګ ډیر نور شهیدان هم کې وشول، وایې ما په هغه حالت کې د ده دکور ځیني زخمي ښځې او ماشومان په موټر کې سپاره کړل، ترڅو یې کوم روغتون ته ورسوم، چې په دې وخت کې ده مرحوم په مخابره کې ږغ را باندي وکړ، وایې زموږ ماشومان دومره زیات زخمیان نه دي سرسره کي علاج غواړي، خو ګوره چې د بیت المال په پیسو یې علاج ونه کړې، ځکه ما تر اوسه په خپل کور او بچیانو د بیت المال پیسې نه دي مصرف کړي، اوس هم احتیاط وکړه .
سبحان الله په داسي حالت کې دومره ژور احتیاط دچا په وس پوره ده .

شفيع اعظم

فکر کوم اوس هم ډېر وختي دی چې د ملاعمر د رېښتینې شخصیت په اړه پوه شو.
لاهم پر تبلیغاتي دستګاه امریکا او د عمر هغه حریفان حاکم دي چې دوی یې له تاج او تخت نه لاندې را وپرځول او بیا یې د کولاب تر لمنو پسې واخیستل.
دغې تبلیغاتي دستګاه اوولس کاله په پرله پسې ډول ملاعمر پر پنجاب، امریکا او نورو ناولیو ډلو ټپلو وتاپه، حال دا چې موږ وینو همدا اشخاص په خپله تر ټولو زیات د نورو ګټو ته وفادار او د امریکا پر مټ یې له لاسه تللی تخت را خپل او له هېڅ نه ملیاردران شول.
هغه عمر چې زه پېژنم او له امله یې پر ما ګران دی، نو هغه د پنجاب په ګډون د دې وطن د هر بهرني او کورني دښمن سر سخته دښمن او د پښتونوالې او د عصر د مسلمانۍ سوچه او نګه بېلګه وه.
هغه یې چې څېره په دغه تبلیغاتي زهراګین ماحول کې نشي لېدای حق یې دی، اما صبر دې وکړي او په بد رد ویلو دې خپل ځان ته سپکاوی نکوي.
تاریخ بې رحمه قاضي دی او هر څه به په ډاګ نندارې ته کېږدي.

عبدالله

دکتور عبدالله النفیسي د کویټ یو ستر مفکر او عالم دی، هغه د نړۍ په سطحه یو پيژندل شوی او منل شوی شخصیت دی، په ځانګړې توګه پر روانو سیاسي حالاتو، اسلامي ټولنې او غربیانو سره د سیاسي او فکري مبارزې پر موضوعاتو ژوره مطالعه او ځانګړی فکر لري.
نوموړي په یوه غونډه کې د وینا پر مهال د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په اړه لاندي خبري کړې چې د لوستونکو لپاره يې کټ مټ ژباړو:

که دوی (غربیان او امریکایان) تاسو ته ووایي چې دا «تروریست» دی. تاسو له ځانه سره ووایاست.. همدا زمونږ تر ټولو ښه ملګری دی. (د مجلس خندا).
ځکه چې دغه ددوی په اصطلاح «تروریستان» په نړۍ کې تر ټولو پرهیزګاره خلک دي، او تر ټولو شریف هم دوی دي. (مجلس ګډونوال: الله اکبر). او تر ټولو غوره خلک دي. (چکچکي).
ما په شخصي ډول د ملا محمد عمر مجاهد سره لیدلي دي، دا زما لپاره د عزت او شرف خبره ده چې زه د ملا محمد عمر سره کښينستلم، د هغه سره مي ولیدل.
هغه ددې زمانې سړی نه وو، هغه ددې زمانې سړی نه وو.

هغه د غربيانو سره لیدل نه خوښول، هغوی ته به یې ویل: ځئ ځئ، کابل ته ولاړ شئ، زه په کندهار کې درته ناست یم.
دا غربیان (انما المشرکون نجس) د قرآن ایت ژباړه: په تحقیق سره مشرکان نجس دي.

پوهه شوئ خبره څرنګه ده؟

غربیانو ته به یې ویل: ځئ لاړ شئ، بهرنیو چارو وزیر سره ووینئ، د هغوی سره پر سیاست خبره وکړئ، مونږ دلته په کندهار کې درته ناست یو.

ګورئ، همداسي خلک د غربیانو سره په تعامل ښه پوهیږي.

احمد فایز

هو! دا ملا محمد عمر مجاهد ؤ، له خټیني حجرې راپاڅید، کتابونه یې کت کړل او په اسلامي، افغاني هوډ او دود یې د مظلومو افغانانو په ګرداب کې راحصاره بیړۍ تر ساحله ورسوله.

دې سترې او ملنګې هستۍ تنها په افغانانو احسان نه دی کړی، د دې سړي ټوله اسلامي نړۍ مُحسَنه ده؛ ځکه چې لوی ملا صاحب د نړۍ قاموس ته سوونه کاله وروسته، د امارت، خلافت، محمدي غرا شریعت او محمدي سیاست نومونه ورواچول او د ټولې نړۍ د مسلمانانو په زړونو او بدنونو کې یوه نوې ساه پوه کړه او په دې یې پوه کړل، چې اسلام تر ټولو دینونو لوړ او غوره دین دی او په دې یې هم پوه کړل، چې اسلام د عدل، وفادارۍ او ښیرازۍ دین دی.

هو! دا هغه هستي وه، چې د ټولې نړۍ په اصطلاح سیاست ته یې تغیر ورکړ، او د ټول جهان سیاست یې ولړزاوه؛ ځکه چې د نوموړي سیاست هغه وو، څه چې په قرآن او حدیث کې راغلي وو، او الحمدلله ثم الحمدلله په ډیر لوړ عزم او متانت سره یې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې خپل دې قرآني او محمدي سیاست ته شا وانه ړوله.

حمزه فرحان

#امیرالمؤمنین_ملامحمد_عمر_مجاهد_رحمه_الله
چاچې دټيکنالوجۍ په دور کې ثابته کړه!
چې د حق او باطل اصلي معرکه په ايماني قوت ، د قول او فعل په صدق او په يو الله جل جلاله باندي په توکل سره ګټل کيږي.!

زه به هیڅ کله هم یو داسي کار ونکړم چې افغانانو ته دي پیغور پاته سي.
دلوی ملاصاحب له ویناوو څخه.

لوی ملا صاحب مې په خوب کې عجیب ولید

اولیاء عمري

لوی ملا صاحب چې پوره نوم یې ټول جهان اورېدلی او په نړۍ کې د لمر شانتي روښانه دی او زمونږ په ټولنه کې د لوی ملا صاحب په تسمیه سره یادېده رحمة الله علیه رحمة واسعة.
کوم کال چې د ښاغلي د مړینې خبر خپرېده چې د کوچني اختره بعد ؤ، د هغه څخه څه کم یوه میاشت قدر وړاندې د نوموړي اړوند ما نادره خوب ولید، خوب په لاندې ټکو کې لنډ او کوتا لیکم او درواغ او تبلیغ والله که وي ریښتنی خوب دی.

«امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد په یوه کټ غوندي داسي پورته ځای (خو کټ نه وي) ناست ؤ او چپ لاسته یې یو نوراني کس ناست وي او هغه لنګوټه تړلې وه او پر دا بل څنګ مې یې هېر دي چې څوک ؤ او کنه، زه د ملا صاحب سترګې ته ځیر شم سترګه یې روغه وي او له ځان سره ووایم چې د ده مبارک خو سترګه معیوبه وه خو خیر هغه څخه مې پام واوړي. نو زه یې مخامخ ولاړ وم نو د نوموړي عکاسي (ویډیو) مې وکړه او راته وایي چې دا به بیا خپره کړې خو را غبرګه کړي چې دا چپ لاسته ناست کس دې پکې را ووست خو زه ورته وایم نا پوره په کې نه دی راغلی بلکې نیم راغلو لوی ملا صاحب راته وایي چې ویډیو بیرته له سره وکړه او دغه هم په کې ضرور را وله، خو بیا یې وکړم او هغه کس هم را ولم او ګمان وکړم چې دا به بیا خپروم بس وروسته ویښ شم».

دا خوب مې له ځان سره پټ وساته او چا ته مې نه ویل د اعتکاف شپې وې هغه کال ما هم اعتکاف ته نیت وکړ او اعتکاف کې کښینستم نو د روژې په اخرې شپو کې ماخوستن د تراویحو څخه وروسته زمونږ یو استاد دی هغه ته مې دا خوب بیان کړ، هغه راته تعبیر داسي راکړ چې داسي ګونګوسې دي او دشمن تبلیغات کوي چې خدای مه کړه ملا صاحب وفات شوی دی نو ممکن دا هم یو بشارت دی چې نوموړی به ژوندی وي او د مخالفینو ټول تبلغات به شنډ شي او د لوی ملا صاحب حالت به توضیح کړل شي.

خو نا چې هاسی ونه شول وړوکی اختر تیر شو پیاد مې نه دي چې د اختره څومه وه خو ماسپښین قضا ؤ چې ملګري مې ټلفون را وکړ او راته ویل یې نوی امیر دې مبارک شه.
حیران شوم مال څنګه او څه دي؟
وایي، امارت رسمًا اعلان وکړ چې لوی ملا صاحب ډیره موده مخکې وفات شوی (انا لله وانا الیه الراجعون ) او اوس امارت نوی امیر المؤمنین، ”ملا اختر محمد منصور“ اعلان کړ.
هغه ورځ عجیبه ګنګوسه ورځ وه چې راباندې تیره شوه بیخې مو زړو ته نه لویده چې ملاصاحب رحمة الله علیه دې وفات شوی وي خو بس د تقدیر فیصلې وې او طالبانو د بیعتونو لړۍ پیل کړه او مونږ درې څلور ملګري هم یوې غونډې ته ورغلو او بیعت مو اعلان کړ.

وروسته زه د خوب په تعبیر وپوهیدم چې د ویډیو د څه لپاره ما خوب کې ولیده او د ملا صاحب په څنګ ناست کس څوک ؤ؟
نو مې وویل چې لوی ملا صاحب رحمة الله علیه وفات شوی او پر څنګ یې ناست کس شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله دی او ملا صاحب هم خپل ځای ناستی شهید امیر المؤمنین خوښ کړی ؤ چې د ویګیو د خپرېدو معنې یې دا ده، چې د نوموړي د مړینې اړوند به خبر خپور شي او ځای ناستی به یې شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله اعلان شي.

وصال

د یویشتمي پیړي اتل؟!!

د کندهار د هسکو غرونو شاهین، د شجاعت او غیرت دنګ مِنار، د دیانت، تقوی، عاجزي، اخلاص او پرهیزګاري نمونه، د ټینګ ایمان، ډبرین عزم او مضبوطې ارادې څښتن، د بیشماره شوروي یرغلګرو عسکرو د سرونو قاطع، د معاصر تاریخ ځلانده ستوری او د صلیبې لښکرو ماتونکی ستر غازي امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د نړۍ مسلمانانو ته یو نه هیریدونکی او ویاړمن تاریخ پریښود.
روح دې ښاد وي.