د امریکایانو وروستی عقل 

قاري حبیب د اسلامي امارت او امریکا تر منځ منازعه له دوو لسیزو زیات پس منظر لري. هغه وخت چې افغانستان په کورنۍ تنظیمي جګړه کې ښکیل و، نه یوازې د هیوادوالو سر، مال او عزت له خطر سره مخامخ و بلکې د یوه متحد هیواد په حیث افغانستان د تجزیې له ګواښ سره لاس […]

قاري حبیب

د اسلامي امارت او امریکا تر منځ منازعه له دوو لسیزو زیات پس منظر لري. هغه وخت چې افغانستان په کورنۍ تنظیمي جګړه کې ښکیل و، نه یوازې د هیوادوالو سر، مال او عزت له خطر سره مخامخ و بلکې د یوه متحد هیواد په حیث افغانستان د تجزیې له ګواښ سره لاس او ګریوان و. په هغه بد وضعیت کې چې کله د افغانستان اسلامي امارت قیام وکړ، غله ، داړه ماران او ټوپکیان یې ورک کړل، نو نړیوالو ته په کار وه چې په دې حوزه کې د امن او استقرار د راوستلو له امله یې اسلامي امارت د افغانستان د رسمي حکومت په حیث په رسمیت پیژندلی وای.

خو امریکا او ورسره تابع او تحت الحمایه هیوادونو یې له پیله له اسلامي امارت سره د دښمنۍ چلند پیل کړ، لومړی یې تبلیغاتي جنګ شروع کړ او په اسلامي امارت یي ډول ډول تورونه ولګول، وروسته یې د ملل متحد د امنیت شوری له لارې د اسلامی امارت د سیاسي کلابندۍ او اقتصادي تعزیراتو هڅه پیل کړه او په افغانستان یې یو اړخیز ظالمانه اقتصادي بندیزونه ولګول. تر دې چې وروسته یې په دې هم اکتفاء ونکړه او مخامخ یې زموږ په هیواد پوځي یرغل وکړ.

اسلامي امارت له امریکا سره د مخامختیا په دې شل کلن پړاو کې همیشه دا خبره کړې چې امریکایي چارواکي دې له بې اساسه تورونو او تهمتونو څخه لاس واخلي، پیش قضاوتونه او غیر موجه شکونه دې یوې خواته کړي او که هر څه مدعا لري نو هغه دې د منطق او تفاهم په میز له اسلامي امارت سره مطرح کړي.

خو امریکایان کلونه وړاندې دومره په غرور کې و چې حتی د اسلامي امارت خبرې ته یې غوږ هم نه نیو، یوازې یې خپل  د زور او پوځي ځواک د استعمال ستراتيژۍ تعقیبولې، د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر مرحوم مولوي سید محمد حقاني چې هغه وخت له امریکا سره د مذاکراتو د هیئت غړیتوب یې درلود، ویل چې امریکایانو هغه مهال حتی د خبرو په میز هم د جنګ ادبیات کارول، د اسلامي امارت منطقي طرحې ته یې غوږ نه نیو او یوازې یې دخپلو غوښتنو عاجل پر ځای کول غوښتل.

د سپتمبر د یوولسمې له حملې وروسته هم د اسلامي امارت زعیم بیا بیا له امریکایي چارواکو غوښتنه وکړه چې د جنګ پر ځای د مذاکراتو لار ونیسي او هغه غوټه چې په لاس خلاصیږي بې ځایه دې د غاښونو زور پرې نه ازمويي. د یرغل نه څو ورځې وړاندې یوازې اسلامي امارت امریکایانو ته دسړې سینې او حوصلې توصیه نه کوله، بلکې د نړۍ بیلابیلو د نظر خاوندانو د سپیني ماڼۍ واکمن بوش ته همدا خبره کوله. د یرغل له پیل نه څو ورځې وړاندې د جیکي جکسن په نوم یوه امریکایي تورپوستي د سوله ییز حل فردي هڅه پیل کړي او غوښتنه یې وکړه چې د امریکایي چارواکو او طالبانو تر منځ به منځګړیتوب وکړي ترڅو دا لانجه د خبرو له لارې حل شي. د اسلامي  امارت چارواکو د دغه امریکایي خبره ومنله خو سپیني ماڼۍ د هغه امریکایي دریمګړي غږ ته حتی دومره اهمیت هم ورنکړ چې د هو یا نه ځواب ورکړي.

د یرغل له پیل نه وروسته هم اسلامي امارت په خپلو اعلامیو کې دا خبره کوله چې جګړه زموږ اولویت نه بلکې ضرورت او مجبوریت دی، زموږ هیواد ته اشغالګر راغلي او په موږ یې جګړه تپلې ده. موږ د خپل دین د لارښوونو له مخې مجبور او مکلف یو چې د وروستي اشغالګر د وتلو تر وخته له امریکایي پوځونو سره وجنګیږو.

خو د تیر اوولس کلن جهاد په ټوله موده کې بیا هم امریکایانو د زور ستراتيژي کاروله، د افغانستان لپاره یې یوازې پوځي طرحې اعلامولې او د سوله ییز حل، تفاهم او مذاکراتو په اړه یې هیڅ دلچسپي نه درلوده. په دې موده که څه هم د امریکایانو په تمویل د ګوډاګي حکومت په چوکاټ کې د سولې شوری جوړه شوه، خو ددغو تش په نامه سوله ییزو هڅو مقصد د معضلې رښتینی او منطقي حل نه بلکې یوازې تسلیمي ته د مجاهدینو تشویقول او په جهادي صف کې د اختلافاتو رامنځته کول وو.

له دوه لسیزو تجربو وروسته په دې وروستیو کې داسې علائم تر سترګو کیږي چې د سپیني ماڼۍ چارواکي نور دې نتیجه ته رسیدلي دي چې د افغانستان موضوع پوځي او جګړه ییز حل نلري. دهمدې پایلې په رڼا کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره ځانګړی هیئت وټاکه چې د جمهوري غوښتونکو دګوند یو مخکښ سیاستوال زلمی خلیلزاد یې د مشر په حیث تعین شو.

د امریکایانو دې لوړ پوړي هیئت چې د سپیني ماڼۍ، استخباراتو او پینټاګون استازي هم په کې برخوال دي د روان میلادي کال د اکتوبر په منځنیو ورځو کې یې افغانستان ته سفر وکړ، د زلمي خلیل زاد په مشرۍ دا لوړ رتبه امریکایي پلاوی پاکستان او سعودي عربستان ته له سفر وروسته قطر هیواد ته لاړ او هلته یې د اسلامي مارت د سیاسي دفتر له استازو سره مخامخ خبرې وکړې.

که څه هم د دې خبرو ټول جزیات تر اوسه رسنیو ته نه دي راوتلي، خو دا چې د امریکایي حکومت په استازولۍ دغه لوړپوړی پلاوی د اسلامي امارت سیاسي دفتر ته مراجعه کوي او هلته د سوله ییز حل په ممکناتو د اسلامي امارت له دیپلوماتانو سره خبرې اترې کوي، دا په خپل ذات کې ډيره د اهمیت وړ نقطه ده او په دې دلالت کوي چې له اوږدو تجربو وروسته امریکایانو د تفاهم او تعقل لاره اختیار کړې ده.

کله چې څوک په ضایع شویو فرصتونو پسې افسوس کوي او له اوږدو تجربو وروسته یې د لانجې  په حل سر خلاصیږي نو بیا له ځان سره وایي( چې های زما وروستی عقله، کاشکې چې ړومبی وای) دا چې د امریکایانو اوس په موضوع دماغ رسیدلی او د اسلامي امارت لخوا د تفاهم وړاندیز یې منلی دی، د افغانستان د سولې په چاره کې د امید وړ خبره ده. خو په ضمن کې دا خبره هم د یادولو وړ ده چې کاشکې امریکایي چارواکو اوولس کاله وړاندې د جوش په ځای هوش تجربه کړی وای او دغه هیئت چې اوس یې د مذاکراتو لپاره ټاکلی هغه وخت یي تعین کړی وای تر څو د هغو بربادیو مخه نیول شوي وای چې په تیرو دوو لسیزو کې د سپیني ماڼۍ د پخوانیو چارواکو د غلطو پالیسیو له امله افغانستان ته رسیدلي دي.