دکندهار ولایت په سپین بولدک کې د (۲۱) فقهي مجالسو تعارفي غونډه وشوه

د روان (۱۴۴۲) کال د ذوالحجې میاشتې پر (۲۷) نېټه ؛ د کندهار ولایت په تازه فتحه شوې ولسوالۍ سپین بولدک کې ؛ د یادې ولسوالۍ د فقهي مجالسو مدیر مولوي محمدرفیق لقمان صاحب ؛ په مرکزي جامع مسجد کې  د فقهي مجالسو د علماء کرامو ترمینځ یوه عظیم الشانه تعارفي غونډه دائره کړه . […]

د روان (۱۴۴۲) کال د ذوالحجې میاشتې پر (۲۷) نېټه ؛ د کندهار ولایت په تازه فتحه شوې ولسوالۍ سپین بولدک کې ؛ د یادې ولسوالۍ د فقهي مجالسو مدیر مولوي محمدرفیق لقمان صاحب ؛ په مرکزي جامع مسجد کې  د فقهي مجالسو د علماء کرامو ترمینځ یوه عظیم الشانه تعارفي غونډه دائره کړه .

په یاده غونډه کې د فقهي مجالسو ، رئیسانو ، معاونینو ، محررینو ، مشهورو شیوخو ، جیدو مفتیانو ، د مساجدو خطیبانو او  امامانو برخه اخیستې وه .

غونډه له دود سره سم د قران کریم په څو مبارکو آیاتونو سره پیل شوه ، ورپسې مجلس ته د مرکزي قفهي  مجلس رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالقیوم صاحب هراړخیزه علمي ویناواوروله .

ورپسې د یادې ولسوالۍ د فقهي مجالسو مدیر ، د فقهي مجالسو نوملړ او په لنډ ډول یې د هر مجلس په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل، د فقهي مجالسو مختصره لائحه او د مجالسو دوولس مادییز طرزالعمل  د مجلس برخوالو ته قرائت او تشریح شو.

د مجالسو مسئولینو ژمنه وکړه چې په پوره پابندي سره به په میاشتني مرکزي مجلس کې ګډون کوو.

 د راتلونکي مرکزي مجلس لپاره د څېړنې په موخه مسائل د مجلس برخوالو علما ءکرامو ته توزیع شول ؛ترڅو په راتلونکې  مجلس کې جر او بحث ورباندې وشي . مجلس په دعاء سره پای ته ورسېد.