اشرف غني او د چنګیز ناتمام فصل

زخمي افغان: اشرف غني چې واک ته رسیدلی نو له لومړۍ ورځې یې لفاظي، عوام فریبي او غولوونکي تبلیغات او شعارونه هم پيل کړي دي. په دې شعارونه کې هغه څه چې نوموړی پرې بیا بیا ژبه ټکوي د ( ناتمام فصل) د پوره کولو وعدې دي. اشرف غني کله ځان امان الله خان بولي […]

زخمي افغان:

اشرف غني چې واک ته رسیدلی نو له لومړۍ ورځې یې لفاظي، عوام فریبي او غولوونکي تبلیغات او شعارونه هم پيل کړي دي. په دې شعارونه کې هغه څه چې نوموړی پرې بیا بیا ژبه ټکوي د ( ناتمام فصل) د پوره کولو وعدې دي. اشرف غني کله ځان امان الله خان بولي او کله هم سردار داود خان او بیا د همدې دوو واکمنو د ناتمام فصل د پوره کولو وعدې کوي.

خو د وخت په تیریدو سره ثابته شوې ده چې اشرف غني نه خو د امان الله خان په شان د خپلواکۍ رګ لري او نه ورسره د سردار داود خان په شان د هیواد پالنې او ترقۍ فکر شته. بلکې د نوموړي یوازینۍ کارنامه دا ده چې هیواد یې د واکمن کیدو په دوهمه ورځ امریکایانو ته په قباله ورکړ او اوس درګرده لګیا دی د خپلو بیچاره هیوادوالو خټیني کوډلې او کورونه په عمدي تخریبي عملیاتو کې له منځه وړي.

په افغانستان ډيرې بدې ورځې او سختې ابتلاوې تیرې شوي دي. خو  دې هیواد په خپل ستونزمن تاریخ کې داسې واکمن ډير لږ لیدلي چې د هیوادوالو ودان کورونه پرته له کوم دلیل او توجیه څخه نړوي او له منځه وړي. یوازې په منځنیو هجري پیړیو کې چنګیز خان هغه لیونی او وحشي یرغلګر و چې له ماوراء النهر ونیسه، تر افغانستان، فارس او قفقاز پورې ګڼ ودان ښارونه یې نه یوازې عمدا تخریب او له خاورو سره برابر کړل بلکې د دې ښارونو د څو پیړیو معنوي او علمي شتمنۍ یې هم تالا ترغه کړې.

له چنګیزي تاړاکه اته پیړۍ وروسته دا دی زموږ هیواد یو ځل بیا د ورته ظالم او بې درده حاکم شاهد دی. چې نه یوازې د خپل اولس کورونه په بمبارونو، چاپو او یرغلونو کې نړوي، بلکې ښځې او ماشومان هم وژني، ځوانان د خپلو والدینو تر مخ چارماري کوي، سپین ږیري زندانونو ته اچوي، د خلکو شتمنۍ، پیسې او حتی د ښځو زیورات غلا کوي او هر قسم تاوان یې چې په وس ورسیږي، نه یې دریغوي.

دا څو میاشتې چې هر سهار په ټیلفون کې د واټساپ پر صفحه د افغانستان له بیلابیلو سیمو څخه راتلونکي خبرونه ګورم نو زیاتره یې دا وي چې تیره شپه په پلاني کلي د صفر یک، کمانډو یا ضربتیانو په نوم د ګوډاګي رژیم ټوپکیانو د خارجي اشغالګرو په مرسته چاپه وهلې، د ټول کلي د کورونو دروازې یې په بمونو الوځولې دي، کلیوال یې په نیمه شپه د خوب له بسترو راپاڅولي، په نیم ګز واوره کې یې تر سهاره کینولي او د ماشومانو، ښځو، ناروغانو او سپین ږیرو په ګډون یې بیچاره کلیوال په سخت ژمني یخ تعذیب کړي دي، ځانګړو داړه مارو ځواکونو د تلاشۍ په بهانه لومړی کورونه لوټ کړي، پیسې، زیورات او قیمتي توکي یې غلا کړي او وروسته یې لوټ شویو کورونو ته بمونه ایښي او له بیخه یې نړولي دي.

دا نه د یوې ورځې جریان دی او نه هم د یوې اونۍ یا میاشتې خبره، بلکې له څو میاشتو راپيل شوی هغه ناتمام تسلسل دی چې هره ورځ تکراریږي. نږدې په ټولو سیمو کې دغه تخریبي عملیات سره ورته دي، یوازینی فرق یي دا دی چې په ځینو ځایونو کې اضافه وحشت کیږی. هغه دا چې د کورونو تر څنګ د کلي مسجد هم نړول کیږي، لکه د غزني په دهیک، شلګر، د وردګو جلګه او ګڼو نورو سیمو کې. دغه راز په ځینو سیمو کې دیني مدارس هم په بمونو الوځول شوي او یا سوځول شوي دي. لکه د کاپیسا په تګاب کې د حمید المدارس په نوم هغه سل کلنه مدرسه چې د بنسټ یې د افغانستان ستر دیني عالم د تګاب فقیر ( شیخ الاسلام مولوي حمید الله اخندزاده) ایښی و.

خو دا یوازې د وطنوالو کورونه او جوماتونه نه دي چې اشرف غني یې د چنګیزي ناتمام فصل د تکمیل په عملیاتو کې په ناترسۍ له منځه وړي، بلکې له دې علاوه نور تاسیسات هم په امن نه دي، په دې وروستیو کې د اشرف غني داړه مارانو د غزني ګیلان کې یو روغتون هم ونړاوه، دغه راز یې په بیلابیلو سیمو کې ګڼ شمیر دوکانونه هم سوځولي. حتی د غزني مرکز ته نږدې د قره باغي په کلي کې یې د شیعه ګانو امام بارګاه هم باروتو والوځوله او کاملا یې تخریب کړه.

بل اړخ ته د بمبارونو او چاپو تر څنګ په ډروند بریدونو کې هم پرله پسې ملکي افغانان هدف ګرځي. په تیرو څو اونیو کې بیا بیا د عامو خلکود سپارلۍ موټر د بې پیلوټه الوتکو لخوا ویشتل شوي دي. د غزني په قره باغ او واغز کې د مدرسې هغه طالبان چې خپل درس ته روان و د ډرون برید هدف ګرځیدلي، د وردګو په شیخ اباد او د غزني واغز کې حتی هغه ښکاریان کلیوال ډرون بریدونو شهیدان کړل چې د واورې په موسم کې د سویانو اونورو صحرایي ژوو په ښکار پسې وتلي وو.

د اشرف غني د ګوډاګي رژیم د ځواکونو او ظالمو اشغالګرو لخوا دغه وحشیانه بریدونه هغه څه دي، چې د چنګیزي وحشت یادونه را تازه کوي. انساني عقل او منطق په دې کې پاته راځي چې ددغسې بې منطقه او وحشیانه عملیاتو لپاره دلیل او توجیه پیدا کړي، اما هغه څه چې د دې عملیاتو لازمي نتیجه او پایله یې بللی شو دا ده چې دغه ظالمانه کړنې به د لړزانده ګوډاګي رژیم تباهي نوره هم سریعه او رالنډه کړي. او د وخت بې درده حاکم به د چنګیز، انګریز او شوروي خونریز په شان د تاریخي جلادانو په کټه ګورۍ کې حساب کاندي.