نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکنه: منصور درمان د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسون الهجرت نشراتي ادارې د “فاتح ځواک۲ ” په نوم نوی په زړه پورې اصدار نشر کړ، دغه اصدار چې ټول څلوېښت دقیقې وخت نیسي په بیلا بېلو جالبو پوځي تمریناتو مشتمل دی، خورا عجیبې صحنې لري لکه: پوځي مهارتونه، پوځي تکتیکونه، هدفي عملیات، هدفي […]
لیکنه: منصور درمان
د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسون الهجرت نشراتي ادارې د “فاتح ځواک۲ ” په نوم نوی په زړه پورې اصدار نشر کړ، دغه اصدار چې ټول څلوېښت دقیقې وخت نیسي په بیلا بېلو جالبو پوځي تمریناتو مشتمل دی، خورا عجیبې صحنې لري لکه: پوځي مهارتونه، پوځي تکتیکونه، هدفي عملیات، هدفي ګرفتاري، ورځني تصفیوي عملیات، شپني تصفیوي عملیات او غوره انځوریزې صحنې.
د یادو تمریناتو هره صحنه د فاتح ځواک د فارغ الاعداد اتلو شازلمیانو په عجیبه -عجیبه ماهرانه پوځي خوځښتونو سنباله ده، چې په خورا ماډرن او له نوښت څخه ډک پوځي سیستم حرکات پکې ترسره شوي دي لکه: له یوې ساحې بلې ساحې ته په فضا کې درسۍ /پړي په واسطه ځان رسول، په رسیو باندې جوړ شوي پله باندې تګ کول، په اوبو کې لاره وهل، له یوې لوړې سطحې نه د یوې عادي رسۍ په توسط لاندې هدف ځای ته ځان رسول.
او همدا رنګه د دښمن په مراکزو په نا اشنا تکتیک سره حمله کول او د هغو فتحه کول، د دښمن د کشف شوو اشخاصو په ماهرانه انداز ګرفتاري /نیول، او داسې نور هغه زړه وړونکې صحنې دي چې د مسلمه امت زړه ته پرې ټکور حاصلېږي، لدې هرې صحنې سره بیا د الحاج ملا فقیر محمد دروېش صاحب، مولوي محمد امین حیدري صاحب او مولوي عبد العزیز عزیزي صاحب په خوږو اوازونو داسې ترانې لږېدلي چې د دغه اصدار خوند یې څو چنده کړی دی یقینا چې سړی یې په بیا -بیا لیدلو هم نه مړېږي؛
دا فاتح ځواک مو د مړو هیلو لپاره مسیحا دی، دا هغه سپېڅلی ځواک دی چې ټوله اسلامي نړۍ یې ریښتینې، راسخې عقیدې، ایثار، ایماني ځواک او سر ښندنو ته هېښه ده، دا هغه سپېڅلی ځواک دی چې د اسلامي نړۍ لوېدلې دبدبه او پرتم یې یو ځل بیا هسک کړ او د اسلام سپېڅلی محمدي توغ یې په جیګو سترګو وځلاوو.ش
دا هغه سپېڅلی ځواک دی چې دنمرو دي نړۍ په وړاندې یې دتوحید پاکه کلمه په خورا جرأت ناکه لهجه په اوچت غږ ولوستله او امت یې د بنده لۀ بندګۍ د واحد لا شریک خدای بندګۍ ته را پورته کړ
او بالاخره دا هغه سپېڅلی ځواک دی چې یو ځل بیا به په ګران هېواد کې پاک سپېڅلی شرعي اسلامي نظام قایم کړي
ان شاء الله العزیز
پای
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.