نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د مورچل مجلې سرمقاله: له ډېرو داسې کړاوونو او ستونزو په بري راوتلي یو، چې خلکوته یې زغم څه چې تصور هم ګران دی، په وژنو او ربړونو مو دښمن ستړی شو، خورا بدې ننګونې، فریبونه او دوکې راته په لار واچول شوې، خو مات نه شوو اودوی مو داشغال هدف ته له رسېدو راوګرځول […]
د مورچل مجلې سرمقاله:
له ډېرو داسې کړاوونو او ستونزو په بري راوتلي یو، چې خلکوته یې زغم څه چې تصور هم ګران دی، په وژنو او ربړونو مو دښمن ستړی شو، خورا بدې ننګونې، فریبونه او دوکې راته په لار واچول شوې، خو مات نه شوو اودوی مو داشغال هدف ته له رسېدو راوګرځول .
په جګړه، نظامي تکتیک، سیاسي ډګر، مقاومت، استقامت، فرهنګي وړتیا، ادبي قوت او هرډګر کې په دښمن بری، زمونږ دعوه نه! بلکې ددښمن په ګډون د نړیوالو اعتراف دی، دمبارزې ټوله ماضي مو له تور داغه پاکه ده، په مقابل کې مو دښمن چې تمدن او تهذیب ترځان محدودوي او ځان دنړۍ تر ټولو متمدن اومهذب قوت بولي دبشریت، اخلاقو او انسانیت له ټولو بریدونو یې پښې واړولې او حتی هغو بندونو او قراردادونو ته هم ژمن پاتې نه شول چې دوی پخپله په همدې نوم وضع کړي وو .
په کابل کې په اشر جوړه اداره یې د دیمکراسۍ هغه بوینه غوښه شوه چې ټولې نړۍ ترې استفراق وکړ او دټول عمر لپاره ورته پېغور شوه، چې بشریت او محکومو ملتونو ته به د دوی دآزادۍ ارمغان همداسې وي .
هغه څه چې مونږ پرې ویاړو او د دومره سترو متمدنو! او مهذبو! قوتونو سره په مقابله کې مو پرې امتیاز ترلاسه کړی، خپلوکړو ژمنوته تعهد او ژمنتیا ده چې دوی یې سره له دومره سترو دعوو ماتوونکي دي، خو پرمونږ یې نه شي ثابتولای چې له کړو وعدو مو دې قصدي تخلف کړی وي.
همدا مو داسلامي عقیدې ځانګړتیا او پر مقابل لوری یو بل بری دی چې په وار وار خپلو کړو ژمنو ته متعهد نه دي پاته شوي او تل یې دوه مخي کړې، دانه تنها داچې د دوی تشتت اونه یو والی ښيي، بلکې زمونږ په وړاندې ددریځ اضطراب تزلزل او د دوی ښکاره کمزوري په ډاګه کوي .
دادی له افغانستانه دامریکایانو د وتلو دموافقت لیک نږدې دوه میاشتې پوره کیږي چې له مخې یې باید ددمارچ له (۱۰)نېټې مخکې پنځه زره بندیان خوشي شوي وای ترڅو بین الافغاني مذاکرات پیل او دقضیې اساسي حل رامنځته شوی وای، خو دادی نه تنها چې بندیان خوشي نه شول، بلکې په عین حال کې یې په هغو سیمو بمبار او چاپې هم پیل کړې چې یاد تړون یې اجازه نه ورکوي .
مونږ چې دهیواد دخپلواکۍ اوداسلامي نظام پلي کولوته کوم هوډ کړی ترتحققه ورته همداسې په مثالي قربانیو هوډمن یو، همدا مو دبري راز دی، او ډاډه یوچې په افغانستان کې به دافغانانو له منځه دافغانانو دخوښې نظام رامنځته کیږي او همغه به په دې خاوره پایښت موندلی شي اوبس .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.