هو د ثالث عمر له لارویانو همدا تمه کېدای شي

لیکوال :  نوراني “عزام” پرافغانستان له امریکایې اشغال او د اشغالګرو له لوري پر افغان مجاهد ولس د تپل شوي ادارې له لوري د وحشتونو او ظلمونو او په ټوله کې د اشغال په وړاندي د مقابلې او مبارزې لپاره د ځوريدلي ولس سترګې یو ځل بیا د اسلامي امارت د مؤسس  (بنسټګر) ملا محمدعمر […]

لیکوال :  نوراني “عزام”

پرافغانستان له امریکایې اشغال او د اشغالګرو له لوري پر افغان مجاهد ولس د تپل شوي ادارې له لوري د وحشتونو او ظلمونو او په ټوله کې د اشغال په وړاندي د مقابلې او مبارزې لپاره د ځوريدلي ولس سترګې یو ځل بیا د اسلامي امارت د مؤسس  (بنسټګر) ملا محمدعمر مجاهد”رحمه الله” او د هغه لارویانو ته واوښتې.

هغه رحمه الله او لارویانو یې د ولس د دې ستري غوښتني او د خپلي اسلامي، اخلاقي او دیني وجیبې د ترسره کولو په تکل یو ځلي بیا د یو لوی عزم، لوړي ارادې، او بلا تکلیفونو سره د تاریخ د یو بل پړاو په لور ګام کېښود.

د ازادی اتل له لوړو غرونو، پراخو دښتو اوخطرناکه ګړنګونو سره ډغري ووهلې او د یو ستر مغرور شیطان او د هغه له بچوړو سره يې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ په ستر فولادي عزم او لوړي اردې کلکه مبارزه وکړه (تقبله الله).

د سنګر، ممبر، او دیپلوماسۍ دا کاروان له سختو مزلونواو کږلېچونو راتېر شو او له یو بل ازمون سره مخامخ شو، هغه داسي چې څلور لسیزي د اسلامي امارت په وړاندي نړۍ او  په کور د ننه ټولي رسنۍ د اشغال په چوپړ کې پاتي شوي وې او د اسلامي امارت په وړاندي یې زهر جن تبلیغات او افواهات خپاره کړي وو.

خودا چې اسلامي امارت د خپل ولس له غیږي راپورته شوی او سترشوی جهادي یون او د ولس د ارادې تمثيل وو، اوله خپل ګران ولس سره یې  د سرشاري میني او محبت حقیقي ثبوت وړاندي کړ د دښمن ټول تبلیغات او افواهات له خاورو سره خاوري شوه

 او اوس د اسلامي امارت دا دریځ چې له هیواد څخه د اشغال پایته رسیدل او داسي اسلامي نظام چې ټول افغانان پکې خپل ځان وګوري غواړي عملاً ثابت کړی، او اوس هیوادوال او نړیوال ټول په دې  قائل دي چې اسلامي امارت واقعاً هم د خپل ولس ریښتینۍ استازۍ او د هیلو سرته رسونکی جهادي ځواک دی.

 د مذاکراتو په ټول یو کلن جریان کې په همدې تمرکز او ټینګارکېده چې اشغال به پایته رسیږي او افغانان به خپلي ارادې ته پرېښودل کیږي چې بالآخره د اشغال د پایته رسیدو په تړون کې همداسي پریکړه وشو.

اسلامي امارت څومره چې په خپلو ارزښتو ټینګ او محکم پاتي شو همداسي يې د ترحم او میني غیږه د ولس او آن د دښمن په وړاندي هم خلاصه پرېښوده.

په جګړو کې د دښمن په لیکو کې ولاړ غوليدلي عسکر یې په داسي حال کې چې د مجاهدینو په وینو یې لاسونه سره وه د خپل انساني او اخلاقي مسؤلیت له مخي  د یو ښه میلمه په توګه وساتل او د کورونود کرایې په ورکړي سره يې کورونو ته ورسول.

کله چې د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک کېده داسي انګېرل کېده چې اوس چې د کابل اداره د اسلامي امارت ترحم ته پرېښودل کیږي اسلامي امارت به څه چلن ورسره کوي او راتلونکۍ به يې څرنګه وي ګومان کېده چې د اسلامي امارت له لوري ممکن د هغوی په اړه د ټول وژني او له هیواده د شړلو پرېکړه اعلان شي، خو له دې توقع خلاف د اسلامي امارت زعیم محترم شيخ صاحب د خپل ترحم په ترڅ کې ټول د دښمن غولیدلو چارواکو او عسکرو ته د عامه بخښي فرمان صادر کړ

چې دا په واقعیت کې د دښمن لپاره لوي فرصت او د نجات لویه اسانتیا او زیری دی که دښمن استفاده ورڅخه وکړي هم به يې تاریخي، اخلاقي او شرعي مسؤلیت ادا کړی وي او هم به یې خپل ژوند ژغورلۍ وي

بلخوا اشغالګرو او اجیرانو یې د ملکي هیوادوالو په کورونو شپنۍ چاپې ووهلې ړندې بمبارۍ یې ترسره کړې مدرسې، مساجد، ښوونځي، کلینیکونه، صحي مراکز او ګڼ شمېر نورعامه تأسیسات يې بمبار او له منځه یو وړل.

  اشغالګرو او اجیرانو یې نه تنها دا چې زرګونه بیګنا هیواد وال يې شهیدان، زخمیان او اسیران کړل بلکي له دې ټولو بشر ضد کړنو سره سره یې د هیواد ملي، اسلامي او کلتوري نوامیس او ارزښتونه هم تر پښولاندي کړل.

د ښځود حقونو تر دروغجنو شعارونولاندي يې د فحشاء د ترویج لپاره له ټولو ممکنه لارو چارو کار واخیست او په ډیري سپین سترګۍ یې د افغانستان دغه تاریخ سازه بدنامي او خجالت امېزه چاره ترسره کړه او د افغان اسلامي کلتور د محو کولو هڅه یې وکړه.

خو لله الحمد په وړاندې یې د نظامي سنګر په شان فرهنګي سنګر هم فعال دی او د قلم او فکر مجاهدین هر دم د خپل اصیل اسلامي او افغان فرهنګ د ساتنې او دفاع په لاره کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي. د دښمن له دسائسو پرده پورته کوي او مجاهد ولس ته یې ورپیژني تر څو ترې ځان وساتي. په بیلابیلو جهادي ډګرونو کې د اسلامي امارت دا بریالی مقاومت موږ ته زیری راکوي چې ان شاءالله د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو ټولې هڅې نامراده او له مطلقې ناکامۍ سره مخامخ دي. و ماذالک علی الله بعزیز