هلمند: سنګین،ګرمسیر او موسی کلا کې د کرونا مخنیوي او عامه پوهاوي غونډي ترسره شوې

د هلمند په ګڼو ولسوالیو کې د اسلامي امارت د صحت کمیسیون له لوري د کرونا د مخنیوي او عامه پوهاوي په هکله غونډي جوړي شوې، د یادوني وړ ده چې د اسلامي امارت د صحت کمیسیون مسؤلینو په ټول هیواد کې د کرونا وبا د مخینوي په هکله لازم اقدامات تر کار لاندي نیولي […]

د هلمند په ګڼو ولسوالیو کې د اسلامي امارت د صحت کمیسیون له لوري د کرونا د مخنیوي او عامه پوهاوي په هکله غونډي جوړي شوې، د یادوني وړ ده چې د اسلامي امارت د صحت کمیسیون مسؤلینو په ټول هیواد کې د کرونا وبا د مخینوي په هکله لازم اقدامات تر کار لاندي نیولي دي، په ګڼو ولایتونو کې یې اولس ته اړین توکي ویشلي او د عامه پوهاوي په موخه یې په عامو لارو بېنرونه لګولي او صحي کارکونکو له لوري عامو خلګو ته لازمي لاري چاري په ګوته کوي.

د هلمند په سنګین، ګرمسیر او موسی کلا ولسوالیو کې هم د صحت کمیسیون مسؤلینو د عامو خلګو د پوهاوي په هکله غونډي جوړي کړي وې چې لاندي یې څو انځورونه لیدلی شئ .