نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دټاکل سوي پلاوي لخوا نن په موسی قلعه ولسوالۍ کي څېړنه او نظارت ترسره سوو. د هلمند ولایت مقام لخوا دعلماء کرامو او ادارو داستازو څخه ټاکل سوي ګډ پلاوي، چي په رأس کي یې د ولایت مقام استازی محترم حنفي حاجي مولوي صاحب قرارلري او په ترکیب کي یې دمرافعې محکمې، صحت عامي، سمع […]
دټاکل سوي پلاوي لخوا نن په موسی قلعه ولسوالۍ کي څېړنه او نظارت ترسره سوو. د هلمند ولایت مقام لخوا دعلماء کرامو او ادارو داستازو څخه ټاکل سوي ګډ پلاوي، چي په رأس کي یې د ولایت مقام استازی محترم حنفي حاجي مولوي صاحب قرارلري او په ترکیب کي یې دمرافعې محکمې، صحت عامي، سمع شکایات، استخباراتو، زراعت، جلب اوجذب، محابسو، او د اطلاعاتو اوفرهنګ ادارو استازي شامل دي، دهلمند ټولو شمالي ولسوالیو ته دخلګو، دشکایاتو داورېدو اوستونزو دحل په موخه دپیل سوو سفرونو په بهیر کي، یاد پلاوي نن د بېلابیلو لیدنو په ترڅ کي دموسی قلعه ولسوالۍ اړوند ټولو سیمو دیني عالمانو، قومي مشرانو، نظامي اوملکي ادارو دمسؤلینو او مجاهدینو سره مجالس ترسره کړل. دغه پلاوي نن دموسی کلا د بېلابیلو سیمو د دیني عالمانو اوقومي مشرانو سره دلیدني پرمهال دهغوی څخه غوښتنه وکړه ، چي په ډاډه توګه خپل شکایات، ستونزي او وړاندیزونه د ورغلي پلاوي سره شریک کړي، ترڅو دحل په موخه دولسوالۍ او ولایت په کچه ورته حل لاري ولټول شي اوکوم شکایتونه اوستونزي چي د ولایتي ادارې دصلاحیت داحاطې څخه بهر وي، هغه به هم داسلامي امارت دعالي ادارې سره شریک کړی شي .
نوموړي هیئت یادي ولسوالۍ ته درسېدو سره سم، لومړی د والسوالۍ اړوند محبس څخه لیدنه وکړه او هلته یې د زندانیانو سره دهغوی دبندي کېدو دعلتونو په اړه پوښتني، ګروېږني وکړي او هغوی ته یې د دوی ده دوسیو د پر وخت څېړني او عادلانه محکمې ډاډ ورکړ. ورپسې نوموړي پلاوي دګڼ شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو اوعامو خلکو سره ترلیدنو وروسته دولسوالۍ اړوند قضا ، ملکي او نظامي ادارو دمسؤلینو اومجاهدینو سره، د ترلاسه سوو شکایتونو او ستونزو دڅېړني او هواري په هکله خبري وکړي، چي یو شمېر ترلاسه شوي شکایتونو ته هم هلته رسېدګي وسوه، چي ورسره دخلګو ستونزي حل شوې. دپلاوي په خبره پاته نور شکایتونه اوستونزي به هم ډیر ژر د ولایتي اوعالي ادارې سره دحل په موخه په لیکلې بڼه شریک شي. همدارنګه دپلاوي لخوا دولسوالۍ مسؤلینو ته جدي سپارښتنه وسوه، ترڅو د اړوند ولسوالۍ ټولو مجاهدینو ته دشیخانو او عالمانو په واسطه درې ورځي سیمینارونه او اصلاحي بیانونه وشي.
دیادوني: وړده چي دنورو ستونزو دحل اوفصل کېدو ترڅنګ دیاد باصلاحیته پلاوي لخوا ترڅېرني وروسته دموسی کلا ولسوالۍ دمحبس څخه (۸) تنه بندیان خوشي کړی شول نېټه:۱۴۴۳/۳/۵ هق 2021/۱۰/۱۱
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.