نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
منصور الرحمن د الله تعالی جاري عادت دی چې وخت په وخت داسي خلک پیدا کوي چې د دين هغه مفاهیم چې د وخت په تيرېدا سره يې ډیوه تته شوي ، بیرته روښانه او ژوندي وساتي ، او همدا شان هغه مفاهیم هم را ژوندي کړي کوم چې د وخت په تيرېدا یا خو […]
منصور الرحمن د الله تعالی جاري عادت دی چې وخت په وخت داسي خلک پیدا کوي چې د دين هغه مفاهیم چې د وخت په تيرېدا سره يې ډیوه تته شوي ، بیرته روښانه او ژوندي وساتي ، او همدا شان هغه مفاهیم هم را ژوندي کړي کوم چې د وخت په تيرېدا یا خو مړه او یا هم د کتابونو تر اوراقو منحصر پاتي وي ، همدا خلک مجددین وي ، الله تعالی په امير المؤمنین ملا محمد عمر مجاهدرحمه الله کې هم داسي صفات سره را یو ځای کړي وو ، هغه رحمه الله داسي کارنامې وکړې چې بې له شکه مجدد ورته ویلای شو . د نوموړي تر ټولو ستره کارنامه د خلافت علی منهاج النبوة احیاء وه ،خلافت اګر که د عثمانی خلافت تر پایه و خو حقیقت دا دی چې له راشده خلافته وروسته ډيري کمي داسي بيلګي تر سترګو کيږي چې خلافت دي په کره نبوي منهج بنا وي ، خو دا وياړ الله تعالی امير المؤمنين رحمه الله ته ور په برخه کړ چې په دغه وروستۍ زمانه، د فتنو په دور کې یې نړیوالو ته د راشدينو خلفاو د وخت د خلافت نمونه وړاندي کړه ، هغه د خپلي واکمني په دوران کې داسي څه وکړل چې په اورېدو يې د سړي سترګو ته خلفاء راشدين ودريږي، د خپل واک په سيمو کې شرعي حدود نافذ کړل ، عدالت یې تأمین کړ، خلکو ته یې خپل حقونه ورسول، ډاډمنه فضاء یې را مینځ ته کړه، د ولس ، سر، ناموس او مالونه یې خوندي کړل،د امن او ډاډ دا حال و چې خلکو په خپل دکانونه پرانیستي پرېښودل نو د غلا وېره به نه وه ورسره ،لنډه دا چې اعلی حاکميت او واکمني د شريعت وه، مظلوم برلاسی او ظالم محکوم و او هر مظلوم کولای شول چې د ظالم ګریوان ته لاس واچوي. نن سبا داسي وخت دی چې د دين او وطن د ګټو تر مینځ ټکر راشي نو متأسفانه یو شمېر علماء هم د تذبذب ښکار شي او د دیني ګټو په ځای هیوادنیو،قومي او سیمه ایزو ګټو ته ترجیح ورکوي، خو د مرحوم امير المؤمنين رحمه الله یوه ځانګړتيا دا هم وه چې هغه به تل ديني ګټي په نورو وړاندي ګڼلې. هغه ته الهي احکام او دیني لارښووني تر هر څه ارزښتناک وو، نو ځکه یې د نورو احکامو ترڅنګ د انما المؤمنون اخوة الهي حکم هم په ښه توګه پلی کړی و، هغه په دې ښه خبر و چې مسلمه امت تر یوه هیواده، یوه نژاده او یوه قوم پوري منحصر نه دی، بلکې که مسلمان د نړۍ په هر ګوټ کې وي هغه ټول سره دیني وروڼه دي، د همدې عملي بېلګه چې ټولي نړۍ وليده هغه وه چې کله يې خپل امارت او واکمني له یوه مسلمان مهاجر څخه ځار کړه ، د اسلامي ورورولۍ پالل چې په ظاهر کې څومره اسانه ښکاري په عمل کې ډیره سخته ده او د لوړ همت له څښتنانو پرته یې څوک نه شي پاللای. ملا صاحب رحمه الله د دیني ارزښتونو د ټینګښت په لاره کې هم د پام وړ ګامونه پورته کړل، بت شکني چې د اسلامي تاريخ داسي باب دی چې مزی یې ابراهیم خليل الله علیه السلام ته رسيږي ، او له هغه وروسته بیا د مکې د فتحي په ورځ رسول الله صلی الله علیه و سلم په خپله هم د کعبې ټول بتان مات کړل ، بیا علي او خالد رضي الله عنهما هم د هغوی په امر د قریشو نور غټ بتان هم مات کړل ، دا لړۍ دلته هم پرې نه شوه بلکې د سومنات بت ماتونکي سلطان محمود غزنوي رحمه الله هم په خپل وار دا سنت ژوندی کړ ، او لکه څنګه چې هغوی د هندو برهمنو تهديدونوله بت ماتوني څخه نه را وګرځول همداشان په نني عصر کې بیا د عصري برهمنو تهدیدینو هم امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له بت شکنۍ څخه نه را وګرځاو او د بت شکنۍ د ویاړمني سلسلې په لړ کې یې نوم ثبت کړ. د سیاست او بین المللي روابطو پوهان په نن عصر کې د داسي پريکړي وخامت درک کولای شي چې په اوس عصر کې په مادیاتو سمبال ستر هيوادونه هم په مشکل سره داسي قاطعه فيصله نشي کولای ، خو مرحوم امیر المؤمنین رحمه الله دلته هم په داسي حال کې چې تر شا يې هيڅ مادي قوت نه وو ، د ایماني جرأت، میړاني، غيرت او توکل محض په مټ د اسي نمونه وړاندي کړه چې تل به په اسلامي تاريخ کې په زرینو کرښو لیکل کیږي. دا د امیر المؤمنين د تجديدي کارنامو څو بيلګي دي چې یواځي د یوې وړوکي بیلګي په ډول وړاندي شول، خو که په غور وکتل شي د نوموړی ټول ژوند له داسي کارنامو څخه ډک دی . الله تعالی دې اروا خوشحاله لري او کاروان دې تل سرلوړی او بریالی لري . آمين
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.