نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
خالق یار احمدزی: کلونه وړاندې پر همدې ورځ د استقامت یو لوی غر ونړید، هغه څوک چې نړۍ یې د مرګ پر اعلان ولړزیدله او هغه چې نړیوال یې د نوم، نښان او لوړشان څخه لا هم په ویره کې دي؛ هغه چې څوملنګو خو هماهنګو ملګرو يې نړیوال استکبار په ګونډو کړ او لا […]
خالق یار احمدزی:
کلونه وړاندې پر همدې ورځ د استقامت یو لوی غر ونړید، هغه څوک چې نړۍ یې د مرګ پر اعلان ولړزیدله او هغه چې نړیوال یې د نوم، نښان او لوړشان څخه لا هم په ویره کې دي؛ هغه چې څوملنګو خو هماهنګو ملګرو يې نړیوال استکبار په ګونډو کړ او لا هم دې سپیڅلې مبارزې ته دوام ورکوي. هغه ستر مشر چې تر مړینې کلونه وروسته یې د نړۍ څارګرې ادارې په وفات خبرې شوې او هغه چوپ شوی منتر یې مات شو، چې ګواکې کفري دنیاګۍ د نړۍ له لر او بره په هرڅه خبرداره ده. هوکې! همغه مشر یادوم، چاچې ویل «دا ښه بولم، چې د آخرت پر ورځ مې الله ج د بت ماتوونکي عمر په نوم راوبولي، له دې څخه چې د بت پلورونکي عمر نوم راکړل شي، »نو یې د شرک او بت پرستي ډبرینې څیرې دړې وړې، اسلامي قوانین یې پلي او د الله ج د سپیڅلي دین احکام یې چې د ۱نیم میلیون شهیدانو د وینو آرمغان وه پر دې پاکه خاوره واکمن کړل. هغه عمر چې نن یې یادلمانځه کوو، همغه افغان وه چې تر پایه یې د ډیورند کرښې منلو ته غاړه کینښووده او د آی اس آی لوړ پوړي چارواکې یې یواځې په همدې وړاندېز له دسترخوانه ولاړ کړل. همغه عمر چا چې ایران ته غوڅ دریځ درلوده، پاکستان ترې له په لړزان وه او مستکبرې نړۍ ورسره د یوه ستر مسلمان خو واقعي او ریښتوني سپه سالار په توګه محتاطانه چلند کاوو. هغه عمر چې د واکمنۍ تر پریښودو وروسته یې ترپایه په خپل ټاټوبي کې په داسې حال کې ژوند غوره کړ چې د نړیوالو یرغلګرو پرمختللي وسایل یې له کشفولو عاجزه وه. نن د همغه عمر د یادلمانځې ورځ ده….. هغه عمر چې وړاندوینه یې کړې وه، «امریکا به د لیست له پیل څخه د پای خواته راځي او په ذلیلانه توګه به بیرته له هیواده وځي؛ الله تعالی زموږ سره د نصرت وعده کړې، بوش زموږ د له منځه وړلو وعده کړې، په راتلونکي کې به و وینو چې کومه وعده ریښتینې ده،بیشکه چې د الله تعالي وعده ریښتینې ده. » هغه عمر چې ویل یې «دخلکو دسر او مال ساتنه دجهاد ستر هدف دی ، په ساتنه کې کوښښ وکړئ. اوپرېنږدئ چې دجاه طلبه او دنیا پرسته وسلوال یې دمادیاتو دلاسته راوړلو لپاره ازار کړي.» نن د هغمغه عمر یادلمانځه کوو چا چې خپلو ملګرو ته ویل«ددښمن په وړاندې دفولادو په څیر ټینګ ودرېږئ حوادث اوتبلیغات مو عزم متزلزل نکړي.» هغه ستر عمر چې د خپلو مجاهدینو د نیتونو پر تصفیه یې ټینګار درلود او هغوی ته یې ویل چې« ولس ته په زړونو کې ځای ورکړئ، دورورولۍ او وفادارۍ مضبوط تعلق ورسره وساتئ ترڅومو دښمن دتفرقې اچولو په شوم هدف کې بریالی نشي.» هغه ملنګ خو ځیرک سیاستمدار عمر چې د کفري هېوادونو دسخت رقابت با وجود یې هېواد له تجزیې او تجرید څخه وژغوره، د افغان ملت قسم خوړلي دښمنان یې د کولاب او کلکتې واړول، نه جایداد ترې پاتې او نه شتمني،یواځې سپیڅلی تاریخ یې معنوي بچیانو ته په میراث پرېښود
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.