نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زخمي افغان تاسو په جریان کې یاست چې له امریکا سره د توافق له امضاء وروسته د بین الافغاني مذاکراتو پر خوا د یو بل ګام اخیستو مقدمات هم پیل شول. طالبانو او د کابل ادارې د محابسو چارواکو د ویډیو کانفرانس له لارې د بندیانو د تبادلې په موضوع خبرې وکړې، ورپسې د بندیانو […]
زخمي افغان تاسو په جریان کې یاست چې له امریکا سره د توافق له امضاء وروسته د بین الافغاني مذاکراتو پر خوا د یو بل ګام اخیستو مقدمات هم پیل شول. طالبانو او د کابل ادارې د محابسو چارواکو د ویډیو کانفرانس له لارې د بندیانو د تبادلې په موضوع خبرې وکړې، ورپسې د بندیانو د خلاصون د پروسې د پیل خبرونه راغلل، طالبانو هیئت اعلان کړ، تر څو خپل بندیان مشخص او را ازاد کړي او په دې ډول د سولې پروسه چې څه موده ځنډيدلې وه یو ځل بیا په کې روح وچلید او د افغان ولس هیلې ورسره تاندې شوې. خو په همدې حساس پړاو کې چې په رسنیو کې کابل ته د سره صلیب په مرسته د طالبانو د هیئت د تګ خبره کیده، په بګرام زندان کې د بندیانوسره زور زیاتی پیل شو. رسنیو خبر ورکړ چې د بګرام زندان په پنځم، شپږم او براوو بلاکونو کې عسکرو په بندیانو بریدونه پيل کړي چې له امله یې لسګونه بندیان ټپیان او څو تنه نور په ډیر ظلم او قساوت شهیدان شوي دي. په رسنیو کې د بندیانو هغه په وینو لړلي عکسونه هم خپاره شول چې د دغو تش لاسو مظلومانو د سخت مظلومیت داستان یې بیاناوه. دا پیښه په هماغه ورځ وشوه چې باید د طالبانو هیئت بګرام ته رسیدلی او د بندیانود خلاصونو پروسه عملا پیل شوې وای. دا چې د کابل چارواکي له یوه اړخه د مذاکراتو په مهال د بندیانو خلاصون ته امادګي ښيي خو بل اړخ ته په همدې حساس وخت کې چې باید بندیان آزاد شي، ناڅاپه په بګرام زندان کې د بندیانو پر ضد بې سابقې جنایت ترسره کیږي، هغوی وهل کیږي، وژل کیږي او په وینو رنګیږي. له دې څخه معلومیږي چې ضرور د پردې تر شا داسې مغرض او تخریبګر لاسونه شته چې په لوی لاس هڅه کوي د سولې پیل شوې پروسه تخریب او دوه اړخیز باور ته زیان ورسوي. دغه مغرض لاسونه چې شاید د مافیايي کړیو، د افغانستان د دښمنانو او یا هم د ځینو مغرضو هیوادونو لخوا راغځول شوي وي، په حساسو شرایطو کې داسې اعمال ترسره کوي چې هغه د سولې او تفاهم له روحیې سره کاملا ضد او د بدبینۍ او تشنج زیاتولو بوی ترې ولاړیږي. له دغو ډول نامعمولو پیښو څخه دا هم معلومیږي چې د کابل اداره په وضعیت هیڅ ډول کنترول نه لري او نه هم هغه ژمنې عملا پوره کولای شي چې د میز پر سر یې وعدې کوي. ځکه د کابل ادارې استازي که په خبرو کې د بندیانو د تبادلې ژمنه کوي، خو عملا بیا د هغو مرموزو لاسونو د تخریب مخه نه شي نیولای چې په بندیانو غیر موجه او ظالمانه بریدونه کوي. د افغانستان سوله خوښی ولس، نړیواله ټولنه، امریکا او د سره صلیب او بشري حقوقو د ادارو په ګډونو نړیوال سازمانونه باید د غه پیښې جدي تعقیب کړي تر څو معلومه شي چې دا څوک دي چې دغه ډول تخریبي او ظالمانه کړنې ترسره کوي، چې له امله یې د بین الافغاني تفاهم پروسې ته زیان رسیږي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.