نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ملا صيب د وفات د ووم تلين په مناسبت ليکوال احمد تسل که تاريخونه مطالعه کړو داسې ډېر مشران به مو تر سترګو شي داسې اعمال به يې تر سره کړي وي چې د نوموړو له مرګ څخه روسته به اولس او ملت ته به يې بغير له شرمندګيو تور تاريخ او پيغورونو نور […]
د ملا صيب د وفات د ووم تلين په مناسبت
ليکوال احمد تسل
که تاريخونه مطالعه کړو داسې ډېر مشران به مو تر سترګو شي داسې اعمال به يې تر سره کړي وي چې د نوموړو له مرګ څخه روسته به اولس او ملت ته به يې بغير له شرمندګيو تور تاريخ او پيغورونو نور څه نه وي پريښي که خواخوږي يې بيا څومره کوښښونه وکړي چې د خپل مشر اصلي څهره له خلکو او له مٶرخينو پټه کړي دا کوښښونه به بغير له بې ځايه ستړياوو بل کوم ارمغان ونه لري ځکه چې تاريخ رښتونى ده او صحيح قضاوت کوي
خو په نړۍ کې داسې مشران هم تير شوي چې نه يواﺯې ملت يې آن اومتونه يې پرې وياړي ځکه هغوي نه خپلو اولسونو سره د درواغو وعدې کړي او نه يې داسې اعمال تر سره کړي چې د ده لپاره عار او د اولسو لپاره يې پيغور شي دا ډول مشران ډېر کم موندل کيږي نن ﺯه د دا ډول مشرانو څخه د يو مشر يادونه کوم
هو د يو داسې عزتمند شخص په يادونه د خپلې ليکنې کرښې ﺯرينې کووم چې ان شاء الله تر پيړو پيړو به د غيرت ، ديانت اخلاص او وفادرۍ سمبول ياديږي هغه چې د ټول اسلامي امت امير وه خو عاجزي او تواضع يې تر دې انداﺯې پورې وه چې له خلکو سره يې ناسته پاسته خوراک او څښاک يې د يو عادي انسان په څېر وه ﺯما مقصود ثالث عمر اميرالمٶمينين ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) ده
هغه عمر چې په خپلو ويناوو او وعدو کې رښتونى وه هغه عمر چې له رب پرته يې له نورو څخه طمعه نه درلود هغه عمر چې په پاکې او راسخې عقيدې سمبال وه هو عمر وعده پوره کوونکى او په وعدې وفا کوونکى شخص وه ملا صيب (رحمه الله) خپل اولس ته د خپلې واکمنۍ په دوران کې دا ډول وعده ورسر کړې فرمايلي وه:
ﺯه به هيڅ کله داسې عمل تر سره نه کړم چې تاسو او راتلونکي نسل ته يو پيغور پاتې شي ، راځى درته ثابته يې کړم چې مشر څه ډول خپلې وعدې ته د عمل جامه ور واغوسته
١-امريکا په وار وار له ملاصيب وغوښتل تر څو شيخ اوسامه ( رحمه الله ) ور وسپاري خو هر ځل د ملاصيب له انکاره سره مخکې کېدل ملاصيب ورته ويل چې دا مسئله راسره د قانون له لارې حل کړى داسې ثبوتونه نړيوالو ته وښايى چې د هغې له مخې اوسامه يو مجرم ثابت شي امارت درې طرحې امريکا ته وړاندې کړې خو امريکا هغه وخت د خپلې ټکنالوژى په نيلى سپره وه هر څه يې د ﺯور له لارې غوښتل په طالبانو يې قسما قسم فشارونه ﺯيات کړل بنديزونه پرې ولګول خو ملا صيب په خپل دريځ ولاړ وه نه يې د فشارو پروا وساتله او نه يې بنديزوعزم معتزلزل کړ د شيخ صيب بې له کوم جرمه نه سپارل يې سره کرښه وه او له را تلونکي پيغور څخه يې ځان وساته
٢- ملاصيب (رحمه الله) کله چې د باميانو د بوت مجسمې د ماتولو او د ابراهيمي سنت د راژوندي کولو تکل يې وکړ نړيوالو د دې مجسمې نه ورانولو په بدل کې د مالي مرستو وعدې وکړې خو ملاصيب رد کړې ملاصيب په جواب کې ورته وويل ﺯه ويرېږم له هغې ورځې چې آواﺯ وشي اي بوت پلورونکي عمره را پاڅه بلکې ﺯه دا خوښووم چې آواﺯ وشي اي بوت ماتوونکي عمره را پاڅه
هو ملاصيب بوت مات کړ خو اومت او ملت ته يې دا پيغور پرې نه ښود چې ملاصيب يا د کفارو له ګواښو ويرېده او يا امتياﺯات يې پرې واخيستل
٣- کله چې امريکايانو په افغانستان د بريد کولو تکل وکړ او ملاصيب ورته اخطارونه ورکول خلکو ويل ملا صيب د امريکايانو ځواک نه دى ليدلى که يې له ﺯور او ﺯر خبر شي بيا به ضرور د امريکا له مخالفته لاس واخلي هو نړيوالو داسې انګېرلې وه چې ملاصيب به امريکا سره معاملې کولو ته تيار شي او خپل حکومت به وساتي خو ملاصيب نه دا چې معامله يې ونه کړه بلکې د امريکا په خلاف يې د جهاد کولو حکم وکړ او اومت يې دې عظيمې فريضې تر سره کولو ته را وباله دولس کاله يې له خپلې کورنۍ ، خپلوانو لرې تير کړ خو اومت ته يې دا پيغور پرې نه ښود چې ملاصيب معامله وکړه بلکې د تاريخ پاڼې يې په خپله شهکارۍ ﺯرينې کړې او په اومت کې يې يو ځل بيا د صليب په وړاندې د جهاد ولوله را ژوندۍ کړه
٤- کله چې د ملا صيب مريضي ﺯياته شوه نور د هېواد د ډاکټرانو په وس پوره نه وه تر څو درملنه يې وکړي نو ملګرو يې ورته وويل چې نورو هېوادو ته به يې د درمل لپاره بوځي خو مشر په خپله خاوره د همدې مرض له امله مرګ ځان ته خوښ ګاڼه خو په امارت يې په راتلونکي کې د غلام ټاپه نه شو برداشت کولى سختې مريضى ته غاړه ورکړه خو تاريخ ته يې پيغور پرې نه ښود
که له يوې خوا ملاصيب خپل وعدې ته ژمن پاتې شو له بلې خوا رښتينو افغانانو ملاصيب ته خپله وفاداري ثابته کړه دې مشر ساتنه يې وکړه خپل بچيان يې د ملا صيب په قيادت کې له خپل دين څخه د دفاع او د اسلامي نيفاﺫ له لپاره قرباني کړل دا چې نن مونږ په امريکا قانون ومانه دا چې مجبوره شوه تر څو له امارت سره د يوې توافقنامې د لاسليک له مخې افغانستان تخليه کېدو ته چمتو شوه دا د ملا صيب د پاک نيت ، خلوص ، ټينګ عزم ، لوړ مورال ، راسخې عقيدې او هغه رب ته له ﺯاريو ، ژړګانو ډکو دعاوو برکت دى دا د هغو استشهاديانو د قربانيو ثمره ده لکه د ابابيل په څېر چې په دوښمنانو ورناﺯل شول
لکه سنګه چې نړيوال پوه دي چې ملا صيب داسې څه کړه وړه نه دي تر سره کړي چې امت ، ملت او يا راتلونکو نسلو ته د پيغور په ډول پاتې شي بلکې ﺯما يقين دى کله چې څو پيړى روسته نسلونه تاريخ د افغانستان لولي نو د هغو خلکو بچيان يا لمسيان چې نن د امريکا په چوپړ کې کې خدمت کوي او د طالب پرضد مقاومت کوي هغوي به هم ملا صيب ، منصور صيىب اتلان بولي او پرې وياړي به ان شاء الله.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.