له کابل ادارې د تېښتو لړۍ زور موندلی !!

لیکنه: الف لام درانی په ډېرو برخو کې مونږ وینوچې کابلۍ ادارې ځینې شمېرې، پېښې او واقعیتونه له مطبوعاتو څخه پټوي اوله هغوی سره یې نه شریکوي، یوخوداچې دمطبوعاتو او رسنیو اتحادیه (نی) لازمه کړې ده ټول هغه راپورونه به نشرته نه سپاري چې دطالبانو بری پکې وي اودهغو په ښه تمامیږي، بل طرف ته […]

لیکنه: الف لام درانی

په ډېرو برخو کې مونږ وینوچې کابلۍ ادارې ځینې شمېرې، پېښې او واقعیتونه له مطبوعاتو څخه پټوي اوله هغوی سره یې نه شریکوي، یوخوداچې دمطبوعاتو او رسنیو اتحادیه (نی) لازمه کړې ده ټول هغه راپورونه به نشرته نه سپاري چې دطالبانو بری پکې وي اودهغو په ښه تمامیږي، بل طرف ته په ډېرو مواردو کې  د کابل اداره  هم هغه څه مطبوعاتو ته نه ورکوي چې د دوی ضعف اوناتواني ښيي .

خوداچې واقعیتونه باید څرګند او ولس بایدخبر شي چې په هیواد کې یې څه تیریږي ؟ دغه اصل ته په پام که یوه لیکوال او آزادې رسنۍ ته له یوه لوري معلومات نه ورکول کیږي او حقایق ترې پټوي، په کار ده چې له بل لوري خپل معلومات ترلاسه کړي که څه هم هغه مخالف اومقابل جهت وي، خو چې حقایق وویل او ولس له واقعیتونو نه خبر شي .دغه هدف ته درسېدو په پار مو دیوه داسې حقیقت او واقعیت په راسپړلو قلم راپورته کړی چې  حکومت پرې خوله پټه کړې اوپه دې اړه له څه ویلو انکار کوي، او هغه له حکومتي لیکو څخه په براخه پیمانه دبرحاله عسکرو او منسوبینو تېښته اوجلاوالی دی .

په دې اړه دافغانستان اسلامي امارت د دعوت  وارشاد، جلب وجذب کمیسیون خبرورکړی چې یواځې دتېرې مارچ  په میاشت کې دکابل حکومت (۷۶۰ ) تنه عسکر او منسوبین دوی ته تسلیم شوي،  او یو تفصیلي راپور یې پرې نشر کړی ، په راپور کې دهر تن نوم، دپلارنوم، ولایت، ولسوالۍ، کلی، رتبه، مسؤلیت، تصویر، دراتلو نېټه ، له ځان سره دراوړې وسلې نوعیت او نور حال په تفصیل سره راوړل شوی همداسې یې که دهرې میاشتې راپور وکتل شي په هره میاشت کې خبره له سوونو څخه اوړي .

په خواله رسنیو کې مو دغه ډول خبرونه بار بار مخته  کیږي اومونږ وینوچې دیولړ حکومتي عسکرودتسلیمۍ خبرونه له عکسونو سره خپریږي،که د دعوت وارشاد د دغه راپور دقت او کروه والي ته پام وکړو، ښيي چې په دې اړه پورته شمېره دقیقه او واقعیت دی، همدالامل دی چې په دې موضوع کې مو په پورته راپور استناد کړی، ځکه چې له دومره تفصیل او وضاحت سره انکار ترې محال کیږي اولمر بیا په دوو ګوتو نه پټیږي.

مهمه داده چې وپوښتل شي ولې له دومره امکاناتو، اوږدمهاله پروګرامونو، اوږدو تشکیلونو، نړیوال ملاتړ، نړیوالو مرستواو دناټو له غوڅ ملاتړ سره سره بیاهم دکابل  اداره  له ټولو امنیتي اوملکي ارګانونو :  اردو،  پولیسو،   امنیت، ولایتي او مرکزي حکومتي لیکو څخه په درځنو درځنو عسکر اومنسوبین تېښته کوي ؟! او بیا وکتل شي چې چېرته ځي اوله چاسره یوځای کیږي ؟!

دلته به ډېر داسې عوامل او اسباب خامخا وي چې د دغه فضاحت او شرمندګي لامل ګرځي، دغه خلک په خپلو څرګندونو کې په ښکاره وايي چې لومړی خو هلته زمونږ هغه حقوق خوندي نه و چې حکومت باید مونږ ته زمونږ دخدمت په بدل کې راکړي وای، په میاشتو میاشتو تنخواوې نه ورکول کیږي، اوچې ورکول کیږي دریمه یې هم دوی ته نه رسیږي، وايي : که مونږ ووژل  شو یا زخمي شو زمونږ دبچیانو اوکورونو بیاهيڅ پوښتنه نه  کیږي، اوترهغو چې زمونږ له ژوند او صحت څخه استفاده کیږي یوڅه حساب راباندې کیږي، خو بیا وروسته په انسانانو کې هم نه ګڼل کیږو .

دوی وايي له حکومتي لیکو څخه زمونږ دجلاکېدو اصلي سبب دادی چې مونږ تېرایستل شوي یو، له مونږ څخه ډېر رازونه او حقایق پټ ساتل کېدل، مونږ ته ویل کېدل چې طالبان پاکستانیان  دي او زمونږ جګړه دخپلواکۍ او دوطن ساتنې جګړه ده، خو چاپې او تالاشۍ  یې راباندې په افغانستان کې دافغانانو په کورونو کولې چې اختیار به هم بیاله مونږ سره نه و، بلکې چې امریکایانو به څه ویل هغسې به کېدل، دلته مو دطالبانو خبره زړونوته ولوېده چې داخو رښتیاهم مونږ غلامان یو اودامریکایانو غلامان !!.

په کومو سیموکې به چې دطالبانو واک و هلته به ډېرامنیت اودهرچا حق خوندي و ، خو مونږ ته به ویل کېدل چې طالبان له یوه سره خلک وژني، ښځې اوماشومان ټول له منځه وړي اویا وهل ټکول ورکوي . زمونږ له لوري به چې کوم عسکر طالبانو ژوندي ونیول اویابه تسلیم شول له هغوی سره به ډېره ښه رویه کېدله اوهیڅ په هیڅه یې نه وژل .

داچې مونږ به په حکومتي دندو کې وو خپلو سیموته هیڅکله نه شوای تلای چې دطالبانو ترولکې لاندې وې، خو اوس چې راغلي یو دهیڅ خطر احساس نه کوو. مونږ چې له مور اوپلاره مسلمانان یو، په رښتیا هم چې هلته مو یوعمل هم دمسلمانۍ نه و، تردې چې زنا، لواطت او حتی شراب هم څښل کېدل .

هلته چې مونږوکتل یواځې یوڅه و اوهرڅه په همدې یوه خبره راڅرخېدل اوهغه داچې دهرچا داکوښښ و چې هرڅه دځان کړي اوڅومره چې دچا لاس رسیده په هماغومره قوت یې ځانته کش و، په همدې حساب کېده اوهمدې ته کار ویل کېدل .له ولس سره خواخوږي اودمظلوم غږ اورېدل مونه دي لیدلي، بلکې زمونږ دخپلسریو او بې بندباریو څخه خلک ډېر په تنګ وو، خو دلته یې دسر په سترګو وینو چې مجاهدین خپل وس له چانه سپموي .

درشوت اوخیانت خو انتها نه وه، هیڅ یوکار له رشوت ورکولو پرته نه کیږي، که هرڅومره به ستاخپل قانوني حق وي، خو چې ترڅو دې اړونده شخص یاټولې څانګې ته څه نه وي ورکړي هماغه قانوني حق به دې اجرا نه شي . نه تنها داچې دغه نیمګړتیااوخیانتونه په ښکته طبقه مسؤلینو کې دي، بلکې هغه دسر په خلکو کې هم همدا حال دی .

که پورته څرګندونې په انصاف او د دریمګړي په نظر نقد شي ، څه فکر کوئ چې ترڅومره حده حق اوپه حقیقتونو ولاړې دي ؟!! ایا اوسنۍ افغاني ټولنه په همدغو واقعیتونو ولاړه نه ده ؟!! ایا دا هغه ترخه حقایق او اسباب نه دي چې د تېښتو دغې لړۍ ته یې زور ورکړی ؟؟!

هو! دا هغه لاملونه اوعوامل دي چې له کابل حکومت څخه دعسکرو او امنیتي منسوبینودتېښتې لړۍ رښتونې کوي او ښيي چې مقابل لوری طالبانو دجګړې له مهار سره د دې توانمندي هم موندلې چې حکومتي منسوبین په خپل اعتماد کې واخلي اودحکومت تضعیف اوله پښو لوېدلوته له یوې بلې لارې هم ځانونه ورسوي ، که له حکومتي لیکو څخه دتېښتې دغه لړۍ په همدومره چټکۍ دوام ولري ، لرې نه ده چې دحکومتي ډانچې یوه لویه کتله به جلاکړي او جبران به یې په هیڅ صورت ورته ممکن نه وي .