نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکوال؛ جاوید افغان څو ورځې وړاندې د پکتيا ولایت په مرکز ګرديز کې د نظامي ځواک د قومندې مهم مرکز (عسکري کلوپ) د اسلامي امارت د استشهادي کنډک له لورې په نښه شو، او د موټر په واسطه پکې قوي استشهادي برید تر سره شو چې په پايله کې يې د کابل ادارې ګڼ شمېر […]
لیکوال؛ جاوید افغان
څو ورځې وړاندې د پکتيا ولایت په مرکز ګرديز کې د نظامي ځواک د قومندې مهم مرکز (عسکري کلوپ) د اسلامي امارت د استشهادي کنډک له لورې په نښه شو، او د موټر په واسطه پکې قوي استشهادي برید تر سره شو چې په پايله کې يې د کابل ادارې ګڼ شمېر د نظامي ځواک عسکر، روزونكي، پوليس، او کارکونکې مړه او ژوبل شول.
یاد بريد په داسي حال کې تر سره شو چې تر دغه دوه ورځې وړاندې د کابل ادارې مشر اشرفغني د اسلامي امارت د مجاهدينو په خلاف د عملياتو (!) تر نامه لاندې خورا لاپې شاپې و ویشتې، چې په وینا يې نور به له دفاعي حالت څخه وزي او تعارضي حالت اختياره وي.
د یاد بريد د جزئیاتو په اړه مي د اسلامي امارت له ویاند ښاغلي ذبيح الله مجاهد صاحب تازه مرکه لرله، او زما پوښتنې چې د ياد برید او د بنديانو د نه خلاصون په اړه وې په سړه سینه راته ځواب کړې او زیاته یې کړه!
یاد برید مو د کابل ادارې د مشر لخوا د عملياتو د اعلان په غبرګون کې کړی، چې ویل يې د اسلامي امارت په خلاف به د عملياتو پيل له پکتيا ولایت څخه وي، نو ځکه اسلامي امارت هم په پکتيا ولایت کې د کابل ادارې مهم مرکز د برید لپاره هدف و ګرزاوه.
د بنديانو د خلاصون په اړه يې راته و ویل، بنديان باید خلاص شي تر څو د اعتماد فضا رامنځته شي او تر څنګ يې بین الافغاني مذاکراتو ته لار هوار شي، که بالفرض د بنديانو خلاصون نور هم له ځنډ سره مخکیږي او زموږ په خلاف عمليات اعلانیږي نو طبعي ده چې موږ به له ځانه دفاع کوو او ورته پېښې به لا زياتې شي.
د پکتيا ولایت له برید وروسته وړمه ورځ په غزني ولایت کې هم د ۰۶ قطعې او ۷۰۳ کنډک تر نامه لاندې د دښمن مشترک مرکز د هاموې ټانک په واسطه د استشهادي مجاهد زید کندهاري تقبله الله لخوا په خاص مهارت سره تر برید لاندې ونيول شو، چې د کره معلوماتو په اساس پکې د قومندان نقيب الله ارګوني په شمول د دښمن لسګونه تنه عسکر، پوليس، او استخباراتي کارمندان مړه او ژوبل شول.
د مجاهد صاحب له څرګندونو څخه داسي انګیرل کيږي که د بنديانو خلاصون چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره دروازه ده ژر پیل نشي، کیدای شي ورته بريدونه تر دغه هم زیات شي او وضعیت لا وخیم شي.
په دغسي حساس وخت کې څه کول په کار دي؟!
۱- امريکا باید خپل مسؤلیت ادا کړي او هغه دا چې ژر تر ژره دي د بنديانو په خلاصون چې د توافق نامې مهم اړخ بلل کيږي لارې چارې پيل کړي، او ځان دي له ملامتیا څخه وژغوري، تر څو بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره شي.
۲- د کابل ادارې د مشر لخوا اعلان شوې عمليات چې هره ورځ زموږ د ملکي هېواد والو لپاره د شهادت سبب ګرزي باید جداً ودريږي، ولي چې د توافق نامې له مخې امریکا + د امريکا په لاس جوړه شوې د کابل اداره نشي کولای د ملکي هیواد والو په کلیو او کورونو باندې چاپې و وهي یا يې بمبارد کړي او د ملکیانو ژوند له خطر سره مواجه کړي!
۳- د کابل ادارې عسکر هم باید نور ځان د غفلت له خوبه بیدار کړي او درک کړي چې د دوي وژل کیدل د پرديو ګټو او د کابل د غبرګولي حکومت اشرف غني + عبدالله د قدرت د بقاء لپاره دي، نۀ تش په نامه د وطن ساتلو (!) لپاره.
موږ وینو چې د دوی له مرګ څخه وروسته د دوی له کورنیو سره د کابل ادارې د عسکرو چلند څومره بد او غیر انساني وي، حتی چې د جنسي ځورونو آوازې يې رسنيزې شوې او تر هر چا پورې ورسيدې، باید نور حقیقت درک کړي او د اسلامي امارت مجاهدينو ته تسلیم شي تر څو يې د دنيا تر څنګ آخرت هم روښانه شي!
۴- که د اشرف غني لخوا د ملکي خلکو په کورونو بمبارونه او چاپې و نۀ درول شي، او د بندیانو خلاصون په چټکۍ سره پيل نشي، نو خلک متل کوي وای د پلالې اور تر درمنده رسيږي! مطلب دا چې د پکتيا او غزني د بريدونو په څیر به په پلازمينه کابل، او د هيواد په نورو برخو کې هم د کابل ادارې مراکز مصئونیت پيدا نکړي، او ډير ژره به د خپلو کړنو سزا و ويني چې د هرې پېښې مسؤلیت به بیا هم د امريکا + د کابل ادارې په غاړه وي. ان شاءالله العزيز …
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.