نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
حبیب مجاهد: د کب د میاشتې په لسمه نیټه چې د فبروري له ۲۹ مې سره برابره وه، په قطر کې د اسلامي امارت استازو له امریکایي اړخ سره د اشغال د خاتمې تړون امضاء کړ. د دې تړون د سیاسي او تاریخي اهمیت په اړه ډیر څه لیکل شوي او لیکل کیږي. دلته غواړو […]
حبیب مجاهد: د کب د میاشتې په لسمه نیټه چې د فبروري له ۲۹ مې سره برابره وه، په قطر کې د اسلامي امارت استازو له امریکایي اړخ سره د اشغال د خاتمې تړون امضاء کړ. د دې تړون د سیاسي او تاریخي اهمیت په اړه ډیر څه لیکل شوي او لیکل کیږي. دلته غواړو د دې تړون په یو بل مثبت اړخ او ګټوره پایله رڼا واچوو چې د تړون له امضاء وروسته یې موږ هره ورځ شاهدان یو. د اشغال د خاتمې د تړون له امضاء وروسته اګر که د کابل ګوډاګي چارواکي لا هم هڅه کوي د دې تړون د اجراء په لاره کې خنډونه ایجاد کړي. خو بل اړخ ته د رژیم په لیکو کې ولاړ عسکر او ټیټ پوړي چارواکي داسې فکر نه لري. د تړون امضاء د رژیم په صفوفو کې د اکثرو عسکرو په اذهانو مثبت اثر کړی دی. د هغوی افکار یې روښانه کړي دي او د اسلامي امارت حقانیت ورته د لمر په څیر واضح شوی دی. له همدې امله خو موږ د تړون له امضاء وروسته درګرده اورو چې د رژیم عسکر په ډلو ډلو له مخالفت لاس اخلي، د اسلامي امارت د دعوت غږ ته لبیک وایي، د دښمن له صف څخه را جلا کیږي او خپلې وسلې مجاهدینو ته سپاري. د بیلګې په توګه د مارچ میاشتې په پنځمه د غور په دولتیار کې دیرش تنه اربکیان مجاهدینو ته تسلیم شول. د مارچ په ۱۷ مه په بغلان کې شل تنه اربکیان او عسکر د دښمن له صف څخه رابیل شول. په ورپسې ورځ د لغمان ولایت مرکز مهترلام اړوند کرنج ابه سیمه کې نهه تنه اربکیانو خپله پوسته له ټولو وسائلو او تجهیزاتو سره مجاهدینو ته تسلیم کړه. په همدې ورځ د بغلان په پلخمري کې ۷ تنه نور عسکر هم تسلیم شول. په مارچ په ۱۸ مه نیټه الاماره ویب پاڼې خبر ورکړ چې د بلخ ولایت، په خاص بلخ، چمتال، شولګر، او زارع ولسوالیو کې د کابل رژیم ۱۴ تنه عسکر، پولیس او اربکیان د اسلامي امارت د جلب او جذب کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د حقائقو د درک په نتیجه کې له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول. درې ورځې بعد په همدې بلخ کې د چمتال، کلدار، دولت اباد او خاص بلخ ولسوالیو مربوطاتو کې د کابل رژیم ۱۵عسکر او پولیس له مجاهدینو سره یو ځای شول. د مارچ په ۲۱ مه نیټه د اسلامي امارت ویاند خبر ورکړ چې د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ اړوند د استوبه په سیمه کې یوتن اربکی قومندان (ناصر) له خپلو ۲۵ تنه ملګرو او ټولو وسلو اومهماتو سره دحقائقوپه درک کولو داسلامي امارت مجاهدینوته راغی او د دښمن له صف څخه یې ځان را جلا کړ. په همدې ورځ الاماره ویب پاڼې ولیکل چې د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د سیمې د مجاهدینو په همکاري د مزدور رژیم ۲۸ عسکر، پولیس، اربکیان او نور له مجاهدینو سره یو ځای شوي دي. د تسلیمیو لړۍ لا هم جریان لري او څو ورځې وړاندې د لغمان په دولت شاه کې د ۱۲ تنو عسکرو او اربکیانو د تسلیمۍ راپور ورکړل شو. دا هغه څو عمده او مهمې پیښې وې چې په مسلسل ډول د تیرو څو اونیو به جریان کې پیښې شوې دي، د دښمن له صف سره د پریکون او اسلامي امارت ته د راتګ مکمل تفصیل د دعوت و ارشاد کمیسیون په هغه میاشتي راپور کې کتلی شئ چې د هرې میاشتې په پای کې له الاماره ویب پاڼې څخه خپریږي. د دښمن له صف څخه د عسکرو، اربکیانو او نورو کارمندانو دا ډول ډله ییز راوتل او له اسلامي امارت سره پیوستون ثابتوي چې د کب د لسمې تړون د دښمن په لیکو کې د ولاړو کسانو اذهان تنویر کړي دي. هغوی پوه شوي چې امریکایان د انګریزانو او شورویانو په شان اشغالګر وو چې دوی یې د خپلو ګټو او دفاع لپاره استخدامول. دوی په دې هم پوه شوي چې د اسلامي امارت مجاهدین د ولس واقعي استازي، د الله تعالی د لارې فداکار مبارزین او د هیواد او ولس ویاړلي مدافعین دي، چې په تاریخ کې به د غازي ایوب خان، اکبر خان، میر مسجدي خان او غازي محمد جانخان غوندې په ویاړلو القابو او نومونو یادیږي. د دښمن په لیکو کې ولاړ عسکر په دې هم پوهیږي چې که دوی له مخالفت او د اشغالګرو له ملاتړ لاس وانخلي نو انجام به یې د شاشجاع، ببرک کارمل او هغوی کمونیستانو په شان وي چې د شورویانو لپاره له خپل ولس سره جنګیدل او تر اوسه پورې نه یوازې خپل ځان بلکې خپلو کورنیو ته هم پیغور دي. دوی په دې هم پوهیږي چې د خیر مصلحت لاره دا ده چې د اشغالګرو تر وتلو وروسته افغانان په اسلامي او ملي مشترکاتو سره را ټول شي. له بې ځایه سرزورۍ او مخالفت لاس واخلي او ټول د په اتفاق سره د الله تعالی د دین په رسۍ لاسونه محکم کړي. بالمقابل د افغانستان اسلامي امارت هم د دښمن په لیکو کې ولاړو کسانو ته همیشه خپل د خواخوږۍ پیغام رسولی دی. هغوی ته یې خپله د اخلاص سینه پراخه کړې او له تسلیمۍ وروسته د عفوې فرمان یې ورته اعلان کړی دی. په دې سره ټولو هغو کسانو ته چې پخوا د بیلابیلو عواملو له وجې د اشغالګرو په صف کې ولاړ وو یو دا زرین فرصت دی. چې د پیوستون له دې بهیر سره ملګري شي او د ګوډاګي رژیم له صفوفو سره پریکون وکړي. موږ د کب د لسمې له تړون وروسته د عسکرو د پیوستون دغه سلسله په نیک فال نیسو او الله تعالی ته دعاء کوو چې ټولو لارورکو ته هدایت ورنصیب کړي. تر څو خپل دیني او افغاني اصالت ته راستانه شي. چې په دې سره به الله تعالی د راتلونکې ستونزې هم برطرفې کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.