نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
میوند سادات: د اسلامي امارت او امریکا تر منځ دهوکړه لیک څخه وروسته د هیواد د ازادۍ او سولې مړاوې هیلې را ژوندۍ شوې. دهیواد په مختلفو برخو کې دتوافقنامې په ملاتړ پراخې ولسي غونډې جوړې شوې. خو متاسفانه امریکا په پرلسپې توګه په خپله او دکابل رژیم په توسط له شوې موافقې سرغړونې کړې […]
میوند سادات:
د اسلامي امارت او امریکا تر منځ دهوکړه لیک څخه وروسته د هیواد د ازادۍ او سولې مړاوې هیلې را ژوندۍ شوې. دهیواد په مختلفو برخو کې دتوافقنامې په ملاتړ پراخې ولسي غونډې جوړې شوې. خو متاسفانه امریکا په پرلسپې توګه په خپله او دکابل رژیم په توسط له شوې موافقې سرغړونې کړې او لا یې هم په پوځي او سیاسي برخو کې تخطیانې روانې دي!! مثلا: د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ هوکره لیک کې راغلي چې امریکا او کابل اداره به دجګړې له ځای او جریان پرته هوایې برید نه کوي، خو امریکا له توافقنامې څو ورځې وروسته دهلمند په نهرسراج کې په داسي حال کې پر مجاهدینو حمله وکړه چې جګړه ختمه شوې وه او مجاهدین د جنګ له ډګره وتلي وو. له یادې شوې پیښې وروسته امریکا او کابل رژیم دهیواد په بیلابیلو برخو کې پر مجاهدینو او ولسي هیوادوالو ګڼ بریدونه وکړل چې له امله یې ولسي خلکو ته زیاته مرګ ژوبله او مالي زیانونه واوښتل. دکندز په دښت ارچې، امام صاحب، بغلان، فاریاب، هلمند، زابل، ارزګان، بدخشان، بلخ،کندهار،غزني،کاپیسا، پکتیکا او…. دیرغلګرو او کابل رژیم په بمبارونو، ډرون او توغندیزو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، کورونه یې ویجاړ شول او شتمنۍ یې له منځه ولاړې. له توافقنامې څخه دمقابل طرف د سرغړونو په لړ کې بله لویه تخطي داسیرانو دتبادلې ځنډ دی. لکه څنګه چې په هوکره لیک کې ژمنه شوې وه چې دمارچ په لومړۍ لسیزه کې به داسلامي امارت ۵۰۰۰ تنه بندیان دکابل ادارې له ۱۰۰۰ تنو زندانیانو سره تبادله کیږي، خو څه کم یوه میاشت وروسته لا هم داسیرانو تبادله نه ده پیل شوې. داسیرانو تبادله که له یوې خوا کاملا یوه بشري او عاطفي موضوع ده، له بله اړخه داسیرانو تبادله د بین الافغاني مذاکراتو دپیل کیلي هم ده. ځکه په هوکړه لیک کې واضح لیکل شوي چې دمارچ ترلسمې مخکې به داسلامي امارت ۵۰۰۰ تنه بندیان خوشي کیږي او په همدې ټاکل شوې نیټې به بین الافغاني خبرې شروع کیږي. نو اوس چې څومره داسیرانو تبادله ځنډیږي، هومره ورسره بین الافغاني خبرې وروسته کیږي. د زندانیانو تبادله کې خنډ که د امریکا په خوښه او یا ناخوښه وي، خو بین الافغاني مذاکرات وروسته کوي او دبین الافغاني خبرو ځنډ جګړه روانه ساتي او سوله برمته کوي. نو کوم جهت چې دبندیانو دخلاصون موضوع کې پلمې تراشي، په واقعیت کې دسولې چانس او ارزښت په لغته وهي، دجګړې پر اور تېل پاشي او په همدې اور کې خپلې ناروا موخې لټوي!! اسلامي امارت له امریکا سره د ترسره کړې موافقتنامې د پریکړو سره سم خپله دنده ترسره کړې. دهوکړه لیک له هیڅ یوې مادې څخه یې سرغړونه، نه ده کړې. آن مقابل جهت هم اعتراف کوي چې امارت پر خپلو ترسره کړو ژمنو درېدلی او تر اوسه یې داسي څه نه دي ترسره کړي چې له هوکړه لیک سره ټکر وبلل شي. نو امریکا هم باید د موافقتنامې سره سم خپلې ژمنې پوره کړي او بل چاه ته هم اجازه ورنه کړي چې د توافقنامې ضد کړنې او څرګندونې وکړې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.