له بالا مرغابه د وحشيانو وروستۍ کډه؛ د ولس د ربړونو پای!!

لیکوال نوراني “عزام” درنو لوستونکو! د نن ورځې تازه خبر دی چې د بادغیس ولایت مرغاب ولسوالۍ کې د کابل ادارې وروستۍ قرارګاه هم تخلیه شوه، راځئ دلته ولولو چې د یادي قرارګاه جنايتکارو عسکرو څومره جنایتونه ترسره کړي؟ او په تخلیې سره به یې د مرغاب ولسوالۍ میشت ولسونه څومره هوسا شي؟ کابو یو […]

لیکوال نوراني “عزام”
درنو لوستونکو!
د نن ورځې تازه خبر دی چې د بادغیس ولایت مرغاب ولسوالۍ کې د کابل ادارې وروستۍ قرارګاه هم تخلیه شوه، راځئ دلته ولولو چې د یادي قرارګاه جنايتکارو عسکرو څومره جنایتونه ترسره کړي؟ او په تخلیې سره به یې د مرغاب ولسوالۍ میشت ولسونه څومره هوسا شي؟

کابو یو نیم کال وړاندي د اسلامي امارت مجاهدینو د بادغیس ولایت مرغاب ولسوالۍ د مرکز په ګډون د یادي ولسوالۍ په ټولو امنيتي او دفاعي پوستو او قراګاوو د یو ځانګړي تاکتیک او پلان له مخي پراخ ځپونکي تعرضي عملیات او بریدونه پیل کړل، چې له امله یې د ولسوالۍ د مرکز په ګډون امنیه قمنداني، د ولسوالۍ بازار او ټولي دفاعي او امنیتي پوستې فتحه شوې او سلګونه میله سپکه او درنه وسله، هاموي ټانګونه، شوبلي، رینجر موټرونه او نور مختلف النوع وسایل او وسایط د اسلامي امارت د مجاهدینو لاسته ورغله.
د اسلامي امارت د مجاهدینو په دې بریمنو او ځپونکو عملیاتو کې له دښمن څخه د ترلاسه شويو غنیمتونو تر څنګ د دښمن لسګونه تنه عسکر مړه او ژوبل شول او د دښمن لسګونه هغه افراد او قوماندانان چې نه یې غوښتل خپل ژوند له لاسه ورکړي د اسلامي امارت مجاهدینو ته تسلیم شول، له تسلیمېدو وروسته د اسلامي امارت لخوا تر دې تضمین وروسته چې نور به د دښمن لیکو ته نه ستنیږي د دعوت او ارشاد د مسؤلینو له لوري د امن د کارټونو او د کور تر کرايې وروسته خپلو کورونو ته په پوره ډاډ سره ولیږل شول.

دولسوالۍ ترسقوط وروسته:
کله چې د مرغاب ولسوالي، امنیه قمنداني او د ولسوالۍ د بازار ټولي پوستې فتحه شوې د کابل ادارې ځیني هغه عسکر چې د مجاهدینو د بریدونو له ډاره تښتیدلي وو د ولسوالۍ ختیځ طرفته یې د ولسوالۍ په کچه د کابل ادارې تر ټولو لویې قرارګاه ته پناه یو وړه او هلته د قرارګاه له میشتو عسکرو سره یو ځای شول،
له کله نه چې ولسوالۍ سقوط وکړ؛ له یادي قرارګاه څخه د ملکي هيوادوالو په کورونو د هاوان او ډیسي توپ ړانده بریدونه پیل شول چې د همدې یو نیم کال په اوږدو کې یې لسګونه بیګناه هیوادوال شهیدان، لسګونه زخمیان او یوشمیر بیګناه هیوادوال له سر پناه څخه بي برخي کړل.
دا چې د یادي قرارګاه او د ولسوالۍ د بازار ترمنځ د مرغاب لوي رود پروت دی او د دې رود عمومي پُل د قرارګاه تر مخ تیر شوی او د هرات او فاریاب حلقوي سړک هم دې پله نښلولی، له همدي امله د دي حلقوي سړک او د ولسوالۍ د دواړو خواوو د ولسونو او مسافرو د موټرانو او نورو وسایلو د تګ راتګ لپاره هم دا یوپُل موجود وو او د تګ راتګ لپاره له همدې پله کار اخیسته کېده.
کله چې ولسوالۍ فتحه شوه او دښمن ته یواځي همدا قرارګاه پاتي شوه نو له همدې قرارګاه څخه د هري ورځي ړندو بریدونو ترڅنګ د ښمن په ډیره سپین سترګۍ سره یاد پُل ونړاوه او ټول حلقوي سړک یې د ترانسپورټ او د ولسونو د تګ راتګ پر مخ و تاړه.
د کابل ادارې له لوري د دې پله له تخریب او لاري بندېدو وروسته د سیمي خلکو په خپل مالي لګښت د ولسوالۍ لویديځ طرفته له ولسوالۍ څخه په شاوخوا دوه کیلو متره فاصله کې په رود باندي بل پل جوړ کړ او له دې لاري به د حلقوي سړک او د رود د دواړو طرفونو ولسونواو موټرونو تګ راتګ کاوه، چې تر یوې اندازې یې د ولسونو مشکلات حل کړي وو.
کله چې بُزدله دښمن ولیدل چې د حلقوي سړک او د رود د دواړو خواوو د ولسونو په رود باندي د اوښتلو ستونځه تر یوه بریده حل شوه، نو یې په خورا قساوت او دښمنۍ سره د ولسي خلکو په مالي لګښت د جوړ شوي پله په طرف د ډیسي توپ بریدونه پیل کړه، چې د بریدونو له امله ګڼ شمېر ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، سره له دې چې دوښمن خپل ټول زور و ازمایه خو بیاهم ونه توانیده چې د ولسي خلکو یاد پُل له منځه یوسي
بالاخره یې د ولس په همدې یواځنۍ اسره او شتمني هوایې بریدونه وکړه او یاد پُل یې له منځه یو وړ، چې په دې وحشت سره یې هم د ولس خواري له خاورو سره خاوري کړه او هم یې یو ځلي بیا حلقوي سړک او د رود د دواړو طرفونو ولسونو له تګ راتګ څخه محروم کړل،
د کابل ادارې لخوا د ولسي خلکو د یاد پله تر تخریب وروسته د رود د دواړو طرفونو ولسونه یو ځل بیا سره جرګه شوه او تر سلا مشورو وروسته یې پریکړه وکړه چې دا ځل به د خلکو د تګ راتګ لپاره وړي کښتی اخلو چې د دواړو خواوو خلګ به ورڅخه استفاده کوي، تر دې وروسته ولسي خلکو د هرات په ښار کې وړې کښتی جوړي کړې او په رود باندي یې د خلګو د تګ راتګ لپاره نصب کړي چې تر یوه بریده یې یوځلي بیا د دواړو خوا د تګ راتګ ستونزې حل کړې،‌ دوې ورځي لا نه وې تیري شوي چې له یادي قرارګاه څخه یوځل بیا د ډیسي توپونو بریدونه پیل شوه خو لله الحمد په دې توپونو بیاهم کښتیو ته کوم زیان ونه رسیده چې بیایې له هوایې ځواک څخه کار واخیست او د ولسي خلکو دا کښتی يې چې ډیری یې په قرض اخیستل شوي وې له منځه یو وړې.
د دې ترڅنګ د دښمن د یادي قرارګاه وحشيانو هغه وخت چې له ولسوالۍ څخه قرارګاه ته ستنېدل د ولسوالۍ بازار چې د بادغیس ولایت په کچه یو ښائسته او په زړه پوري بازار ګڼل کېده لومړی چور او وروسته ټول ونړاوه او د ولسوالۍ د بازار ټول اوسیدونکي يې له خپلو کورونو څخه په زورایستلو ته اړ کړل چې له امله یې د دوکانونو مالکانو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان واوښت، همداراز دیادي قرارګاه لخوا د ولسوالۍ په پنځه کیلومټرۍ کې هغه ولسي دودیزه میله چې د ولسوالۍ د بازار د نه شتون له امله د خلکو د ستونزو د حل لپاره جوړېدل هر وخت به په ډیسي توپونو ویشتل کېده چې په نتیجه کې به یې ولسي خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اوښتل، همداراز د دې قرار ګاه لخوا به په روزمره توګه د ولسوالۍ هر طرفته ډیسي توپونه ویشتل کېده چې د ولسي خلکو د سر او مال درانه زيانونه به یې اړول.
الحمد لله نن یې په تخلیې سره د ولسوالۍ ټول ولسونه د ارام ساه اخلي او حلقوي سړک به یو ځل بیا د لویو او وړو موټرو پر مخ خلاص وي ان شاء الله!
نور به ډیسي توپونه او هوانونه د ولسي خلکو په کورونو نه ویشتل کیږي او د ولسوالۍ ویجاړ بازار به بيرته ژر ورغول شيي. ان شاء الله