فاتح ځواک کوم پیغام له ځان سره لري؟

تکل مبین د فاتح ځواک په نوم د طالبانو نوی ویډیویي اصدار، چې خورا د پرمختلليو او قوي تمریناتو صحنې په کې نندارې ته وړاندې شوي دي او له هر اړخه په تول پوره پسولل شوی دی، تازه د الهجرة سټوډيو لخوا وړاندې شوی دی. دا اصدار چې په کم ساري حيرانونکو او جالبو پوځي […]

تکل مبین

د فاتح ځواک په نوم د طالبانو نوی ویډیویي اصدار، چې خورا د پرمختلليو او قوي تمریناتو صحنې په کې نندارې ته وړاندې شوي دي او له هر اړخه په تول پوره پسولل شوی دی، تازه د الهجرة سټوډيو لخوا وړاندې شوی دی.

دا اصدار چې په کم ساري حيرانونکو او جالبو پوځي مهارتونو او پوځي تکتیکونو راټول دی، په کې د افغانستان اسلامي امارت د ځینو مخکښو علمي او نظامي شخصيتونو پيغامونو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

په دغه ویډیویي اصدار کې داسې صحنې هم راوړل شوې دي، چې تر دې مخکې مو د طالبانو په هیڅ یو پوځي اصدار کې نه دي تر سترګو شوي، چې په کې په ډبرينو غرونو او دښتو کې سخت ترین فوځي تمرینونه، په اوبو او خټینو مسیرونو کې ځغلنده تګ، دنګو او هسکو سیمو ته د رسیو په مټ تیز ختل او بیا له هغه ځایه هدف ویشتونکي فیرونه کول، په پړي یا رسۍ باندې په افقي ډول سخت ترین تګ او نور سخت فوځي تمرینات د دغه فلم هغه صحنې دې، چې جلبوونکې برخې جوړوي او د لیدونکو ټوله توجه ځانته جذبوي.

د فاتح ځواک په نوم دا حساس فلم په داسې حساسو شيبو کې وړاندې کيږي، چې اشغالګرو فوځونو نوره دلته بشپړه ماتې خوړلې او د خپلو فوځیانو د ويستلو او کډو بارولو په درشل کې دي؛ خو د کابل شوړیدلې، ترهیدلي او ګوډاګۍ اداره بیا د واک او ځواک دروغجنې لاپې شاپې او اوتې بوتې غګوي، چې په داسې وخت کې د دغه کمساري فلم نشرول له ځان سره لاندې یو شمیر پیغامونه لري:

لومړی پیغام یې د کابل ادارې ته دی:
د فلم په سر کې د فلم د راتلونکو صحنو تر لنډیز وروسته د طالبانو د تیر ۱۹ کلن جهادي بهیر په شمیر څو ويډيويي صحنې هم راخیستل شوي دي، چې يوه په کې د حامد کرزي په دوره کې د جشن لمانځنې پر مهال د څو تنو په شمیر سرتیرو بریدګرو طالبانو لخوا شپیته زره کسیز وسلوال لښکر ته د ډول او سورڼي سره د مڼډې ورکولو ده او په دې توګه یې د کابل ادارې ته وریاده کړې ده، چې نور نو منډې هم مثبته نتیجه نه ورکوي او اوس ” له تسليمۍ څخه پرته بله لار نه لرئ”.

دوهم پیغام یې سمه ییز ژورنال ته دی:
په فلم کې د سپکو او درنو وسلو ویشتل، دقیق هدف نښه ګرځول او دا ډول د نورو داسې پوځي نمایشاتو ښوودنه شوې ده، چې آن د نړۍ د ډیرو پرمختللو هیوادونو پوځونه یې نه لري، چې دا بیا سمیېز ژورنال ته یو ډول پیغام و، په ځانګړې توګه هغوی ته، چې غواړي دلته د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره چريکي او افراطي ډلې او ټپلې مسلح کړي او په دې توګه طالبان وننګوي.

درېیم پیغام یې اشغالګرو ته دی:
د فاتح ځواک بل پیغام دا دی، چې طالبان په دې توګه د امریکا په مشرۍ نړیوال زبر ځواک ته دا ورښوودل غواړي، چې که له شوي تړون یې هر ډول سرغړونه وکړه؛ نو په سخته بیه به ورته تمامه شي او دوی اوس کولی شي، چې په هر ډول حالاتو کې مقابل لوري ته ځپوونکي ګزارونه ورکړي.

څلورم پیغام یې نړیوالو ته دی:
په اوس وخت کې چې د افغانستان په هکله هره سیاسي ناسته او هره وړه او لویه خبره د طالبانو له سياسي مشرانو پرته نيمګړې او څوک یې نشي کولی، نو په داسې پيچلې وخت کې د دغه کمساري فلم په وړاندې کولو سره طالبان نړیوالو ته دا ورښایي، چې نه تنها د افغانستان سیاسي څښتنان دي؛ بلکې په فوځي لحاظ هم دوی د دې خاورې اصلي مالکان دي او د بهرنیانو له وتلو وروسته اوس دوی دلته هر ډول حالاتو ته بشپړ چمتووالی لري او د سیاسي برخې ترڅنګ یې پوځي ځواک تر ټولو پیاوړې کچې ته رسیدلی دی.

پنځم پیغام یې افغانانو ته دی:
د دغه مهم فلم په یوه برخه کې د طالبانو د نظامي کمیسیون غړی شیخ نورالله منیر فارغ شوي ځوانان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کوي او هغوی د اسلامي نظام هغه سرلاري بولي، چې په قربانیو به یې د مظلومو ولسونو آرمانونه پوره کیږي او په دې توګه افغانانو ته ورښايي، چې موږ له تاسو څخه بیل نه یو او نه مو تاسو هیر کړي یاست، بلکې هرې سختۍ او تکلیف ته موږ ستاستو د هوساینې او د دې خاورې د ساتنې لپاره ځانونه ورکوو.

شپږم پیغام یې افغان ځوانانو ته دی:
دغه فلم کې ټول ګډونوال ځوانان دي او په یوه برخه کې دغه ځوانانو ته د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو پخوانی والي او د نظامي کمیسون غړی قاري فصیح الدین وایي، د دې لپاره چې تاسو سخت او برخلیک ټاکوونکي راتلونکي ته تیار شئ، باید سختي وګالئ او دا کار د دې لامل کیږي چې تاسو به قوي شئ او هیڅکله به بیا خپله مبارزه په نیمه لار کې پرېنږدئ» او دا خبرې افغان ځوانانو ته دا پیغام ورکوي، چې تاسو د دغه اسلامي هیواد برخليك ټاکونکي یی، راشئ او تکلیفونه برداشت کړئ او دا هیواد سمسور او اباد کړئ.

اووم پیغام یې ماډرنستانو ته دی:
د فاتح ځواک دا نادر فلم له سره تر پایه پورې د انګلیسي ژبې له لیکل شوې ژباړې سره ملګری دی، چې په دې توګه طالبانو هڅه کړې، څو نني ماډرنو ته داسې یو انځور د خپلو نظامي قطعاتو وړاندې کړي، چې اوس موږ هم په مادي لحاظ له ماډرنې نړۍ سره بلد یو او د هر څومره قوي غلیم پر وړاندې مو په لوړه کچه عصري او پوځي قطعات روزلي او هغوی په هره ارسه کې د خپلو تدریباتو سمون، نظم او نظامي خوځښتونو د ترسره کولو لپاره هر اړخیز ترتیبات په پام کې نیولي دي.

اتم پیغام یې مجاهدينو ته دی:
د فاتح ځواک دا فلم له لومړی سره په بسم الله پيليږي، بیا د اعداد اړوند ایت کريمه له ژباړې سره راوړي، ورپسې بیا لنډیز او بیا د یو مجاهد له اذان څخه وروسته د مجاهدینو هغه په جمع لمونځ کول راوړل شوي دي، چې همالته په غره کې له ترپالونو څخه په جوړ شوي دلکش جومات کې، چې لوډ سپیکر ورباندې هم نسب کړل شوی دی کوي، او په دې توګه دا ټول څه مجاهدینو ته یو ځانګړی پیغام ورکوي، چې مجاهد باید ټول اوامر او نبوي سنت پر ځان عملي کړي او په هر ډول حالاتو کې ورسره ځان عيار کړي.