علیپور په کوم مېوږي تړلی؟

عابد دکومې سوړې خوله به دې سړی بنده او پرتوګ ورته وګنډي؟ په ذاتي توګه دې هم یوه نه ده، دوه نه دي هره ورځ دې یوه ناپړیته ویلي وي، چې نه دې عقیده ترې معلومه شوه اونه دې سواد لاپوره یقیني شو، دحکومت خو دې دومره دي چې له حسابه وتلې دي، ته بیاهم […]

عابد
دکومې سوړې خوله به دې سړی بنده او پرتوګ ورته وګنډي؟ په ذاتي توګه دې هم یوه نه ده، دوه نه دي هره ورځ دې یوه ناپړیته ویلي وي، چې نه دې عقیده ترې معلومه شوه اونه دې سواد لاپوره یقیني شو، دحکومت خو دې دومره دي چې له حسابه وتلې دي، ته بیاهم رئیس جمهور یې او ځان دیوه هیواد مالک درته ښکاري ؟!

دا هیواد اوداخاوره د فکر اوعقیدې خاوره ده، دلته د دې ټولنې تړاو په جلا ډول او ځانګړي تار تړلی، که له دې عقیدوي تړاو پرته په بل هر سبب څوک راټول کړای شي اویوه اجتماع جوړه شي دا راټولېدنه به یواځې دهماغه سبب دحصول لپاره او مؤقتي وي.

مونږ ولیدل چې دغربي اشغال دبقا لپاره دلته ډېر کار وشواود مادياتو د اصل په بنا په بیلابیلو پروګرامونو خلک راټول کړای شول، خو هیڅکله یې هم هغه نتیجه ورنکړه چې غوښتونکې وه، اوداصلي توکي (مادیاتو) په ادنی تزلزل سره هرڅه شړېدلي اوځای یې نه دی نیولی.

دکابل چارواکي تل په هغه چا ډېر نازېدلي چې په همداسې یوبې بنسټه اصل یې غټ کړي او زمریان ترې جوړ وو، خو بېرته یې ډېر ژر په دوی خوله رااړولې اوداړلي دي، بلکې پخپله ارګ له همداسې خلکو ډک دی اونن چې علیپور څه کوي اویایې څه کړي، په ورته کړنو له همدې ارګه په شا ټپول شوی او دجمهوري ریاست په مرستیالۍ یې تکیه ده.

د ده په کړنو او ناوړه اعمالو ارګ پټه خوله و او هر څه یې د سر په سترګو لیدل خو غږ یې نه کاوه، تر هغو چې دارګ چورلکه یې وویشته اوټوله نظامي سورلۍ یې ووژله، نن راپورته شول او وايي چې داردو چورلکه یې په ایراني ډوله راکټ ویشتلې او راغورځولې ده، ګواکې دا یو داسې مخالف دی چې ایران یې ملاتړی او یا یې له ایران سره اړیکې دي، په داسې حال کې چې دارګ مرستیال یې په ظاهره دمخکنیو جرمونو دنه تکرار ضامن او په حقیقت کې ملاتړی دی ؟!نو بیا ولې په نورو پورې وتړل شي او د ملاتړ مرجع یې ورکه شي !؟؟

په بهسودو ولسوالۍ کې دعلیپور په ضد نمایشي عملیات او بېرته هلته دخوراکي توکو وېش دارګ مېشتو مجبوریت لاپسې ښکاره کړ او معلومه شوه چې ارګ او ارګ نشینان خورا زیات مجبوریتونه لري، یواځې علیپور نه دی بلکې کابل اداره ټوله له همدغه ډول دوه تابعیته اوداسې خلکو جوړه ده چې تر بېلابېلو کړیو او هیوادونو تړلي دي.

لنډه دا چې د سوربرېتو په وجود کې داحال دی او په یوه ارګ کې د قدرت بېلابېلې جزیرې دي ؟ په وتو به یې چارواکي کوم تناب راټینګ کړي او د واک شېرازه به څومره وساتي؟!