شهید منصور صاحب پخپل شهادت سره امریکایانوته ستر درس ورکړ

م. عارف: له نن څخه څلور کاله وړاندې په همدې ورځ د اسلامي امارت پخوانی زعیم شهید امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د امریکايي اشغالګرو ځواکونو په یوه هوايي برید کې په شهادت ورسید. د هغه شهادت اګر که په لنډ زماني لحاظ  د اسلامي امارت په لیکو کې انديښنې را پیدا کړی، خو […]

م. عارف:

له نن څخه څلور کاله وړاندې په همدې ورځ د اسلامي امارت پخوانی زعیم شهید امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د امریکايي اشغالګرو ځواکونو په یوه هوايي برید کې په شهادت ورسید.

د هغه شهادت اګر که په لنډ زماني لحاظ  د اسلامي امارت په لیکو کې انديښنې را پیدا کړی، خو داچې د اسلامي امارت د کنترول او صلاحیت لوړه مرجع د اسلامي امارت رهبري شورا وه، نو يې ډير ژر د شهید منصور صاحب له شهادت څخه را وروسته  ټوکیدلې انديښنې  رفعه کړې او پرځای يې بل زعیم جناب شیخ صاحب مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله وټاکل شو او د امارت لیکې تر پخوا لا ډيرې پیاوړې، منظمې او له ابتکاراتو سره ملې شوې.

د شهید منصور صاحب شهادت واقعا یوه غمیزه وه، خو که په عموم کې نظر وشي په جهادي مبارزو کې شهادتونه تر ټولو لوړ هدف او د بریا هغه ستره څوکه وي.

په بل تعبیر له مشره تر کشره هر مبارز او مجاهد له ځانه سره دا هیله او ارزو لري چې د خدای په لاره کې شهید شي او د الله تعال په لاره کې يې قربانۍ په نصیب شي.

د منصور صاحب شهادت هم د ده جناب لپاره تر ټولو لویه بریا وه او شهادت يې د الله تعالی په لاره کې یو قبول شوی بنده ورڅخه جوړ کړ.

له شهادت څخه وروسته يې د صف ملګري او تر بیعت لاندې پيروان په دې نه وو خفه چې منصورصاحب ولی خپل تر ټولو لوړ هدف ته ورسید او بریالی شو؛ بلکې په دې غمجن او خفه وو چې د شهید منصور صاحب خلا به څرنګه ډکه شي؟ جهادي او امارتي صف ته زیان وارد نشي او خدای مه کړه دا لوی بنیان مرصوص او ستره د عزت او ویاړ ماڼۍ ړنګه او متضرره نشي.

کله چې د منصور صاحب له شهادته وروسته د امارت صف پخپل حال او بلکې لا ډير پياوړی او منظم تبارز وکړ، د منصور صاحب د شهادت له امله رامنځته شوی خفګان رفع شو او مجاهدینو په تسکین سره بیرته خپلو جهادي عملیاتو، بریاوو او لاسته راوړنو ته مخه کړه.

له پورته بحث څخه جوتولای شو چې د منصور صاحب شهادت د بریا وو کیلي/کونجي وه  او دا يې ثابته کړه چې د اسلامي امارت صف د دنیا د ټولو معاصرو جوړښتونو او ایزمونو پرخلاف داسې یو صف ده چې له اميره تر ماموره، له اعلی تر ادنی ټول يې سره برابر او د قربانۍ په روحیه جهاد او مبارزه کوي.

هيڅ فرد يې په بل تفوق نه غواړي؛ بلکې د قربانیو ډګر ته د ورتګ لپاره سیالي سره کوي.

کله چې د اسلام دښمنان په یوه اسلامي صف کې دا ډول صلابت، اراده او پوخ عهد ګوري، نو متزلزل او مایوسه کیږي، په دې فکر کوي چې د دغه صف د ټولو افرادو له منځه وړل ورته ناممکن دي، نو آیا د ځینو افرادو په شهادت رسول يې د دوی شومې هیلې پوره کولای شي؟

بې له شکه چې په داسې حال کې په مقابله کې ولاړ دښمن له یأس او ناامیدۍ سره لاس او ګریوان او پخپله تګلاره بیا غور ته اړ کیږي.

د شهید منصور صاحب له شهادت او را وروسته جریاناتو څخه امریکايي جهت له همدا ډول یوه وضعیت سره مخ شو، دا ورته  ښکاره شوه چې له اسلامي امارت سره د معرکې او جګړې له لارې تعامل ورته ګران پریوزي او د دې صف ماتول او محوه کول ورته ناممکن دي، نويې ځکه عقب نشیني وکړه، هغه طالب چې یو وخت يې مړ غوښت، اوس يې د یوه مطرح او منلي جهت په توګه پيژني.

له امریکا سره په دوحه کې د اشغال د پای ته رسیدو تړون او د امریکايي مشرانو پرلپسې د ځواکونو د ایستلو، ماتې منلو او مایوسۍ دريځونه ښکاره کیدل، دا خبره ثابتوي چې اسلامي امارت د قربانیو په برکت او د جهاد په لاره کې د ثبات، برداشت، تعهد او ستر ایثار له امله خپل مقابل جهت ته ماتې ورکړه او هغوی يې د جګړې د میدان پريښودلوته اړ کړل.

د انساني تاریخونو په ټولو جګړو کې داسې هيڅ نه دي پيښ شوي چې یو جهت بل جهت بالکلیة محوه اونابود کړي، خو ماتې هغه مهال مینځته راځي چې یو جهت د ډيرو ځپلو، مایوسۍ او وارخطايۍ له امله میدان پریږدې او له جګړې لاسه واخلي.

دانو هغه وخت دی  چې که څوک وغواړي یانه، دوهم جهت بریالی بلل کیږي او تښتیدلي جهت ته خلک مات شوی وایي.

په افغانستان کې هم کیسه همداسې ده، دلته امریکا بشپړه نه ده محوه شوې؛ بلکې اراده يې ماته شوه، مایوسه شوه او نور يې د جنګ د دوام حوصله او انرژي له لاسه ورکړل.

دغه حالت ته د دښمن را رسیدل له دې امله و چې د اسلامي امارت صلابت او ټينګتیا له هغه څه ډير لوړ وو چې دښمن يې فکر کړی وو.

د امریکا او ورسره اشر باڼو په ماتې کې  د زرګونو نورو شهیدانو ترڅنګ د منصور صاحب شهادت ستر او کلیدي رول درلود.

ځکه د هغه له شهادت سره دا ښکاره شوه چې دا صف ډيره لوړه حوصله او برداشت لري، داصف د ډيرو کلکو خلکو څخه جوړ شوی، دا صف ډير پياوړی او منظم دی، رهبري يې له داسې خلکو څخه جوړه ده چې د خپلو آرمانونو د تحقق په لاره کې ځانونه اورته اچوي خو تغیر، ماتې او مایوسي نه مني.

په دې توګه نو شهید منصور صاحب پخپله قربانۍ سره امریکا او ټولنې نړۍ ته د اسلامي امارت د حقانیت او قوت ثبوت وړاندې کړ او شهادت يې امریکايي اشغالګروته  معکوسه نتیجه ورکړه، ځکه هغوی غوښتل چې د منصور صاحب په  شهادت سره دا واحد صف ټوټې ټوټې او سره وپاشي، خو چې ونشوه نو لینګي يې سست شول او د جګړې او میدان د پريښودو پریکړه يې وکړه.