نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکنه : أبو إحسان عامر غرب او کليسا تل هڅه کوې ترڅو زموږ د مساجدو إمامان شهيدان، منارونه یې ړنګ، محرابونه یې وران او اذان يې د تل لپاره ګونګ کړي، دغه د تثلیث لارویان په هيڅ قيمت هم زموږ د مساجدو او ديني مدارسو په زړۀ کې د توحيد رڼا او د احد احد […]
لیکنه : أبو إحسان عامر
غرب او کليسا تل هڅه کوې ترڅو زموږ د مساجدو إمامان شهيدان، منارونه یې ړنګ، محرابونه یې وران او اذان يې د تل لپاره ګونګ کړي، دغه د تثلیث لارویان په هيڅ قيمت هم زموږ د مساجدو او ديني مدارسو په زړۀ کې د توحيد رڼا او د احد احد چیغه نه شي زغملای. همدا وجه ده چې تل یې زموږ د مقدساتو او د ديني مدارسو پر ضد له تعصب، کرکې او وحشت نه کار اخیستی.
غرب له يوه پلو نه زرګونه شیطاني رسنۍ د دې لپاره ګمارلی تر څو د مسجد او کلي، د إمام او مقتديانو لارې سره بېلې کړي، په زیات زر او زور کوشش کوي تر څو د خلکو لاس لاس له دين او ديني اساساتو وکاږي، لوی هدف يې همدا دا دی چې پر اَلــّلـه(ﷻ) باندې د مؤمنانو باور له مينځ نه يو سي، دين خلکو ته د ترقۍ خلاف او په دهشت ګردي ور وپېژني.
له بل پلو نه یې د مقدساتو او ديني اساساتو پر ضد پراخ نظامي ځواک هم پر کار اچولی او د روان إشغال په دوران کې یې چې چېرته هم چا په وهلې، لومړی د کلي جومات او مدرسه په بمونو الوزوي، ډېر کم به داسې وي چې دوی دي ترې لاس اړولی وي. د مدارسو پر ضد د دوی د وحشت او تبلیغاتو لپاره يواځې قندوز ولايت کې دوې مدرسې د بېلګي په توګه يادولای شو، چې د يوې پر خلاف یې له رسنيو او د بلې خلاف یې له مرميو کار واخیست: اشرف المدارس قندوز کې د نجونو د ديني زده کړو یوه لويه مدرسه ده چې زرګونه نجونې پکې د قرآن کريم او اسلامي احکامو په زده کړو بوختې دي، غرب او افغاني غلامانو ( مدني فعالانو بي بي سي وغيره شیطاني رسنيو) يې د خپل فرعوني عادت له مخې د ايمان ولولې ونشو زغملای او پر ضد يې پراخ تبلیغات وکړل او ياده مدرسه یې د دهشت ګردۍ مرکز وباله. هاشميه مدرسه: دغه شهيده مدرسه چې د قندوز د آرچي ولسوالۍ د نهرکهنه سیمې د لغمانیو کلی کې د دارالعلوم هاشمیه په نوم ودانه وه، له نن نه دوه کاله وړاندې په همدې ورځ دوشنبه د ۱۳۹۷ کال د حمل پر ۱۳ مه نېټه ، د ۲۰۱۸ کال د اپریل پر دویمه، پکې د قرآن کريم د حافظانو او طالب العلمانو د ختم البخاري او دستار بندۍ په مناسب ستره روحاني غونډه جوړه شوې وه، چې ناببره پرې د سې آی اې او واشنګټن د وحشي إشغالګرو او د هغوی د افغاني نیويارک ساتونکو غلامانو له لوري د بې رحمه بمونو باران واورید او لسګونه تنکي حافظان او بې ګناه افغانان په شهادت ورسېدل،
هوکې: دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د ډېرو زړګيو ارمانونه له تورو خاورو لاندې شول، د ډېرو میندو د زړونو ټوټې د وحشي او تش په نوم بشر دوست(امريکا او افغاني تالۍ څټو) په بمونو ټوټه ټوټه شوې، ډېر سپين دستارونه لکه ګلونه د تنکيو حافظانو په وينو ګلګون شول، ډېرې د قرآن کريم پاڼې د حضرت عثمان رَضِي اللّٰه عَنهُ د تنکيو شهيدو لارويو په وينو رنګ شوې. ډېرو میندو ته چې هارونه په لاس د خپلو خوږو ارمانونو إستقبال ته ولاړې وې د تنکيو بچيو په بارودو سوې د بدن ټوټې او جنازې په مخه ورغلې، د ډېرو خويندو خولو کې د موسکاوو څپې په سلګيو بدلې شوې. هو: نن هاشميه هم لکه یمامه پکې د ډېرو حافظانو په مبارکو سينو کې د دښمن غشي ښخ شول او د امت ډېر وياړونه تر خاورو لاندې شول.
هغه ورځ د کابل إدارې د دفاع وزارت په زياته سپين سترګۍ د یوې ویدیو په خپرولو سره ادعا وکړه چې دوی په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د راغونډیدو په مرکز برید کړی، چې په کې د طالبانو ۲۰ تنه مهم قوماندانان وژل شوي. رسنيو هم په زياته بې شرمۍ او له ټولو مطبوعاتي اصولو خلاف دا پېښه معکوسه انځور کړه، هيڅ یې د يوه عيني شاهد خولې ته اعتبار ور نهکړ، تنکي حافظان يې فنجابیان او د سرې قطعې غړي اعلان کړل، د ټول افغان په نوم کفرپالې او اجيرې نشراتي ادارې تر دې عنوان لاندې(د طالبانوسره قطعه په سرو وینو ولمبیده!) راپور خپور کړ او پکې زیاته يې کړه: دلته د طالبانو سره قطعه په نظامي زده کړو لګيا وه چې بمبار پرې وشو او تر ۴۰ پوري طالب قومندانان پکې ووژل سول.
دوی څه خبر وو چې دلته د مقاومت او جهادي مبارزې تخم په وينو زرغونيږي، دوی خبر نه وو چې دلته چې څومره قربانۍ زیاتیږي په هغه اندازه به پر دوی د محاصرې کړۍ تنکيږي او دوی به بالاخره ورکيږي. لله الحمد، نن وينو چې زموږ د معصومو شهیدانو وينې په څپو راغلې او پکې مغرورې فرعوني ککری غرقيږي، نور یې اخيري سلګۍ دي ژر ده چې دلته به د غربي إشغال او پلیتې دیموکراسۍ پر تابوت وروستی میخ هم څرخ او هيواد به یې له شر نه په أمان شي.
لکه څنګه چې د یمامه غزا کې د شهيدو حافظانو صحابه کرامو( رَضِي اللّٰه عَنهُم) قربانيو له ځان سره امت ته لويه ثمره راوړه: د قرآن کريم د ليک او جمعې لويه سلسه د حضرت ابو بکر صديق رَضِي اللّٰه عَنهُ په امر، د زید بن ثابت رَضِي اللّٰه عَنهُ په مبارک لاس پيل شوه همدا سي د هاشميه مدرسې د شهیدو حافظانو او …. د معصومو وينو ثمره شوه چې موږ نن د نړۍ پر مخ فاتحین را ښکارو، إشغالګر اړ شول چې زموږ پښو ته ننواتي راشي او د تېښتې لاره غوره کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.