راځه چې سره ووایو دافغانانو محسن څوک دی ؟!!

صلاح الدین صارم: څه عجیبه قوم یو! نن راته دخیراو صلاح وايي او په همدې غرض یې ځان سره اور ته اچولی وي، خو مونږ یې ورسره نه منو، غرضي او پردی پال یې بولو، سبا ورپسې اوښکې تویووو او په یاد یې څلي جوړ وو . نن یې زه هم چې په یاد قلم […]

صلاح الدین صارم:
څه عجیبه قوم یو! نن راته دخیراو صلاح وايي او په همدې غرض یې ځان سره اور ته اچولی وي، خو مونږ یې ورسره نه منو، غرضي او پردی پال یې بولو، سبا ورپسې اوښکې تویووو او په یاد یې څلي جوړ وو .
نن یې زه هم چې په یاد قلم پورته کوم ډېر یې راسره نه مني زما داکار هم دغرض لپاره ګڼي اوبل ډول فکر کوي !.
زه وایم راځه نن اوپرون به سره یادکړو اودنن دحقیقت په هنداره کې به د پرون قضاوت هم وکړو، دازما اوستا هیواد دی، نن له پرونه زېږېدلی اوڅوک نه شي کولای له پرون پرته یواځې په نن قضاوت وکړي اوبس! په دې هیواد کې پرون هم داسې څه و چې که پروخت یې غم نه وای خوړل شوی، نن چې څه وینې دابه هیڅ هم نه وو .
پرون هيواد تجزیه کېده، نه تنها په شمال اوجنوب وېشل کېده، بلکې ارادې ورته داسې معلومېدې چې دانقشه محوه کېدله او دافغانستان په نوم هیواد به څو مړی شوی او نن دنړۍ په نقشه کې نه و !!
خوداسې ونه شول، نن دهیواد ارضي تمامیت تر ډېره ساتلی ښکاري! اولکه څنګه چې اغیارو غوښتل ورک نه شو، بلکې وساتل شو.
ته څه فکر کوې، دا کار په خپله وشو او” که دځینو شرایطو په رامنځته کېدو سره ترسره شو” ؟ !
نه ! هیڅکله نه! دهیواد د ډېرو بچیانو سرونه ورته نذرانه شول اوله سختو لوږو او تندو سره پرې قربان شول، نن یې څوک نه یادوي او نومورکي دي .
پرون قدرت ته درسېدو په غرض دهرچا اهدافو او مقاصدو ته حاضر ول، چې په هیواد کې یې عملي کړي اوداخاوره دګاونډیو داوزلوبې میدان کړي، خو یوڅوک داسې پیداشول چې له دې شوم هدفه یې راوګرځوي. پرون دغه هوس ته په رسېدو یې د ډېرو هیوادوالو ککرۍ تویه کړې اودکابل په ګډون ټول هیواد یوه داسې بڼه خپله کړې وه چې دکلیو اوښارونو په کوڅوکې به یې دورځې داسې وېره وه لکه د شپې چې دتورو بلاګانو په ولکه کې وي.
یوچاورته د ډېرو سرښندنو په قیمت دامن رڼا راوسته .
پرون دلته انسان دومره وحشي شوی او انساني کرامت دومره لوېدلی و، چې هلکان به په ښکاره ودېدل، له ښځو به تیونه پرې کېدل، دزېږون صحنې به عکاسي کېدلې، دمړو په نڅا او رقصونو به محفل تود و .
یوڅوک یې په وړاندې راپورته شو او ددې وحشتونو مخه یې ونیوله .
پرون دلته دهیچا مال، ناموس او عزت خوندي نه و او دهرڅه لوټ روان و، کورونه اوملکیتونه یواځې دهغه چا و چې په یاد وحشت کې به مخکښ و، پرون دلته دتوپک شپېلۍ حاکمه وه او هره فیصله په همدې مرجع کېدله.
یوڅوک راغی دغلو داړه مارانو مخه یې ونیوله، دزورورو دظلم او زور لاس یې ور ونیو، بېرته خلک دخپل حیثیت او خپل ملکیت څښتنان شول.
پرون یې دلته دقوم او ملت، سمت او ژبې تعصب ته لمن ووهله او د دغه بدمرغۍ په اور کې یې ډېرهیوادوال وسوځول .
خو یو څوک بیا راپیداشول دغه اوریې ډېر په حکمت مړ کړ او عملاً یې وښودله چې څنګه کولای شي ټول قومونه په ځان راټول کړي …. .
هغوی دغه څه وکړل هیواد او هیوادوالو ته یې د دغه حقوقو اعاده وکړه اولاله دغه سرګردانۍ وزګارنه وو چې بیا دنړۍ له بل سره پرې یوبل نړۍ خور یرغل راووړ، هیواد یې ترې ونیو او دوی ته یې دځمکې په سر دژوند حق هم ورنه کړ .
دغو نیواکګرو په هغوی پسې دتبلیغاتو او پروپاګند خوله خلاصه کړه هغوی یې تروریستان، سخت دریځي، زاړه پال، پنجابیان، پردي پال اونور اونور وبلل .
دهغوی دغسې کړي ستر ستر خدمتونه یې درڅخه پټ کړل او له هغوی پاتې واړه کارونه او وړې وړې خبرې یې درته ډېرې غټې کړې، دایې ونه ویل چې هیواد یې له انارشیزم او ملکوالطوایفۍ وژغوره، په هیواد کې چې دقدرت دترلاسه کولو اودخپلمنځي سرتمبګۍ دسرته رسولو لپاره یې دولس دبې رحمه اوبې شمېره وژنو سلسله روانه کړې وه، دهغو مخه یې ونیوله! بلکې په لمانځه دسختۍ، دخلکو د امن لپاره یې دقاتلانو قصاص اودغلو دلاسونو پرې کول یې درته جرم کړاو دقدرت په اورکې دولس قتل عام یې درته هیڅ کړ !!
تاهم!
د دوی غږ ورسره بدرګه کړ! او دهغوی په وړاندې دې له دوی سره څنګ په څنګ ټوپک په اوږه کړ ، دهماغو تبلیغاتو په تأثر او جذبه ورسره وجنګېدلې، مخکې له دې چې تافکر کړی وای چې هغوی خو ستا هیوادوال دي اودهغوی دپرون کړنې دې دهمدغو دوستانو په عینکو نه! په خپلو عینکو لیدلې وای º دهغوی په وړاندې سخت دریځی شوې چې ډېرځله دې یواځې دهغوی په مرګ هم اکتفا ونه کړه، بلکې د راز راز توهینونو څخه دې هم لاس ونه نیو ، همدا دسیمې اوکلي خلک دې پردي اودا له اوو (۷) سمندرونو هاخوا راغلي دې خپل او خواخوږي وبلل او دادې ونه ویل : داچې دوی یې تروریستان اوترهګر بولي اوزما هیوادوال دي ، دوی به تردې دمه په دغه قصاص او داسلامي حدودو په عملي کولو دهغو وژنو څومره سلنه پوره کړې وه چې ددغو خواخوږو په راتلو دلته ووژل شول ؟! .
درېغه! درېغه! چې له دې سوچ او فکره لرې پاتې وې !!
نن بیا دهیواد ساتنې، خپلواکۍ او استقلال ترلاسه کولواو اشغال له منځه وړلو غم دهغوی په سر دی پرون یې یادې ستړیاوې په برخه وې، نن یې دادی له سره بیا له غربي استکباره، دخپلواکۍ جګړه په تېرو شلوکلونو کې تردې ځایه رارسولې .
نن ته هم په دې عقیده یې چې دا راغلي زمونږ خپل او خواخوږي نه دي، نن تاته هم ثابته شوه چې دوی دخپلو شومو اهدافو او اشغال په شوم غرض راغلي وو او دهمدې مقصد په هیله یې په تا دډالرو باران و، نن یې تاته دا په میراث پرې ایښې د دیمکراسۍ ارمغان دکابل واکمن اواداره ده چې دشرم اوپیغور پوزه یې بولې او په ټوله دنیاکې پرې شرمنده یې! هیڅکله یې دخپلو ارمانونو او ستړیاوو وړ بدله نه بولې .
نن ته دتېرو شلو کلونو لاسته راوړنې څه بولې او څه لرې ؟
ستا دهیواد په ولس څه تېرنه شول او کوم وحشت یې ونه لید؟ دبمباروحشتونه یې درته یادکړم ؟ دفساد، غلا، ناقانونیت ، زورواکۍ، بې دینۍ، فحشا، عریانۍاو ناانصافۍ درته ووایم اوکه د نا اهلي، عیاشۍ، غدر، خیانت، بېلابېل تجاوزونه ، نارواغوښتنې، رشوت اوظلم یې درته ووایم ؟!
نن ته هیڅ نه لرې او هیچا درته هیڅ نه دي کړي !
نن که ته څه لرې! نو بېرته دتجاوز په وړاندې دهغوی سرښندنې اوکلک مقاومت لرې چې په هیڅ ډول زور تجاوز ته تسلیم نه شول، دهغوی ټولې شیطاني جهاني دسیسې یې شنډې کړې، دهغوی دټولو بهانو ځواب یې ووایه .
نن که ته لرې ! نو هغه سرلوړي او عظمت به لرې چې دوی ستاخاورې ته د خپلو وینو په قرباني راوړه او په ټول اسلامي امت کې داسلام په دفاع کې که سړلوړی یادیږي،نو افغان به وي .
هغوی چې په دې لار کې څومره کړاوونه، لوږې، تندې، سختۍ او ستونزې ګاللې دي تر ما به تاته ښې معلومې وي .
هیواد اوهیوادوالو ته دپرون او نن خدمتونه او زیانونه وارزوه! جاج یې واخله !
ووایه !
دمقاومت، استقلال ، دین او هیواد ساتنې دغه مبارزین څوک وو؟ او چا په دغه فکر رهبري کړل ؟
طالبان وو اوهغه چا دغه وړیاخدمتونوته راپورته اورهبري کړل چې نن یې له دې نړۍ د رخصت او وفات اووم تلین دی!
امیرالمؤمنین ملامحمدعمر ” مجاهد” رحمه الله رحمة واسعة .
نو راځه چې سره ووایو! دافغانانو محسن څوک دی ؟! اودې خاورې ته خدمت چا کړی ؟؟!