نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
عنایت الله خاموش: د کابل اداره له پخوا څخه د تړون نقض، د جګړې شدت او د خپل واک د دوام لپاره هر راز خنډ رامنځته کولو ته ژمنه ده او د دې لپاره هره کړنه او افواهات خپرول ترسره کوي. چي له دې ډلي څخه یو یې د اسلامي امارت له لوري د کابل […]
عنایت الله خاموش: د کابل اداره له پخوا څخه د تړون نقض، د جګړې شدت او د خپل واک د دوام لپاره هر راز خنډ رامنځته کولو ته ژمنه ده او د دې لپاره هره کړنه او افواهات خپرول ترسره کوي. چي له دې ډلي څخه یو یې د اسلامي امارت له لوري د کابل ادارې اړوند بندیانو پر خوشي کولو نیوکه او له خپلو کارمندانو څخه منکرتیا ده. د کابل ادارې دا لومړی ځل نه دی چي له خپلو کارمندانو څخه منکرېږي؛ بلکي پخوا یې هم له خپلو عسکرو او کارمندانو سره بې وفایي کړي او د هغوی پر هویت د شک څرګندولو تر څنګ یې، د هغوی مړي په اونیو- اونیو نه دي انتقال کړي. د کابل ادارې د ملي امنیت شورا ویاند، جاوید فصیل تیره ورځ د اسلامي امارت له لوري د خوشي شويو حکومتي بندیانو اړوند وویل، چي اسلامي امارت بندیان د لیست له مخي نه دي خوشي کړي او په دغه بندیانو کي شامل یا ملکيان، یا کم عمره هلکان او یا هم هغه کسان دي چي اسلامي امارت ته تسلیم شوي. خو که حقیقت ته ځیر شو او لیږ مخته وګورو، وبه وینو چي د اسلامي امارت منسوبینو په ځلونو داسي ویډیويي راپورونه خپاره کړي چي د تسلیم شویو حکومتي عسکرو تود هرکلی کوي او خپلو کورنیو ته یې په ډیره خوښۍ سپاري. مګر دا چي دوی ته د سیمه ییزو چارواکو له لوري غلط راپورونه ورکول کیږي او د اسلامي امارت له لوري نیول شوي حکومتي عسکر ورته تسلیم شوي یا وژل شوي معرفي کوي، چي دا خپله د دوی په نه همغږۍ او نه باور دلالت کوي. نو اوس که حقیقت ته ځیر شو او د حقایقو پر بنسټ قضاوت وکړو، څرګنده به شي چي د کابل اداره په څو مواردو کي خپله نیمګړتیا څرګندوي: لومړی دا چي د کابل اداره له لومړیو د خپلو کارمندانو په کیسه کي نه ده او تر هغې کارمندانو ته په اهمیت قایله ده چي د دوی لپاره کار کوي او د دوی ضرورتونه رفع کوي، ځکه په وارو- وارو جوته شوي چي د لري پرتو سیمو عسکرو ته خواړه نه رسیږي او همدارنګه مړي او زخمیان یې څو اوونۍ نه انتقالیږي. دوهم دا چي د دوی اکثره د لري پرتو سیمو عسکر یې هغه کسان دي چي ولسي پاڅون، اربکي او نورو تر نوم لاندي فعالیت کوي او د سیمه ییزو قوماندانانو پواسطه ورته د حکومت او امریکایانو له لوري معاش ورکول کیږي او یا هم د غلا او فساد له لاري د هغوی د معاش تابیا نیوله کیږي، چي ښکاره مثال یې د لویو لارو پاټکیان یا د ولسوالیو اربکیان- پاڅونوال دي چي په رڼا ورځ خلک شکوي، خو حکومت د مرکزونو د ساتني په موخه هیڅ نه ورته وایي او هغوی یې په ولسوالیو او لومړیو کرښو کي ځای پر ځای کړي. یعني دغه کسان خود سره دولتي ملیشه دي. دریم دا چي د کابل ادارې د اکثره قوماندانانو سره لغړزني هلکان وي او دوی د خپلو عسکرو د ساتیري لپاره ساتلي وي، مرکزي حکومت یې نه مني او دا خپله د هغه راپورونو حقیقت ښيي چي د حکومت په لیکو کي زیاتره یې کم عمره هلکان دي. بل دا چي د کابل ادارې اکثر بندیانو په تړاو د هغوی کورنیو ته د کابل ادارې له لوري د هغوی د مړه کیدو خبر ورکول شوی او اوس ځکه په خشم دي چي دوی به د هغوی کورنیو ته څه ځواب ورکوي؟. نو کله چي یو ارګان یا اداره دومره بد مخې او کارمندان یې دومره بې شرمه شي، چي په دروغ ویلو سره معاش اخلي؛ هغوی به د هغه کسانو پر هویت ولي شک نه کړي څرګند چي دوی ته اوس هیڅ ګټه نه شي رسولی؟ ځکه دوی خپلو کارمندانو ته تر هغې پر اهمیت قایل دي، چي د دوی ضرورتونه رفع کولای او د دوی لپاره جنایتونه ترسره کوي. په پای کي باید ووایو چي حکومت اصلاً په لوی لاس د اسلامي امارت د کم راوستلو او سولي د سبوتاژ هڅي کوي او ټول تمرکز یې د سولې خلاف تبلیغ باندي دی او باید ټول ولس پر دې اګاه وي چي د اسلامي امارت له لوري ټول خوشي شوي بندیان د کابل ادارې اړوند دي او دا چي دوی ترې مخالفت کوي او په ځان پوري یې نه تړي، په اسلامي امارت پوري تړاو نه لري او نه هم اسلامي امارت د کابل ادارې بدرنګه تبلیغاتو ته په اهمیت قایل دی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.