د پوهنې مسئولينو بغلان او کندوز کې له يو شمېر ښوونيزو ادارو څخه ليدنه تر سره کړه

د تعلیم او تربيې شمالي حلقې مسئول او مل هیئت د تېرې یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۲ هجري قمري کال په ۱۱ د شوال المکرم د خپل سفر په جریان کې د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ د ټولو مکاتبو او مدارسو په ګډون په سیمه کې له قومي مخورو، سپین ږیرو او عامو خلکو […]

د تعلیم او تربيې شمالي حلقې مسئول او مل هیئت د تېرې یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۲ هجري قمري کال په ۱۱ د شوال المکرم د خپل سفر په جریان کې د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ د ټولو مکاتبو او مدارسو په ګډون په سیمه کې له قومي مخورو، سپین ږیرو او عامو خلکو سره وکتل، په یاده لیدنه کې ټولو ګډونوالو ته د تعلیم او تربیې په برخه کې د استاذانو د تعیلمي کچې او ظرفیت د لوړوالي، د تعیلمي اصولو او مهارتونو د عملي بڼې، د شاګردانو د تشویق او ترغیب په موخه لازمې سپارښتنې او لارښوونې ورکړې.

الحمدالله یاده جلسه دګډونوالو لخوا د خوښۍ او هوساینې سبب وګرځېده، د غونډې د ګډونوالو په نمایندګۍ یو تن عالم او معلم د خپلو زړونو خواله او خوښي په خپلو ویناوو کې اظهار کړه او د تعلیم او تربیې په برخه کې يې د ځايي مسئولینو سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پای کې د یوتن جید عالم لخوا د دعايه کلماتو په لوستلو سره یاده جلسه پای ته ورسېده.

بلخوا تېره ورځ د کندوز ولایت د پوهنې ریاست او د قلعه ذال ولسوالۍ د پوهنې مدیریت لخوا د کلوخ لیسې، د بغریکول لیسې، د باغچې متوسطې، د خشت تپې ابتدایه او د بي بي رابعه متوسطې څخه په داسی حال کي لیدنه وشوه چې تدریسي نظام يې خورا برابر و.

د متذکره ادارو د ښوونکو او زده کوونکو د حاضرۍ کتابونه وکتل شول، همدا راز د ښوونکو تعلیمي ترقي ارزیابي شوه او د پوهنې د مسئولينو لخوا ښوونکو ته د درس اوتدريس په هکله خورا لازمې سپارښتنې وشوې.
۲۰۲۱/۵/۲۶