د ملا صاحب مبارزې څه راوښوول؟!

لیکنه: سید شریف نن داسلامي امارت دمؤسس امیرالؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله اووم تلین دی، نوموړی اووه کاله وړاندې( ۱۳۹۲ل، دثور په ۴مه) دګران هیواد په  یوه لیرې کلیوالي سیمه کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او ددارالبقاء په لور وکوچید. انا لله وانا الیه راجعون! د مرحوم ملا صاحب […]

لیکنه: سید شریف

نن داسلامي امارت دمؤسس امیرالؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله اووم تلین دی، نوموړی اووه کاله وړاندې( ۱۳۹۲ل، دثور په ۴مه) دګران هیواد په  یوه لیرې کلیوالي سیمه کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او ددارالبقاء په لور وکوچید. انا لله وانا الیه راجعون!

د مرحوم ملا صاحب ژوند او مبارزه ګڼ اړخونه لري، انفرادي او اجتماعي ژوند یې ډيرې ځانګړتیاوې او بیل بیل فصلونه لري چې ذکر کول یې ددې لیکنې تر وس لوړه خبره ده، خو دلته دې یوه ټکي ته تم کیږوچې دملا صاحب مبارزې موږ ته څه راکړل؟

  دملا صاحب مبارزې موږ ته په عملي توګه داسلافو لار روښانه او اسانه کړه، دملا صاحب واکمنۍ، ټولنیز چلند، طرز فکر او طرز العمل دخیر القرون یادونه راتازه کړل. داخبره ډيره مشهوره وه چې دینداره سړی سیاست نشي کولای، ځکه سیاست کې چل، درواغ او ظلم وي، خو ملا صاحب په  عملي سیاست سره دغه غلط مشهور پر بل مخ واړاوه، سیاست یې وکړ، خو دسیاست اساسي ستنې یې عدالت، دیانت او صداقت وو.

ملا صاحب دامت یو هېر شوی سنت( اسلامي امارت) راژوندی کړ، اسلامي واکمني یا اسلامي نظام هغه لوی ارزښت دی چې د الله دین پکې حاکمیت مومي او دین د ټولو چارو اصلي مصدر او منبع ګنل کیږي. د ملا صاحب د واکمنۍ په لیدو  دنړۍ ډيرو دیني پوهانو اعتراف وکړ چې موږ خو اسلامي نظام په نظري ډول لیدلی و( کتابونو کې مو لوستی و) خو په عملي میدان کې مو اسلامي نظام نه و لیدلی او لله الحمد همدا دی افغانستان کې مو اسلامي نظام په عملي توګه هم ولید!!

دملا صاحب مبارزې موږ ته دا راو ښوول چې هر څه مو باید ددیني لارښوونو په رڼا کې وي،دین مو باید پر هر څه لوړ وي، سیاست، تجارت،معاشرتي چارې او د ژوندانه په  ټولو انفرادي او اجتماعي چارو کې مو باید دین دخیل وي او( ان الحکم الا لله) الهي ارشاد مو باید دلارې بل مشال وي.

سیکولر مشربه او کمونست فکره پرديپالو په پرله پسې ډول ویل چې د ټولنې دینداره طبقه سیاست نشي کولای، ددوی دفعالیت ساحه یوازي مسجد دی او په مسجد کې به  ملا یوازي دعباداتو په باره کې خبرې کوي، ملا ته یې معاملاتو کې هم د څه ویلو حق نه ورکاوه، دبې دینه طبقې دې خبرو ځینې دینداره خلک هم اغیزمن کړي وو،آن تراوسه هم ځینې داسي فکر کوي چې دین او سیاست نشي یو ځای کیدای.  مګر د ملا محمد عمر مجاهد سیاست عملا ثابته کړه چې دینداره طبقه داسي سیاست کولای شي، چې خپل او پردي به ورته ګوته په غاښ شي، په ډیرو سختو او کړکیچنو حالاتو کې د ګاونډ، سیمې او نړۍ سره دمتقابل احترام پر بنست ولاړ  داسي ډیپلوماټیک تعامل کولای شي چې هم یې خپلې دیني او ملي ګټې ساتلې وي او  هم مقابل جهت ته دقناعت وړ وي.

دملاصاحب مبارزې ثابته کړه چې ملا دمسجدپر امامت سربیره کولای شي  په دفتر کې یو فعال ډیپلوماټ، په سنګر کې تکړه قوماندان، پر منبر اورژبی واعظ، په ادب او ژورنالیزم کې نومیالی لیکوال، شاعر او نطاق، په معاملاتو کې یو منصف تجار او ددین، هیواد او خلکو یو سرسپارلی خادم او ساتونکی هم شي.