د مرحوم عمر ثالث ځانګړتیاوې!

لیکوال : حماد افغان له نن څخه اوه کاله وړاندې په همدې ورځ د اسلامي امارت مؤسس ، او د الله په نصرت د دوه سترو امپراطوریو ماتونکي عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له دې فاني نړې څخه د الله رب العزت لقاء ته رحلت وکړ. د نوموړي د اووم تلين په […]

لیکوال : حماد افغان
له نن څخه اوه کاله وړاندې په همدې ورځ د اسلامي امارت مؤسس ، او د الله په نصرت د دوه سترو امپراطوریو ماتونکي عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له دې فاني نړې څخه د الله رب العزت لقاء ته رحلت وکړ.
د نوموړي د اووم تلين په مناسبت د مرحوم یو څو لنډې او مختصرې ځانګړتیاوې درته درپه زړه کوم ؛ هسې خو د نوموړي ځانګړتیاوو ته پوره کتاب هم بسنه نه کوي.
مرحوم مشر به فرمایل: مونږ له هیچا سره دښمني نلرو دوستي ، او دښمني مو یوازې د دین پر اساس ده .
ځکه خو د نړې ټول مسلمانان پرې رامات شول او د نوموړي سره یې بیعتونه ترسره کړل خصوصا افغانان یې د لساني ، سمتي ، قومي او خوځښتي جګړو خلاص او د یوه امیر او یوه غراء محمدي بیرغ تر سیوري لاندې راټول کړل.
د دنیا په ټولو امورو کې یې تر هر څه زیاته ترجیح د الله تعالی فیصلې ته ورکوله ، بې ځایه مصلحتونو او بهانو یې ایماني دریځ نه متزلزله کاوه ، ولو که خلکو به یې تطبیق او پایلې سختې ښودلې خو نوموړي به د شریعت نفاذ ته اولیت ورکاوه.
د نړې ټولو اوسنیو او راروانو خوځښتونو ته یې د ایماني غیرت او پر الله تعالی د حُسن توکل یوه ریښتینۍ مثال قائم کړ.
پر الله تعالی قوي توکل یې بیا یوه عجیبه ځانګړتیا وه زه وایم داسې توکل او ایمان په نني عصر کې د هیچا هم نه وو کوم چې د لوی ملا صیب وو.
د اسلام ده دې ستر خادم یوه ځانګړتیا دا هم وه چې د مسلمة امت په زړونو کې یې د جهاد هغه جذبه راژوندې کړه کومه چې د عثماني خلافت له سقوط سره د مسلمانانو له سوچ او فکره وتلې وه.
نوموړې هغه امیر وو چې په مسلمانانو کې ېې ډير وخت وروسته د صداقت، غیرت، استقامت، حیأ، عفت، امانت، ثبات او عزت ځانګړی مقام ترلاسه کړ، دغه نیک اعمال پکې ول چې د نړۍ د ټولو مؤمنانو په زړونو ېې حکومت وکړ.
رحمه الله رحمة واسعة
حماد افغان د عمر لاروې