نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکنه : موسی فرهاد: ته لکه لمر له غروب وروسته دې بې شماره ستوري لار کې پــــــري ایښي دي قربان زموږ لپاره ستوري ستا د حجرې، ستا د سنګر یـــــاران هر یو په نوبت لکه منصور ځانونه وړي تــــــر سره انګاره ستوري. نن د ثور د میاشتې څلورمه نیټه ده، (۱۳۹۸هش کال). دا ورځ د […]
لیکنه : موسی فرهاد:
ته لکه لمر له غروب وروسته دې بې شماره ستوري لار کې پــــــري ایښي دي قربان زموږ لپاره ستوري
ستا د حجرې، ستا د سنګر یـــــاران هر یو په نوبت لکه منصور ځانونه وړي تــــــر سره انګاره ستوري.
نن د ثور د میاشتې څلورمه نیټه ده، (۱۳۹۸هش کال). دا ورځ د مرحوم أمیرالمؤمنین د اووم تلین ورځ ده، پوره ۷ کاله وړاندي په همدې ورځ ملا محمد عمر مجاهد رحِمهُ الله له دې فاني نړۍ څخه د تلپاتي ژوندانه په لور کوچیدلی. الله تعالی دې پخپل عظیم جوار کې پخپل خاص رحمت سره ونازوي.
د عمرثالث عالی قدر أمیرالمومنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د تعارف او ژوندانه د نورو اړخونو په اړه ډېر څه ویل شوي، لیکل شوي، له هغوی نه به تېر شو، دلته به یې په دغه لیکنه کې په اړه څو مختصري خاطرې، پرته له خپلي تبصرې ستاسو سره شریکي کړم، نور یې قضاوت، پرتلنه او له هغه نه مثبت یا منفي برداشت ستاسو خپل کار دی.
خو مخکي تر هغه د نوموړي ځینی مُسَلّم او متفق علیه خاصیتونه ذکرکول هم اړین ګڼم ، واقعاً چې نوموړی د تاریخ د دغي خاصي مقطعې یو منفرد، ریښتینی او سپیڅلی شخصیت و.
مشهور تابعي سفیان ثوري رح فرمایلي، «من عرف نفسه لا يضره ما يقوله الناس فيه» (چاچې خپل ځان وپیژانده؛ د خلکو ویناوي ورته ضرر نشي رسولی.)
داسي ښکاري چې مشر ملاصاحب مرحوم خپل ځان او خپل مسیر ښه پیژندلی و، ځکه خو یې په وړاندي د ځواکمن دښمن کروزراکټونه، بې رحمه ډرون بریدونه، بې شمېره میډیایي زهرجن ګذارونه ټول بې اغیزي ثابت شول.
د ضعیف ملاعبدالسلام صاحب خبره ده، څرنګه چې هغه عُمر نومیده؛ همداسي یې د عمرفاروق غوندي د پوره صداقت ځانګړتیا لرله، نه یې چاته دوکه ورکوله او نه خپله تر پایه د چا له خوا څخه دوکه سو.
ملاصاحب په رښتیا سره څو صفات درلودل:
ځان یې د خدای جل جلاله شریعت ته تسلیم کړی و، پاک نفسه انسان و، هیڅ اخلاقي او لساني کمزورتیا یې نه درلوده، دروغ ویل یې نه خوښول، له چل او فریب نه یې کرکه لرله، بې ځایه او بې ضرورته خبرې یې نه کولې، د بل چا خبره یې په غور اوریدله، په خبرو کې یې له چا سره ډیره مشاجره نه کوله، په وعده باندې یې وفا کوله، د خولې او زړه خبره یې هر وخت یوه وه، له قومي، ژبني او منطقوي تعصب نه یې ډېر نفرت کاوه، خپله ظالم نه و او نه یې ظلم خوښیده، د متین عزم څښتن و، په هر کار کې به یې پریکنده عمل کاوه.
څو عجیبي کارنامې او جالبي خبري یې:
۱– د بې بې سي خبریال له ملاصاحب نه وپوښتل چې تاسو خو د چیچنیا د مسلمانانو سره خواخوږي لرئ؛ آیا له هغوی سره عملاً مرستې هم کوئ او یا ورته اماده یاست ؟ نوموړي یې په ځواب کې لنډکۍ، ساده، خو، هراړخیزه او با معنی کلیوالي جمله وکاروله : « زموږ خپله پښه په پایڅه کې بنده ده.» یعني پخپل کور کې په مشکلاتو کې راګیر یو له نورو مسلمانانو خصوصاً چیچنیایانو سره به څه مرسته وکړای شو.
۲ – یو مشر ملګری چې ملاصاحب ته ډېر نژدې پاتی شوی؛ وایی : یو ځل ملاصاحب په کندهار کې پخپل دفتر کې وو چې د غرمې ډوډۍ ورته راوړله شوه د پسه د غوښو غورمه وه ، ملاصاحب چې خواړه ولیدل څو شیبې همداسي لاس نیولي فکرمند کښینستی، وایی ما تري پوښتنه وکړه ، ولی داسي په چورت کې شوي؛ وای ده راته وویل : دا به څنګه وي؟ مجاهدینو او نورو عامو خلکو ته خو ښایی لږو ته داسی خواړه رسیږي او موږ او تاسو یې خورو.
هغه ملګری وای ما ورته وویل: د هندوستان یو مشهورعالم مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله چې څه کم سل کاله وړاندي زمانه کي تیر شوی؛ د هغه په اړه لیکل شوي چې د سهار په ناشته کې به داسي خواړه ورته تیاریدل چې هغه وخت به د هغه مهال پنځوس روپۍ مصرف ورباندي راته، نو ده چونکه د مسلمانانو ستر خدمت کاوه دا خواړه یې ځان ته مناسب بلل. تاسو هم کولای شي چې ویی خورئ ځکه چې زیاته ستړیا دي کمزوری کوي او د ولسي امورو په انجامولو کې بیا نقصان راځي. وای بیا یی تسلي وشوه.
۳– د ملاصاحب موټرچلوونکی وایی: یوه ورځ د میوند د شهیدانو تاریخي مقبرې ته ووتلو، چې بیرته راتلو لمر لویدو ته قریب و، تیز باران شو، لیري په دښته کې داسی یو شی ښکاريده لکه سړی چې روان وي، د ملاصاحب ورپام شو، وای دا خو سړی مالومیږي او په دې باران کې به اوس څه کوي؟، سمدستي یې ماته وویل ته موټر دروګرځوه، چې ورغلو پوښتنه مو تري وکړه، کوچی و وای هاغه پوري غره په څنډه کې مو کیږدۍ دي، هلته ځم. ملاصاحب ورته وویل: راځه سپور شه ، په هغه شدید باران کې مو د غره څنډې ته ورساوه، د خټو او باران له وجي څه باندي یوساعت وخت ولګیدی، بیرته چې را روان شو. قریب نیمه شپه وه چې ځای ته راغلو.
۴ -د صحنې شاهدان کیسه کا چې د هندوستان یوه الوتکه له مسافرو ډکه وتښتول شوه، د کندهار او کابل پر هوایی ډګرونو یې چکر واهه او د کښیناستلو اجازه یې غوښته، خبره تر ملاصاحب پوري ورسیده، چونکه له حقیقته یې څوک خبر نه ول، نو په اړه یې پریکړه هم ګرانه وه، ملاصاحب له مشرانو سره د مشورې پرمهال وویل: « راځئ اجازه ورکړو، نیت به ورته صفا کړو، که چیري مسلمانان وو نو هم به مو د اسلامی ورورولۍ او هم بشری خواخوږۍ په آساس له هغوی سره مرسته کړي وي او که نامسلمان وو بیا به مو هم خپل بشري مسئولیت اداء کړی وي، او دا چې موږ دا کار د ښه نیت له امله کوو ، الله تعالی به مو د نقصان پرځای عزت او کامیابي په برخه کړي.» هغه و چې اجازه ورکول شوه او معامله یې د افغانانو په نیکنامۍ پای ته ورسیدله.
۵– د اسفندیارولي هغه خبره ډېره مشهوره ده چې وایی نصیرالله بابر خپله راته وویل چې زه لاړم کندهار ته د (ملاعمر) سره مي ملاقات وشو، د ډوډۍ پرسر مې ورته وویل چې ملاصاحب که تاسو د ډیورنډ د رسمیت پيژندلو مسئله خلاصه کړئ نو ټولي ستونزي به ورسره حل شي. وای ملاصاحب پرته له ځنډه په ډېره تونده لهجه راته وویل : پاڅه ، له دې ځای نه سمدستي پاڅه ، بیا دا خبره درنه وانه ورم.
۶ -د عبدالحکیم مجاهد وینا ده، وای له نیویارک نه راغلم له ځان سره مې د اسامه په اړه څو طرحې راوړي وي، ملاصاحب ته مې وړاندي کړي، او ورته ومي ویل چې د امریکا فشار نور هم زیاتیږي باید چې یوه لاره ورسره یوسو، وای ملاصاحب راته وویل: « موږ امریکا ته نه، بلکي الله ته مسئول یو، ته ولاړشه کابل کې له نورو مشرانو سره په ګډه یوه داسي لاره راوباسئ چې زموږ دین او زموږ ملي عزت ته پکي زیان ونه رسیږي. زه درسره موافق یم.»
۷ – د مزار د فتح پرمهال چې 8 ایراني دیپلوماتان د ملاصاحب په ناخبرۍ کې ووژل شول، ایران ته یې عذرونه وویل خو هغوی نه منل، د جنګ اخطارونه یې ورکړل، ملاصاحب په راډیو کې هغوی داسي مخاطب کړل: « ایراني اخوندان نه مسلمانان په اسلام و رګډوي اونه يې کفار په کفر ورګډوي. که چیري د ایران له خوا پر موږ بريد وشي، نو زموږ ځواکونه به 30 کیلومتره دننه د ایران خاو رې ته ننوځي»
۸– یو محافظ یې کیسه کوي چې یو کال زیاته وچکالي شوه بارانونه ونشول، د کندهار او هلمند په ریګونو کې کوچیان خلک او د هغوی څاروي له تندي سره مخ شول، ملاصاحب ته چې دا خبر ورسیده ، سمدستي یې ملګرو ته وویل چې تاسو درځئ خپله یې حال واخلو، چې ورغلو د خلکو حالت ډېر ځوروونکی وو، ملاصاحب پخپله ځینو خیمو ته ورغی هغوی نه پیژانده ، خبري یې ورسره وکړي. چې را روان شو په مخابره کې یې د کندهار والي صاحب او د میدان هوایی مسئولینو ته امر وکړ چې د دې خلکو غم وخورئ، یوه انساني فاجعه رامنځ ته کیدونکي ده، په الوتکو او موټرو کې یې داسی ځای ته را نقل کړئ چې هلته اوبه وي. او په ټانکرو کې یې څارویو ته اوبه ور ورسوئ. چې بیا وروسته د هغو خلکو ښه خدمت وشو، هم دوی او هم یې څاروي وژغورل شول.
۹– متوکل صاحب وایې: مرحوم ملا صاحب ته څو ځله په جهاد کي د شهیدي سوي ښۍ سترګي په عوض د مصنوعي سترګي د وراچوولو وړاندیز وسو خو د ده ځواب به دا وو چي په آخرت کي الله تعالی ته په یوه سترګه مخامخیږم نو خیر دی د مخلوق سره دي هم په یوه سترګه واوسیږم څه چټي نفسي سامان به کوم.
پورته ذکر شوي واقعات یې،،،، از قبیله، مشت نمونه ئی خروار است).
الله تعالی دې مرحوم مشر ملاصاحب مبارک پخپل خاص رحمت سره ونازوي،،، پر ځای ناستو، اولادونو، کورنۍ او لارویانو دې یې مهربانۍ او برکتونه تلپاتي ولري. ….. آمین
پای …………!!
۲۰۲۰/ ۴/ ۲۳
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.