د فتحو د روان بهير لامل د الله تعالی کامل نصرت دی

حمزه حسیني د الله تعال ستر کرم او احسان دی چې مغرور دښمن يې د طالب په وړاندې را وپرزاوه، په هغه وخت کې له دومره لوی قوت سره مقابله کول په جنون تعبرېده، خو نن الله تعالی هماغه دښمن له ټول توان او نظامي وړتيا سره سره د شکست په سیند لاهو کړ، رښتيا […]

حمزه حسیني

د الله تعال ستر کرم او احسان دی چې مغرور دښمن يې د طالب په وړاندې را وپرزاوه، په هغه وخت کې له دومره لوی قوت سره مقابله کول په جنون تعبرېده، خو نن الله تعالی هماغه دښمن له ټول توان او نظامي وړتيا سره سره د شکست په سیند لاهو کړ، رښتيا ده چې حق به بريمن وي، دا دومره موده چې په سختيو کې تېره شوه د الله تعالی له خوا یو ستر امتحان و، اوسمهال چې کومې فتحې روانې دي دا هم تر ازموينې کمه نه ده او زما په اند دا امتحان به تر تېر شوي امتحان لا سخت وي، چې بايد فرد فرد په کامله توګه ورته متوجه واوسو.

دا خو هر چا ته جوته ده چې مسلمانان هره ګړۍ د الله تعالی په امتحان کې ښکېل وي، که پرې صابرين شي، نو به کاميابي تر لاسه کړي او که يې ورباندې بې صبري يا غرور او تکبر وکړ، د دنيا او اخرت له خزلان سره به مخ شي، اوسمهال چې د هيواد په لر او بر کې د الهي نصرت له امله کوم فتوحات روان دي، بايد موږ یې شکر اداء او د خپلو مشرانو پوره پوره اطاعت وکړو، کومې توصيې چې يې په دې اړوند تر موږ رارسولي باید لازمه یې وګڼو چې د عمل جامه ور واغوندو.

مشرانو چې کوم فرامين او هدايات تر موږ او تاسې پورې رارسولي بايد په پوره احترام يې عملي کړو، دوی تر همدې بريده خپل مسئوليت اداء کړی، تر دې هآ خوا تر موږ او تاسې پورې اړه لري چې تر کومه بريده يې عملي کوو، هوکې! که د دوی فرامين مو ومنل او په هغه مسير رهي شو نو بېشکه چې کاميابي به زموږ او ستاسې په برخه وي او الله تعالی مه کړه که د مشرانو هدايات مو و نه منل نو د ممکنه پېښدونکو ستونزو مسئول موږ او تاسې یو.

څو اهم ټکي چې زما په قاصر ذهن کې شته هغه دا، چې د اسلامي امارت پياوړي مجاهدين بايد د هرې فتحې په درشل کې له پوره دقت څخه کار واخلي، هسې نه له یوې کوچنۍ تېروتنې سره د نه جبرانېدونکو ستونزو سره مخ شو، له اسيرانو سره مو لا رويه نرمه او ښه شي، د غنيمتونو په هکله باید جدي پاملرنه وشي، ځکه په شخصي تصرف کې يې راوستل ستره ګناه ده او له ضیاع یې باید وساتو ځکه دا د بیت المال اړوند دي، همدا راز د خپلو ملګرو، هیوادوالو او د هیواد لرغونو اثارو او دفتري اوراقو ته د مصئونيت لپاره لازم تدابير ونیولی شي، مشران ملګري باید له ټولو حالاتو ځانونه باخبره وساتي تر څو د ممکنه ستونزو پر وړاندې حوصله له لاسه ور نه کړي او خپل پرسونل د دښمن له مکر څخه لرې او محفوظ وساتي.

دا چې روانو حالاتو د دنياوالو پام ځان ته اړولی دی، نو مجاهدين بايد له ډېرې ځيرکتيا څخه کار واخلي، داسې کړنې تر سره نه کړي چې خدای نخواسته د اسلامي امارت دا سپېڅلی صف پرې داغداره شي، د کشرانو مجاهدينو له کړو وړو دې مشران مجاهدين هرومرو ځانونه باخبره وساتي او که امکان يې درلوده، فارغين مجاهدين دې شرعي دورې ورته پيل کړي او خپل ملګري دې د الله تعالی طرف ته متوجه کړي.

په آخر کې دعاء کوم چې رب العلمين دې زموږ د مجاهدينو وروڼو په کامله توګه حافظ او ناصر شي آمین.

ددې سترې بریا مبارکي ټولو غیورو افغانانو ته وړاندې کوم.