نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
ليکوال احمد عزام د شيخ جلال الدين حقاني صيب په علمي ، جهادي او سياسي ژوند زيات شمېر محترمو ليکوالانو د خپل فهم ، برداشت ، ذوق او استعداد مطابق ليکنې کړې دي، د حقاني صيب له ستړياوو، تکاليفو، هجرتونو او سفرونو څخه یې مسلمه امت خبر کړی دی او له سپڅلي دين او مجاهد […]
ليکوال احمد عزام
د شيخ جلال الدين حقاني صيب په علمي ، جهادي او سياسي ژوند زيات شمېر محترمو ليکوالانو د خپل فهم ، برداشت ، ذوق او استعداد مطابق ليکنې کړې دي، د حقاني صيب له ستړياوو، تکاليفو، هجرتونو او سفرونو څخه یې مسلمه امت خبر کړی دی او له سپڅلي دين او مجاهد اولس سره يې د هغه د صدق او وفا رښتونی تصوير وړاندې کړی. یواځې جهادي نه، بلکې په هر ډګر کې که د حقاني صاحب خدمات را اخلو او په ليکلي ډول ترتيب ورکوو، نو په جلدونو کتابونه به وليکل شي، خو بيا به هم دهغه حق اداء نشي. د دې لیکنو هدف دا دی چې د مسلمه امت د اتلان په کتار کې د دغه اتل رښتونې څېره هم نړۍ ته وښودله شي، ځکه که چېرې دا ډول شخصيتونه د تاریخ پاڼو ته ونه سپارل شي نو خدای ناخواسته داسې وخت به راشي چې خلک به د اتل او خاين تر مينځ توپير نه شي کولی. یقني ده چې ليکلي آثار په لوستونکو او په ځانګړې توګه د راتلونکي نسل په ذهنونو زيات او تل پاته اغېز لري، په دې صورت کې به د دين او هېواد دښمنانو ته دا فرصت نه وي چې زمونږ د برم او عزت د مخکښانو وياړلی تاريخ راتلونکو نسلو ته پيکه او يا هم محرف انځور کړي. له همدې امله په کار ده چې د دوو جهادونو د رهبر شيخ جلال الدين حقاني صيب رحمه الله فرهنګي خدمات هم له یاده ونه باسو او نوی نسل په دغه ډګر کې د خپل دغه اتل له کار او زیاره خبر کړو. فرهنګي چارو ته د هېواد په تېر تاريخ کې ډېره کمه توجه شوې، دا چې حقاني صيب په دومره ترينګلي حالت کې سره له دې چې لوړ نظامي مسؤلیتونه په مخ وړل، فرهنګي ډګر هم ګرم ساتلی و د ډېر ستايلو وړ دی. دلته د هغه له څو یادګاري خدمتونو څخه یادونه کوو: ۱: د منبع الجهاد په نوم مياشتنۍ مجله چې په پښتو او عربي ژبو چاپېده د وخت د ليکوالانو سياسي ، ادبي او علمي ليکنې به په کې نشرېدلې، او د هغه مهال په ورځنیو پېښو او حالاتو به یې هم شې تحقیقي لیکني خپرولې. ۲: نه یواځې دا چې حقاني صيب د مجلو اهميت درک کړی و، بلکې غوښتل يې چې له روان جهاد څخه په رښتوني ډول نوره نړۍ هم آګاه او خبره وي، په همدې خاطر په اردو د نصرت الجهاد په نوم يوه بله مياشتنۍ مجله هم چاپېدله چې په مټ به یې له افغانستانه بهر هم خلک د دښمن په وحشتونو او د مجاهدینو په پرمختیاو او خدمتونو خبرېدل، او دا يوه ښه مرجع وه چې پرته له کوم توپيره يې د ليکوالانو ليکنې پکې ځایولې. ۳: دا چې د نن غونډې هغه مهال هم راډيو د آن لاين تبليغاتو يوه ښه او مؤثره وسيله وه حقاني صيب (رحمه الله) دا هم له نظره نه وه غور ځولې، هغه د مجاهد غږ په نوم یوه راډيو درلوده، چې پرله پسې ورځينۍ خپرونې به یې کولې او په ديني، خبري، سياسي او ادبي برخو کې د پوره معلوماتو ترڅنګ به یې د جهاد له ګرمو سنګرونو څخه تازه او په زړه پورې راپورونه نشره ول. ۴: هغه مهال د جهاد هنداره په نوم پښتو اوونيزه جريده هم وه چې ګټور فعالیت یې درلود. ۵: چاپي آثار يا په بله اصطلاح کتابونه ليکل زمونږ په افغاني ټولنه کې د بیلا بیلو علتونو په وجه یو دروند کار دی، ځکه د یو لیکوال لپاره چې اقتصادي وضعیت یې هم ښه نه وي د کتاب لیکل، چاپول او خرڅول یو ډېر پر مشقته کار دی او که د چاپ وس یې ونه لري، نو د لیکلو زیار یې هم په څو کلونو کې په اوبو لاهو کېږي، خو مرحوم حقاني صاحب دغې برخې ته هم پوره توجه کړې وه، لیکوالان به یې د چاپي اثارو لیکلو ته تشویقول او د دوی لیکلي اثار به یې ورته چاپول، چې په دغه ډګر کې یې هم ګڼ چاپ کړي کتابونه ترشا پاته دي. ۶: د امريکا يرغل يوازې نظامي یرغل نه ، بلکې اقتصادي، کلتوري، فکري او تبليغاتي يرغلونه هم ورسره مله و، او څومره ورانی چې نظامي یرغل لري تر هغه څو چنده زیات تخریب د تبلیغاتي او فکري یرغل له کبله را منځته کېږي، نو د حقاني صاحب په ګډون د اسلامي اما رت مشرانو دغه فتنه په خپل وخت درک او د مقابلې لپاره یې د منبع الجهاد په نوم یوه مجهزه استډيو جوړه کړه، له دې لارې یې د مجاهدينو د کمينونو، اعداد ، استشهادي بريدونو او نورو مستند جهادي فلمونه نشر کړل چې په ډېره پيمانه مفيد تمام شول، او د فکري اشغال په برخه کې یې د دښمن هڅې ناکاره کړې. دا یواځي د مشت نمونه خروار په توګه د لوستونکو حضور ته وړاندې شول، کېدای شي بعضو ته به کم معلوم شوي وي، خو که چېرته د روسانو يرغل څخه په صحيح ډول ځان خبر او د حقاني صيب په جهادي امورو کې ژور مصروفيت ته وکتل شي، نو سړی پوهېدای شي چې په فرهنګي ډګر کې د نظامي سرلارې مشر لپاره دومره فعالیت او توجه څومره د تقدیر وړ ده. فرهنګي بخش ته د حقاني صيب توجه د نوموړي له اخلاصه ډک نيت، ځيرکتيا او ښه فعاليت په ډاګه کوي. په دې ټولو برسېره د حقاني صاحب یو بارز فرهنګي فعالیت په هغه وخت کې د روسانو په ضد جهادي تقریرونه ول، چې ثبتېدل او ترلري لري پورې د خلکو د استفادې او ذهن سازۍ لپاره رسول کېدل. لنډه دا چې دغه پیاوړي او هراړخیز شخصیت هر سنګر داسې پاللی چې راتلونکي څو پيړۍ به هم د وخت مجاهدين د نوموړي له تجربو او ښو فعاليتو زده کړه کوي او د جاړیې صدقې په توګه به یې هغه ته ثوابونه رسېږي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.