نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
هلته چې امارت تحريک و او بيا هلته چې تحريک امارت شو شهيد قائد له هغو مشرانو څخه وو چې د اسلامي امارت د پيل له کلونو څخه بيا تر صليبي سپيره يرغل او له هغه را وروسته زيات کلونه يې په خپل هيواد کې پرلپسې ډول له داسې چيلنجوونکو، سختو ستونزو او ربړو سره […]
هلته چې امارت تحريک و او بيا هلته چې تحريک امارت شو
شهيد قائد له هغو مشرانو څخه وو چې د اسلامي امارت د پيل له کلونو څخه بيا تر صليبي سپيره يرغل او له هغه را وروسته زيات کلونه يې په خپل هيواد کې پرلپسې ډول له داسې چيلنجوونکو، سختو ستونزو او ربړو سره مقابله وکړه،چې هغه ته يې د ډېرو اولوالعزمه قائدينو په فهرست کې ځای ورکړ،ميدان يې خوشې نکړ… نوموړي له حالاتو سره د مقابلې کولو يو ځانګړی مهارت او هنر درلود.
هغه يو متحرک او خوځند شخصيت و، له رکود او جمود څخه يې بد راتلل،هغه خپله مبارزه او قرباني تر يوه محدود زمان او ځانګړي مسئوليت پورې نه وه منحصر کړي،هغه که د افغانستان د ټولو هوايي ځواکونو عمومي قومندان، د هوايي چلند او توريزم وزير او د ملا محمدعمر مجاهد خاص معتمد او مشاور، که د رهبري شوری غړی، بيا د اسلامي امارت نائب او بيا اميرالمؤمنين و، او که يو مهال د کندهار ولايت جهادي مسئول و)چې دا مسئوليت نسبتاً پورتنيو مسئوليتونو ته وړوکی و ( نو په دې ټولو اوږدو او امتحاني پړاوونو کې يې په پوره ايمانداري،اخلاص او د ذمه واري له احساسه سره د جهادي چارو دپرمختګ او د اسلامي نظام لپاره هلې-ځلې کولې او په ډېر اخلاص خپله اسلامي مبارزه پر مخ بېوله…
شهيد منصوررحمه الله له يو شمېر هغوکسانو څخه نه وو،چې د امريکايي استکبار له يرغل وروسته يې د اسلامي امارت په ځينو اقداماتو او پاليسيو بې ځايه او بې وخته اعتراضونه کول او ځانونه يې په مصئونو سوړو ننيوستل،چې له رسنيو سره په څرګندونو کې يې د خپلو ځانو او اولادونو د تحفظ په خاطر هسې معميات ويل او تورييې يې کولې، غوښتل یې خپل ځانونه په دا راز کړنو سره دښمنانو ته يو څه ورنږدې وښيې،لکه چې دا کمزوري کسان په خپلو تېرو مبارزو او قربانيو پښېمانه وي،خو دمنصوررحمه الله د سياست په ډکشنرۍ( قاموس) کې په دې تاوجنو حالاتو کې هم د ناکامي او مايوسي لغت ونه موندل شو.
د اسلام دښمنانو د داسې جامعو صفاتو څښتن شخصیت کله په مسلمانانو لوریده،نو یې له ډېرو هلو ځلو او شیطاني کړيو له استخدامولو وروسته د اسلام په دغه عظیم سالار هوایي بریدوکړ او هغه یې د ۱۴۳۷هق کال د شعبان د میاشتې په۱۴مه نېټه د شهادت لوړ مقام ته ورسا وه.
روح يې يې ښاد او لارويان يې همداسې باثباته او خپلو موخو ته ژمن اوسه!
انالله وانا الیه راجعون
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.