نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکنه : قاري عبدالستار سعید زیږېدنه ملاسیف الرحمن منصور د شهید مولوي نصرالله منصور زوی په کال ۱۳۴۸ هــ ش کې دپکتیا ولایت دزرمت ولسوالۍ دسهاکو دسیمې دهیبت خېلو په کلي کې په یوه دینداره او علمي کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړولې . دسیف الرحمن منصور پلار شهید مولوي نصرالله منصور ( چې اصلي […]
لیکنه : قاري عبدالستار سعید زیږېدنه ملاسیف الرحمن منصور د شهید مولوي نصرالله منصور زوی په کال ۱۳۴۸ هــ ش کې دپکتیا ولایت دزرمت ولسوالۍ دسهاکو دسیمې دهیبت خېلو په کلي کې په یوه دینداره او علمي کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړولې . دسیف الرحمن منصور پلار شهید مولوي نصرالله منصور ( چې اصلي او کورنی نوم یې مولوي فضل الرحمن و اووروسته یې په مولوي نصرالله منصور شهرت وموند) له شاهي دور څخه دخپلې سیمې او افغانستان په کچه یو وتلي دیني عالم او سیاسي مبارز و، چې دغزني له نورالمدارس فاروقیه مدرسې څخه فارغ التحصیل او دخدام الفرقان په نامه ددیني علماء کرامو دیوه تنظیم له عالیرتبه مسؤلینو څخه و. مولوي نصرالله منصور له افغانستان شموله سیاسي او دعوتي هلو ځلو سره په څنګ کې ددیني علومو تدریس هم کاوو ، او په خپل کلي ( هیبت خېلو ) کې یې ددیني علومو دتدریس حجره درلوده . سیف الرحمن منصور دمولوي نصرالله منصور دوهم زوی و چې په یوه درانه علمي کاله کې وزېږېد، دخپل عالم او مجاهد پلار په سیوري کې یې وده وکړه ، او له کوچنیوالي څخه په دیني او جهادي روحیه وروزل شو . د زدکړو سلسله ملاسیف الرحمن منصور خپلې ابتدائي زده کړې په خپل پلرني ټاټوبي کې له خپل پلار مولوی نصرالله منصور څخه پیل کړې. وړاندې وویل شول ، چې شهیدمولوي نصرالله منصور دزرمت په هیبت خېلو کې مدرسه درلوده ،ملاسیف الرحمن منصور ابتدايي زده کړې همدلته پیل کړې. کله چې د داودخان دواکمنۍ په وخت کې په افغانستان کې په سیاسي فعالیتونو باندې بندیز ولګول شو، او په ځانګړي ډول په سیاسي مبارزو علماء کرامو باندې دژوند کړۍ تنګه شوه، مولوي نصرالله منصور هم دحالاتو دسختیدو له امله د داودخان دواکمنۍ په دوهم کال خپل کور او عیال له خپل کلي ( هیبت خېلو ) څخه دزرمت ولسوالۍ غرنۍ سیمې ( شاهیکوټ ) ته نقل کړ، او هلته یې امامت ، تدریس او سیاسي اصلاحي فعالیت پیل کړ. سیف الرحمن دلته هم ابتدایي دیني زده کړې تعقیبولې خو وروسته دحالاتو دډیرو سختیدو له امله مولوي نصرالله منصور صاحب خپل کور بیرته خپل کلي ته واستاوو او خپله یې د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ( دشمالي وزیرستان میرانشاه ته ) هجرت وکړ، وروسته کله چې په افغانستان کې کمونیستان واک ته ورسیدل او مهاجرت لړۍ پیل شوه ، سیف الرحمن منصور هم له خپلې کورنۍ سره لومړی میرانشاه او بیا پیښور ته ولیږدیدل. ملاسیف الرحمن منصور څه موده دپښتونخوا د ډيره اسمعیل خان په کلاچي نومې سیمه کې په جامعه نجم المدارس او په ګوجرانواله کې په جامعه عربیه کې زده کړې ترسره کړې، او وروسته یې د ډیرې مودې لپاره د پیښور په بخشي پل او باړه کې په الجامعة نورالمدارس فاروقیه کې زده کړو ته دوام ورکړ . په دې مدرسه کې یې نهم صنف ولوست ، او وروسته په جهاد کې دمصروفیت له امله دخپلو زده کړو په پوره کولو ونه توانېد. په مروجو دیني زده کړو سربیره ملاسیف الرحمن منصور د ( اسلامي سیاست او اسلامي دعوت ) په نامه هغه ځانګړي کورسونه هم ویلي و چې دشهید مولوي نصرالله منصور لخوا به د مدرسو دکلنیو رخصتیو په مهال طالبانو ته ویل کیدل. په دې سربیره ملاسیف الرحمن منصور حربي او نظامي درسونه هم په څوڅو ځله لوستي و. دروس ضدجهاد په مهال دجهادي اعداد په یوه مرکز کې ملاسیف الرحمن منصور له ډيرو نورو ملګرو سره په سپکو وسلو سربیره د څو ډوله توغندیو لکه ( میلان ، SPG-9 ، ۸۲ ملي متري توپ او RPG راکټ ) ځانګړې مسلکي زدکړې ترسره کړې ، دغه راز دکمونیزم ضد جهاد په وروستیو کلونو کې یې په پکتیا کې دټانک ، توپچي او نظامي نقشو په برخه کې هم عملي زده کړې وکړې ، دنوموړي جهادي ملګري وایي ، ملاسیف الرحمن منصور په دې سربیره چې یو ماهر ټانکس و ، په جګړه کې په استعمالیدونکو ټولو سپکو او درنو وسلو کې یې مهارت درلود او په مؤثره توګه یې استعمالولای شوای . د طریقت بیعت ملاسیف الرحمن منصور لکه څنګه چې له کفارو او دهغوی له پیروانو سره دوسلوالې مبارزې دډګر مجاهد و همدارنګه یې له نفس اماره او شیطان سره دجهاد لاره هم په پوره میړانه پاللــه. څرنګه چې دده پلار شهید مولوي نصرالله منصور دکابل دقلعه جواد له حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي ( رحمه الله ) سره نږدې تعلق او بیعت درلود ، ملاسیف الرحمن منصور هم دنقشبندیه مجددیه طریقي وتلی صوفي او سالک و . ملاسیف الرحمن منصور په پیل کې له مرحوم خلیفه صاحب فضل الدین ( مشهور دارغندۍ په خلیفه صاحب ) سره بیعت کړی و. او دهغه له وفات وروسته یې دزرمت له خلیفه صاحب دین محمد او دوردګو دجغتو له خلیفه صاحب احمدضیاء سره همیشنی تعلق او رابطه درلوده . دتصوف دلارې دیوه لاروي په توګه ملاسیف الرحمن منصور په شخصي توګه خورا تقوی لرونکی و، چې دجهادي مشرتوب په مهال یې په ملګرو همیشه ځینې فوق العاده معمولات مقررول ، دبیلګې په توګه دپنځه لمونځونو له جماعت وروسته پنځه سورتونه لوستل ( سهار سورت یاسین ، ماسپښین سورت الفتح ، مازدیګر سورت النباء ، ماښام سورت نوح ، ماخستن سورت الملک ) دغه راز سهار له لمانځه وروسته دخوب په ځای وظیفه یاسپورت کول او مازدیګر ( ختم خواجه ګان ) کول هم دملاسیف الرحمن منصور له معمولاتو څخه و . ملاسیف الرحمن منصور دژوند په وروستیو کې دتصوف مروج مراحل پای ته رسولي وو، دنوموړي جهادي ملګري په بیلابیلو جهادي مراحلو کې دده د کراماتو کیسې کوي ، چې ترټولو ښکاره کرامت یې دشهادت په ورځ لیدل شوی و. د کمونیزم ضد جهاد او په اسلامي امارت کې یې خدمات ملاسیف الرحمن منصور له ماشومتوبه په جهادي روحیه روزل شوی او له جهادي عشق او جذبې ډک زړه یې درلود ، دنوموړی دکشرتوب یو ملګری ( قاري اکمل ) وایي: هغه وخت چې دملاسیف الرحمن منصور عمر یوازې ۱۲ کاله و او د ډيره اسمعیل خان په کلاچي نومې سیمه کې یې درس وایه، کله به چې په مدرسه کې ختم کیده ، یا به دعا کیدله ، ده به ددعا په وخت سخت ژړل اوبې دریغه اوښکې به یې تویولې ، قاري اکمل وایي: یوه ورځ مې ترې وپوښتل ، ولې داسې ژاړې ؟ ملاسیف الرحمن په ځواب کې راته وویل ( ګوره مونږ دلته په ارام په مدرسه کښي ناست یود افغانستان په غرونوکي به څومره مجاهدین نن بیاپه شهادت رسیدلي وي، الله تعالی دي ماته ځواني په نصیب کړي چي دمقدس جهادلپاره زه هم دمجاهدینوپه صفونوکښي وردننه شم دالله تعالی په لار کې وجنګیږم اودشهادت مقام مي په نصیب شي ) دهمدې جهادي فطري مینې له امله و چې ملاسیف الرحمن منصور له تاندې ځوانۍ بیا دژوند تر وروستۍ شیبې پورې ټول ژوند په جهادي هلوځلو کې تېر کړ. نوموړی ۱۶ کلن و چې په لومړي ځل یې په ننګرهار ولایت کې دروسانو او دهغوی دمزدورانو په خلاف په جهادي عملیاتو کې برخه واخیسته، چې په دې لومړي جهادي سفر کې ټپي هم شو، وروسته یې دخوست په ولایت کې هم په جهادي عملیاتوکې ګډون درلود، دغه راز یې په ۱۹۸۷ ـــ ۱۹۸۹ کلونو کې دپکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې په بیلابیلو جهادي تعرضونو کې شمولیت درلود ، چې په دې کلونو کې هم دګردیز په دفاعي پوستو دیوه تعرض په مهال ټپي شو ، په ۱۹۸۹ کال کې چې کمونیستو ګلم جم ملیشو دزرمت په ولسوالۍ برید وکړ، په دې وخت کې ملاسیف الرحمن منصور دیوه جهادي ګروپ مشري په غاړه درلوده . کله چې دکمونیزم ضد اسلامي جهاد بریالی شو، ملاسیف الرحمن منصور دپکتیا په ګردیز کې په خپل کور کې اوسېده ، په ۱۳۷۱/۱۱/۲۰ هــ ش نیټه کله چې مولوي نصرالله منصور په یوه ناځوانمردانه برید کې په شهادت ورسید، سیف الرحمن منصور ته دخپل کور په چارو سربیره دخپلو جهادي ملګرو دسمبالښت اومشرتوب چارې هم ورله غاړې شوې. په دې موده کې نوموړی دپکتیا په ګردیز کې د ۱۵ مې زغره والې لواء قومندان او دشهید منصور صاحب دجهادي ملګرو له مشرانو څخه و، چې ورځنی مصروفیت یې دخپلې ترواک لاندې سیمې دامنیت ساتل او دجهادي ملګرو اعداد او نظامي تربیه وه. په دې موده کې نوموړی په ګردیز کې دهغه کسانو په مقابل کې په کلکه ودرید چې غوښتل یې دښار امنیت اخلال کړي ، چې له همداسې کسانو سره په یوه برخورد کې یو ورځ دچپ لاس په ورغوي ټپي هم شو ، او دری ګوتې یې له کاره ولوېدې . کله چې دعامه فساد په مقابل کې له کندهار څخه دطالبانو او دیني علماء کرامو تحریک پیل شو، ملاسیف الرحمن منصور او دده ملګرو ( چې زیاتره یې طالبان وو) دیوه هیئت له لیږلو وروسته سمدستي ترې ملاتړ اعلان کړ. دده ځیني ملګري دیوه کاروان په شکل دطالبانو سره دپیوستون په خاطر دکندهار په خوا وخوځیدل ، دوی دښرنې او او شلګر له لارې ترمقر پورې ورسیدل ، چې دا وخت دطالبانو تحریک هم همدې سیمې ته راورسید او دوی ورسره یوځای شول او په ګډه یې دغزني دښار په لور حرکت پیل کړ، کله چې په غزني ښار برید کیده خپله ملاسیف الرحمن منصور دپکتیا له خوا له څوټانګونو او مسلحو ملګرو سره په عملیاتو کې برخه واخیسته ، دغزني په یونټ باندې عملیات داسلامي امارت په پلوۍ دنوموړي لومړني جهادي عملیات وو. دغزني له نیول کیدو وروسته داسلامي تحریک دمشرانو لخوا ملاسیف الرحمن منصور او دده ملګرو ته د ټانکونو او نورو زرهي او توپچي وسایطو مسؤلیت وسپارل شو ، څرنګه چې دمنصور صاحب ملګرو له وړاندې په دې برخه کې زده کړې درلودې ، دوی په غزني کې موجود ټانکونو هم سمبال کړل ، دغه راز یې له کندهار ښار څخه هم څو ټانکونه راوستل ، له دې وروسته ملاسیف الرحمن منصور په میدان ښار ، لوګر او چهاراسیاب کې داسلامي تحریک په پرمختیایي عملیاتو کې برخه واخیسته ، دکابل له فتحې څه موده وړاندې دپکتیکا په اورګون کې چې د ( پري ) په نامه دیوه جګړه مار په خلاف عملیات ترسره شول ، هم ګډون یې په کې درلود چې ددې عملیاتو وروسته یې دفتحې په هغه کاروان کې دتحریک دنورو مشرانو ترڅنګ دیوه ډلګۍ مشر په توګه سفر پیل کړ، چې له پکتیا څخه روان شو، ځاځي ، سپینه شګه ، ازره او حصارک یې تصفیه کړل ، جلال اباد یې ونیو او وروسته یې کابل فتحه او احمدشاه مسعود یې دپنجشیر تر ( دالان سنګ ) تنګي پورې په شا وتمباوو. دکابل له فتحې وروسته ملاسیف الرحمن منصور دقرغې داتمې فرقې دمعاون او دټانک کنډک دمسؤل په صفت دنده پیل کړه ، نوموړی بیاپه افغانستان باندي دصلیبیانودبریدترمهاله په همدې دنده او دکابل دشمال په دفاعي خطوطو کې پاته شو، چې په دې ترڅ کې یې ډيره موده د شکردرې دلومړنۍ جنګي کرښې دمسؤل په صفت هم دنده ترسره کړه . په شمالي کې داسلامي امارت په څو واریزو پرمختګونو کې په ټولو کې ملاسیف الرحمن شرکت درلود، چې دنوموړي دوروڼو له جملې ملامنصور الرحمن منصور هم په همدې استقامت په شهادت ورسید ، کله چې په ۱۹۹۷ میلادي کال کې داسلامي امارت مجاهدین دسالنګ له تونل څخه ووتل، ملاسیف الرحمن منصور او ملګري یې هم ددې کاروان برخوال وو ، ددې عملیاتو په مهال نوموړی پلخمري ته نږدې د رباتک په سیمه کې په نس کې په مرمۍ ولګېد ، او سخت ټپي شو ، چې دهلیکوفتر په واسطه دجګړې له سیمې کابل ته انتقال کړای شو . تردې وروسته دکابل په شکردره کې دمسؤلیت په مهال دهاوان په چره دنوموړي ښی لاس سخت زخمي شو، دښي لاس دڅنګلې هډوکی ( مفصل ) یې له منځه لاړ او لاس یې په بشپړ دول له کاره ولوېد ، تردې ټپ وروسته دنوموړي په دواړو لاسونو کې یوازې دچپ لاس دوو کوچنیو ګوتو حرکت کاوو، نوریې دبیا بیازخمونه له وجې لاسونه له کاره لویدلي وو، په شمالي باندې دوروستیو تهاجمي عملیاتو په مهال کله چې ملاسیف الرحمن منصور له خپلو ملګرو سره ددښمن له خوا محاصره شو ، نو دنجات دیوازیني لوري په توګه یې دغوربند په خوا پرمختګ وکړ ، په دې توګه نوموړی له ډيرو مجاهدینو سره یوځای ددښمن له ضرر څخه په امن شول ، په دې عملیاتو کې هم نوموړی په سر باندې ټپي شو ، خو دا ځل یې ټپ ډیر ژور نه و. کله چې په افغانستان امریکا برید وکړ ، ملاسیف الرحمن منصور هم داسلامي امارت دنورو مجاهدینو سره دشمال په دفاعي خطوطو کې تروروستۍ شیبې مقاومت وکړ ، کله چې داسلامي امارت ځواکونو له کابل څخه عقب نشیني وکړه ملاسیف الرحمن منصور هم له خپلو څوتنو ملګرو سره لوګر ته راغی ، په دې وخت کې نوموړي داسلامي امارت نورو مسؤلینو او جهادي ملګرو ته مشوره ورکړه ، چې دشمالي ټلوالې دپرمختګ دمخنیوي لپاره دې په لوګر یا دتېرې په کنډو کې دفاعي خط جوړ شي ، خو څنګه چې دامریکایانولخوا سخت بمبار روان و وروسته مصلحت دا وبلل شو ، چې دجبهه یي مقاومت په ځای دې چریکي جنګونه پیل شي ، په دې توګه ملاسیف الرحمن منصور له خپلو ملګرو سره خپلې سیمې ( دپکتیا زرمت ) ته راغی ، په همدې وخت کې سره له دچې حالات نامساعد وو نوموړي دعالیقدر امیرالمؤمنین دلیدلو او هدایت ترلاسه کولو په نیت کندهار ته سفر وکړ ، ددې سفر په مهال نوموړي دعالیقدر امیرالمؤمنین په لیدلو بریالی نه شو ، خو دمخابرې له لارې یې داپیغام او هدایت ترې ترلاسه کړ، چې ( ټولو مجاهدینو ته ووایئ چې غرونو ته وخیږي ، او په هرډول چې ممکنه وي دامریکایانو په خلاف جهاد ته ادامه ورکړئ ) له کندهار څخه له راګرځیدو وروسته نوموړي بې له ځنډه دشاهیکوټ په غره کې دجهادي قرارګاه په جوړولو او چریکي جهاد په پیلولو شروع وکړه . دمهاجرو مجاهدینو برخلیک او دشاهیکوټ جګړه ملاسیف الرحمن منصور داسلامي امارت دواکمنۍ په مهال هم له مهاجرو مجاهدینو سره ځانګړی تعلق او خواخوږ ي درلوده، نوموړي به ملګري همیشه په دې مامورول چې ددې مهاجرینو سره ښه او له تبعیضه پاکه ګوزاره وکړي ده به ویل ( موږ ته کیدای شي کله ناکله دخاورې یاقدرت سوچ راولویږي خو دې خلکو یوازې دالله تعالی ددین په خاطر خپل وطنونه پرې ایښي او موږ ته یې پنا راوړې ) دکابل له سقوط وروسته دمهاجرو مجاهدینو په سلګونو کورنۍ هم له کابل څخه دپکتیا په خوا وکوچېدې، سره له دې چې له دوی سره لویان او نارینه هم وو ، خو زیاتره یې بي سرپرسته تورسرې او ماشومان وو چې مشران یې یا پخوا شهیدان شوي وو او یا دهیواد په شمال کې بند پاته وو. په دوی کې پیژندل شوې څيرې قاري محمدطاهر فاروق، ابوخباب المصري ، عبدالرحمن کنیډي ،شیخ ابوعلي ، ابواللیث اللیبي ، سیف العدل ، ابومصعب السوري ، زیدالخیر ، ابومحمد او عبدالهادي وو، چې ورسره دعربي ، شیشاني ، ازبکي ، او ترکستاني مهاجرینو په سلګونو مجاهدین او کورنۍ وې . ملاسیف الرحمن منصور دخپل یوه ملګري ( دجنوبي وزیرستان اوسیدونکي شهیدنیک محمد ) سره په ګډه ددغو مهاجرینو دخوندي کولو او نجات لپاره داسې ترتیب جوړ کړ، چې په پایله کې یې په زرګونو مجاهدین او مسلمانې مهاجرې تورسرې دامریکایي وحشي یرغلګرو له ضرر څخه په امن او زیاتره یې خپلو اصلي هیوادونو ته ورسول شوې، دوی په لومړي قدم کې په زرمت او دپکتیا او پکتیکا په نورو سیمو کې دولسي افغانانو په منځ کې ددې مهاجرینو دخوندي کولو کوښښ وکړ ، شهید نیک محمد په وزیرستان کې ددوی دورتګ لپاره زمینه برابره او ځایونه پیدا کړل، او له هغه ځایه یې ترخپلو هیوادونوپورې ددوی درسولو پروګرام عملي کړ. ددې مهاجرینو موټران او نور دخرڅلاو وړ وسائل په نغدو پیسو خرڅ کړای شول او دوی ته یې پیسې تسلیم شوې وروسته دیوه پټ او منظم پروګرام په ترڅ کې ددې مجاهدینو تورسرې او ماشومان وزیرستان او له هغه ځایه دکراچۍ ترساحله رسول کیدل، او له هغه ځایه دهوا یا سمندر له لارې خپلو هیوادونو ته ستنیدل ، ددې بهیر په پایله کې په سلګونو کورنۍ په ځانګړي توګه دعربو مجاهدینو په عزت سره خپلو اصلي ټاټوبیو ته ورسول شوې . د مهاجرو مجاهدینو له خوندي کولو او لېږد سره سره ملاسیف الرحمن منصور او ملګري یې دامریکایانو په خلاف دمنظم مقاومت جاري ساتلو او لومړنیو امادګیو ته هم متوجه وو، دوی دهمدې لپاره دزرمت ولسوالۍ په جنوب ختیځ کې دشاهیکوټ په غرونو کې ( چیرته چې دروس ضد جهاد په مهال دمجاهدینو یوه قوي جبهه موجوده وه ) دیوه جهادي مرکز په جوړولو پیل وکړ ، دې مرکز ته که له یوې خوا له ګردیز اونورو سیمو څخه سپکې او درنې وسلې او مهمات انتقال شول، له بلې خوا دشاهیکوټ درې په ټولو خواوو کې دمحکمو مورچلو او سنګرونو دجوړولو او د دافع هوا په شمول دبیلابیلو وسلو نصبول هم روان وو. مجاهدینو د ۲۰۰۱ لومړي کال له دسمبر څخه د ۲۰۰۲ کال ترمارچ پورې په خورا سختې یخنۍ او پیچلو شرایطو کې ددې مرکز دجوړولو او استحکام لپاره کارکاوو ، دا داسې وخت و چې امریکایي یرغلګر دځمکې او هوا له لارې دمجاهدینو په تلاش کې وو، او افغان مجاهد اولس په ټولیزه توګه له سخت عدم اطمنان او ناهیلۍ سره لاس او ګریوان و. ملاسیف الرحمن منصور د ناهیلیو په دې سخت او امتحاني پړاو کې یوازې په الله تعالی باندې توکل وکړ ، دحالاتو نامساعدتیا، دوسائلو او ملګرو کموالي او یوازیتوب یې عزم متزلزل نه کړ، او نه یې دجهاد او تعقل دځینو هغو پخوانیو مدعیانو تبلیغاتو او مخالفت ته توجه وکړه، چې دامریکایانو په مقابل کې دملاسیف الرحمن منصور وسلوال مقاومت یې لیونتوب او بغاوت باله، ملاسیف الرحمن منصور په خپلو ملګرو او مخالفینو د اتمام حجت لپاره یوه ورځ خپل ټول مخالفین او موافقین دزرمت ولسوالۍ مرکز ته نږدې په یوه خټین مسجد کې راټول کړل، لومړی یې دهغوی نظریات واوریدل ، چې د هرچا نظر جلا و، او وروسته یې په صریحوټکو ټولو حاضرینو ته وویل ( زه که پوره عالم نه یم ، خو الحمدلله دومره پوهیږم چې امریکایان متجاوز کافران دي او په مقابل کې یې جهاد فرض عین دی، له بلې خوا دخپل شرعي امیر ( عالیقدرامیرالمؤمنین ) لخوا هم ماته همداسې هدایت دی ، چې دامریکایانو په مقابل کې مسلح جهاد ته ادامه ورکړم ، زه نه غواړم تاسو ته اوږدې خبرې وکړم ، دوروستي ځل لپاره درته وایم ، که څوک غواړي له موږ سره په جهاد کې ملګرتیا وکړي ، نو له موږ سره دې ( بیعت بالشهادة ) وکړي ، موږ له جهاد پرته بله هیڅ لاره نلرو ) په شاهیکوټ کې دامریکایانو په خلاف جګړه دملاسیف الرحمن منصور په مشرۍ دشاهیکوټ مجاهدینو پروګرام درلود، چې په دې ستراتیژیکه سیمه کې دیوه محکم سنګر له جوړولو وروسته دهوا له تودېدو سره په هوارو سیمو کې دامریکایانو په خلاف چریکي مقاومت پیل کړي، په دوی کې دپکتیا ، پکتیکا او غزني ولایتونو دمجاهدینو سربیره یو شمیر مهاجر مجاهدین چې زیاتره یې دقاري طاهرجان ملګري وو هم وو، چې دټولو مجموعي شمیر تقریبا ۱۰۰ تنو ته رسیده ، د ۲۰۰۲ میلادی کال دمارچ په دریمه نیټه امریکایانو دمخکنیو اطلاعاتو له مخې په دې سیمه حمله وکړه ، چې ورسره مجاهدینو سخت مقاومت پیل کړ ، دې جګړې چې له امریکایي کوماندویانو سره دافغاني مجاهدینو لومړنۍ مخامخ اوږده جګړه وه څه کم دوه اونۍ دوام پیدا کړ ، چې په امریکا سربیره د ډنمارک ، استرالیا ، کاناډا ، فرانسې ، جرمني او ناروې ځانګړو ځواکونو هم په کې برخه درلوده . ددې جګړې په مهال مجاهدینو دخورا دقیق پروګرام او طرح ریزۍ له مخې امریکایي دیسانټ ځواکونه په بیا بیا په پیچلو غرنیو سیمو کې راګیر او له منځه یووړل ، مجاهدینو چې تقریبا په ټولو حاکمو نقطو یې دافع هواوسلې نصب کړې او مورچلونه جوړ کړي و، دښمن ته یې موقع ورکوله ، چې ددوی تراور لاندې سیمو کې له چورلکو څخه ځواکونه پیاده کړي، خو کله به چې له دې پیاده شویو عسکرونه چورلکې پورته شوې، مجاهدینو به برید پرې وکړ، او دمجاهدینو دافع هوا به ددښمن چورلکو ته ددې اجازه نه ورکوله، چې خپل په جګړه کې ښکیل عسکر له سیمې وباسي . امریکایانو چې دې عملیاتو ته یې د اناکونډا ( ښامار ) نوم ورکړی وو وویل چې دعملیاتو په مهال یې ترلسو زرو ډیر بمونه ورولي دي، چې زهري ، کیمیاوي او اکسیجن ختموونکي بمونه هم په کې شامل وو، څرنګه چې ددې جګړې په دریمه ورځ دشاهیکوټ په غرونو درنه وواره وورېده ،او دتودوخې درجه دجګړې په سیمه کې ترصفر ښکته وه ، نوځکه ددشمن زهري وسلو مجاهدینو ته دپام وړ زیان نه رساوو. دجګړې له پیل دوه اونۍ وروسته دمارچ په ۱۸ مه په افغانستان کې امریکایي مشر جنرال ټومي فرانکس ددې عملیاتو پای اعلان کړ، نوموړي په رسمي توګه وویل چې په دې عملیاتو کې یې ۲ چورلکې نسکورې شوې ، ۸ عسکریي وژل شوي او ۸۲ نور یې ټپيان دي ، خو هغه څه چې ددې جګړې برخوالو مجاهدینو دسر په سترګو لیدلي ، او یا وروسته ددې جګړې ګډونوالو امریکایي سرتیرو په خپلو خاطرو کې لیکلي ، دامریکا تلفات تردې څو چنده زیات ښیي . دبیلګې په توګه یوامریکایي سرتیری (سارجنټ براون ) په شاهیکوټ کې یوازې دلومړۍ ورځې دجګړې کیسه داسي کوي ( په لومړۍ ورځ دجګړې له پیل لږ ساعت وروسته زموږ یوه له سرتیرو ډکه چورلکه وویشتل شوه او وغورځیده، چې ځيني سرتیري یي مړه او ځیني ټپیان وو. زه دژغورنې په ټیم کې وم، چې هڅه مو کوله ټپي سرتیري وژغورو، خو موږ دلویدلي چورلکې ۲۰ مترۍ ته لانه وورسیدلي چې دتوغندیو او سپکووسلې ډزې راباندې پيل شوې، دژغورنې دډلې څلورتنه سرتیري ووژل شول ، په دې ورځ زموږ اودښمن ترمنځ جګړې ۱۴ ساعته دوام وکړ ، جګړه په دومره نږدې واټن کې وه چې زموږ بریدکوونکي الوتکه له ۵۰۰ پاویزو بمونو سره زموږ په سر تاویدله خو له دې امله ورته دبمبار اجازه نه کیده چې له دښمن سره زموږ دتلفاتو ویره هم وه ، وروسته معلومه شوه ، چې ۷ تنه امریکایي سرتیري وژل شوي دي ) ( له افغانستان تروروستي افغانه کتاب ۴ ټوک څخه په لنډیز) په دې جګړه کې دامریکایانو ګڼې چورلکې دمجاهدینو په بریدونو کې نسکورې شوې خو داچې دجګړې سیمه پراخه وه او په بیلابیلوبرخو کې جګړه روانه وه دغه راز امریکایانو هم ټوله هڅه کوله چې تلفات پټ کړي ، دقیقا نه شي ویل کیدای چې امریکایانو ته څومره تلفات ورسیدل، خودا اټکل کیدای شي، چې دغورځولو شویو چورلکو شمیر تر۵ ډېر او دوژل شویو امریکایانو شمیر تر ۱۰۰ تنو زیات وو. په دې جګړه کې د۴۰ په شاوخواکې مجاهدین هم په شهادت ورسیدل ، چې دشهیدانو په ډله کې دمجاهدینو مشر ملاسیف الرحمن منصور او مرستیال یې ملا فدا محمد جواد هم وو. د شاهیکوټ جګړه یوه عادي جګړه نه وه، په دې جګړه کې په لومړي ځل دامریکایي ټیکنالوژۍ او پوځي برترۍ پوښلی ضعف رابرسیره او دمجاهدینو مورال ورسره خورا لوړ شو، د جګړې له پيل دوه اونۍ وروسته سره له دې چې امریکایانو خپل عملیات پای ته رسیدلي او موفق اعلان کړل، خو ددوی په وړاندې مقاومت په ټول افغانستان کې په یوه نوي روحیه جاري پاته شو. دملاسیف الرحمن منصور شهادت ملاسیف الرحمن منصور دبل هررښتیني مجاهد غوندې له پیله دشهادت تمنا لرله، او په ټول زړه ورته اماده و، د شاهیکوټ دجګړې په مهال نوموړی دجګړې له پیل څخه دمخابرې له لارې له ټولو استقامتونو او مجاهدینو سره په تماس کې واو د ( ثابت ) په مستعار نامه یې دجګړې وضعیت کنترولاوو ، دجګړې په مهال نوموړی په بیا بیا دامریکایانو ترسختو بریدونو او بمبار لاندې راغی ، خو الله تعالی ترې وساته ،تر څو یې دجګړې په اوومه ورځ په ۱۳۸۰/۱۲/۱۹ هــ ش نیټه چې د ۲۰۰۲/۳/۱۰ میلادي سره سمون خوري دشهادت ارمان ترسره شو. دنوموړي کشر ورور ملاعبدالرحمن منصور چې دهمدې جګړې برخوال و په دې اړه دسترګو لیدلی حال داسې بیانوي ( موږ ته دیوه بل مجاهدشهیدجواد صاحب دشهادت خبر راورسید، او دهغه په خو ا ور روان وو چې جسد یې ترلاسه کړو، مازدیګر مهال ودشاهیکوټ درې په جنوبي څنډه کې دمارزکو له کلي لاندې دخوړ په غاړه روان وو، چې یوډېر خوږ توږم ( بوی ) مو حس کړ ، ملګري دهمدې خواږه بوی په خوا روان شوو ، نږدې شل متره لرې ، څو شهیدجسدونه پراته وو، او شاوخوا دبمبار نښې وې ، ماچې وکتل دقومندان صاحب ( ملاسیف الرحمن ) دخړرنګه ملتانۍ لونګۍ ټوټې مې وپیژندې چې په شاوخوا ونو کې بندې وې، جسدونه مو وپلټل د یوه جسد خاص خوشبویي تله، مخونه یې له منځه تللي و، خو ماچې وکوت د چپ لاس د ورغوي او دنس له پخوانیوپرهارونو مې وپيژانده ، چې همدا جسد دقومندان صاحب دی، څلور جسدونه نورهم ورسره په خواکې وو ، چې یوه د فضل محمد په نامه دزرمت ولسوالۍ داوسیدونکي یوه مجاهد و ، او دری نور مهاجر مجاهدین وو، په همدې ساعت ددې اجسادو په تجهیز او تدفین بوخت شوو، دقومندان صاحب شهید جسد مو په همدې شپه زرمت ته راکوز کړ، او د ځینورازدارو علماءکرامو په حضور کې مو له جنازې وروسته خاوروته وسپاره ) د شهیدملاسیف الرحمن منصوردشهادت خبر دعامو مجاهدینو دروحیاتو دلوړساتلو لپاره په خورا رازدارۍ پټ وساتل شو ، تردې چې امریکایي استخباراتو هم دکلونو له تیریدو سره سره دغه راز معلوم نه کړای شو، او له شهادت څوکاله وروسته یې هم په سیمه کې دده تصویرونه له فضاء څخه شیندل ، او په سریي انعام مقرراوو، چې دامسئله دامریکایي استخباراتو دضعف یو څرګند مثال بلل کیدای شي . دشهید ملاسیف الرحمن منصور دتقوی او دیانت ځینې خاطرې قومندان سیف الرحمن منصور الله تعالی له کوچنیوالي څخه په ښو اخلاقو ، تقوی او دیانت باندې ښایسته کړی و. دلته که دنوموړي دبیلابیلو حسنه اخلاقو په اړه خاطرې په تفصیل را اخلو ښایي کیسه ډیره اوږده شي، نو ځکه به په څو واقعو کفایت وکړو . ـــ له عبادت او تهجد سره مینه دنوموړي یوپخوانی دمدرسې ملګری ( قاري اکمل ) دده دهغه مهال کیسه کوي چې ملاسیف الرحمن ۱۳ کلن و( یوه شپه دګوجرانوالې په مدرسه عربیه کې داوسیدو په مهال چې ډیر دیخ موسم و، دشپې راویښ شوم ، ومې کتل ، سیف الرحمن په خپل ځای کې نشته ، اندیښنه مې شوه ، بهر ووتم هرځای مې وکوت ، خو نه و، اخر دمدرسې بام ته وختلم ، ګورم چې ملاسیف الرحمن یوازې یوکمیس اغوستی او په دې سخت یخ کې دتهجد په لمانځه ولاړ دی ، زه یي هم ترشا غلی ودریدلم ، دتهجد لمونځ یې خلاص کړاو بیا یې په دعا پیل وکړ ، په دعا کې په ژړا شو ، اوددعاالفاظ ترې په زوره شول ، الله تعالی یې په داسې الفاظو مخاطباوو لکه مخامخ چې الله تعالی ویني او زارۍ ورته کوي ، دژړا او دعا دې حالت یې بیخي ترډیره دوام وکړ ، اخر زه له یخ نه سخت په تنګ شوم بیرته کوټې ته راغلم ، خو له صبح صادق نه لږ مخکې پوه شوم چې ملاسیف الرحمن بیرته خپل ځای ته راغی ، ماپوښتنه ترې وکړه چیرې تللی وې ده یوازې دا راته وویل ( زړه مې لږ ډک و تش مې کړ ) دنوموړي یوبل ملګری مفتی فیض محمدصاحب او ځیني نور ملګري یي هم وایي ، چې دشپې عبادت دملاسیف الرحمن له همیشنیو عاداتو څخه وو ، چې دتعلم ، جهاد او حتی دزخمیتوب په حالت کې یې په هسپتال کې هم نه قضاء کاوو. ـــ تقوی او حق ګویي شهید ملا سیف الرحمن منصوربه دخپلې شخصي تقوا ترڅنګ خپلو ملګروته هم تل دتقوا توصيه کوله او ويل به يي ګورئ دا تقوا ډيره سخته نده فقط يواځې خپل نفس ترپښو لاندې کړئ وروسته تقوا اختيارول آسانه کارده . مفتي فیض محمد وایي: دنوي ځوانۍ په مهال یو وخت زه ملاسیف الرحمن منصور دده له والد شهیدمولوي نصرالله منصور سره دچا کره په میلمستیا لاړو ، هلته ډیر خلک راغلي وو، خو ملاسیف الرحمن منصورچې کله په دې پوه شو، چې کوربنوتردې پخوا غیرشرعي مالي کاروبار کاوو، د ډوډۍ په مهال ملاسیف الرحمن منصور له ډوډۍ نه لاس ونیو ، او له هرڅومره ټینګارسره یې څکه هم پرې ونه کړه ، زموږ داګومان شو چې روژه به یې وي ، خو چې خپل ځای ته راغلو ده ډوډۍ وغوښته ، دغه راز یې خپل پلار شهید مولوي نصرالله منصور صاحب ته وویل ، چې ولې دداسې خلکو میلمستیا ته ځي،چې ډوډۍ یې حلاله نه وي ، خو هغه په ځواب کې ورته وویل چې دا خلک اوس دمجاهدینو خواخوږي دي ، اوس یې ګټه پاکه ده ، نو ځکه یې ډوډۍ خوړل کوم شرعي حرج نه لري . ـــ له بیت المال سره احتیاط دتحریک په مهال ددوهم ځل زخمي کیدو نه وروسته، چې دلاس هډوکی یې له منځه لاړ ، ملاسیف الرحمن منصور په کندهار کې دعالیقدرامیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد ملاقات ته لاړ، ملاصاحب ورته وویل ، چې دلاس دعلاج لپاره به دې خارج ته واستاوو، خو ده په ځواب کې ورته وویل چې زه یوځل له وتلي جراح ( موسی وردګ ) سره مشوره کوم ، چې که دخارج دعلاج په واسطه زما لاس ددې جوګه کیږي ، چې وسله پرې وچلوم ، نو لاړ به شم ، کنه نو ولې هسې دبیت المال پیسې خرچ کړم ، ډاکټر موسی وردګ ده ته وویل چې که هرډول علاج وکړي ، په لاس کې به دې یوازې یوڅه حرکت پیدا شي ، نور ددې وړ نه شي کیدلای چې بیا وسله پرې وکاروې ، له همدې امله نوموړی له دې معالجې او سفر څخه منصرف شو . دغه راز دده یوه ملګری ( قاري حبیب ) وایي ملاسیف الرحمن منصور دتحریک په مهال دخپل ورور په واده کې شرکت ونه کړ ، کله مې چې پوښتنه ترې وکړه ، نو اول یې نورې بهانې کولې خو اخر یې اصلي خبره راته وکړه ، او راته ویې ویل ( ما دا فکر وکړ ، چې که ددې واده په وخت کې له خپل موټر سره کورته لاړ شم ، نو د واده په وخت کې ضرور د خپلوانو دوړلو او راوړلو لپاره دموټر ضرورت پیښیږي ، او داد بیت المال موټر ده چې زه نه غواړم په شخصي ژوند کې یې ا ستعمال کړم . ـــ دشریعت په تعمیل ټینګاراو په دې برخه کې انډیوالي نه پالل دامارت په مهال دزرمت ولسوال چې یومشهور مولوي اود ملاسیف الرحمن منصور له خورا نږدې او اوږدمهالو ملګرو څخه و دغه راز دهمدې سیمې دوه تنه پیژندل شوي ، او پیسه دار خلک چې له دوی سره یې ډیر کومکونه کړي وو، کله چې په یوه مسئله کې درشوت خبره پرې ثابته شوه ، ملاسیف الرحمن منصور دوی ټول دکابل په قرغه کې خپلې قرارګاه ته وروغوښتل له هغه ځایه یې ، په خپل موټر کې واچول ، او نظامي محکمې ته یې وسپارل ، چې بیا ترپایه بندیان وو، په دې کارسره نوموړي ثابته کړه، چې دشریعت او الهي قانون په تعمیل کې هیڅ ډول خپلوي ، ملګرتیا او نورملحوظات ورته داهمیت وړ نه دي . ــ له جهاد سره مینه قاري حبیب وایي دکمونیزم ضد جهاد په مهال دملاسیف الرحمن منصور دواده مراسم وو او دی په یوه جهادي مرکز کې په نظامي تعلیم بوخت وو پلار یې احوال ورکړ ، چې د واده په شپو کې کورته راشي ، خو دی دجهاد شوق په مخه کړی وو اخر یې پلار مولوي نصرالله منصور خپله په موټر کې دتعلیم ځای ته ورغی او له لاسه یې راووست ، چې ترکوره یې په موټر کې هم په دې ټینګار کاوو ، چې باید جهادي تعلیم وکړم . ـــ له شهادت سره شوق مولوي ذاکرالله ذاکري وایي ، دکمونیزم ضد جهاد په مهال دګردیز په دفاعي پوستو دتعرض په مهال یې په یاد دي چې ملاسیف الرحمن منصور دتعرض له پیل نه وړاندې دشهادت په هیله خپله زنه په خپله وتړله ، خو په دې جګړه کې دی شهید نه بلکې زخمي شو . اولادونه دشهید ملاسیف الرحمن منصور څلور اولادونه ( چې څلور واړه زامن دي ) ترشا پرې ایښي ، چې همدا اوس په دیني زده کړو بوخت دي ، الله تعالی ته سوال کوو ، چې دشهیدقومندان صاحب برکات په دوی باندې کیږدي ، ترڅو همداسې ددین او جهاد سرلوړی اتلان ترې جوړ شي . امین یارب العلمین
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.