نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
محمد شعیب شهامت په معاصر دور کې په نړیواله کچه د افغانستان اسلامي امارت د کفر،استبداد،ظلم او بربریت په خلاف د حق د لښکرو یو مستحکم سنګر بلل کیږي. مؤسسین او رهبران یې په موهوبوي شکل سره د قیادت او رهبري له خورا فوق العاده صلاحیتونوڅخه برخمن وي. د اسلامي امارت مؤسس مرحوم امیرالمؤمنین ملا […]
محمد شعیب شهامت په معاصر دور کې په نړیواله کچه د افغانستان اسلامي امارت د کفر،استبداد،ظلم او بربریت په خلاف د حق د لښکرو یو مستحکم سنګر بلل کیږي. مؤسسین او رهبران یې په موهوبوي شکل سره د قیادت او رهبري له خورا فوق العاده صلاحیتونوڅخه برخمن وي. د اسلامي امارت مؤسس مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رح ددې خبرې یو روڼ مثال وو نوموړی په دې وتوانیده چې په عملی ډول سره خپلو ځینو نږدې ملګرو ته د قیادت او رهبري صلاحیتونه عملاً تلقین کړي. عمري جهادي مدرسې په سختو کړکېچنو او له ستړیاوو ډک حالت کې داسې اتلان وروزل چې هغوي د په هرقم سختو حالاتو او شرائطو کې داتوان لري چې د مسلمه امت کماحقه رهبري وکړي، د مسلمانانو د دفاع،سیاست،اقتصاد او لنډه دا چې دهرڅه د مهار کولو پوره توانایی او طاقت لری. د عمري جهادي مدرسې له ممتازو او متانت لرونکوشاګردانو څخه یو یې هم شمس الشهداء شهید امیر المؤمنین ملا اخترمحمد منصور تقبله الله وو،چې ځراکت، پوهې او سیاست یې نړی هک حیرانه کړه، نوموړي د امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد په ژوند کې عملاً د امارت د قیادت چارې دا سې مهال پیل کړې. چې د نړیوالو زبرځواکونو سلګونه زره مجهز پوځونه په هېواد کې مېشت ول،خو د نوموړي د وفات له اعلان وروسته د اهل الحل والعقد شوری له لورې رسماً د مسلمانانو د قیادت او امارت د زعامت دروند مسؤلیت وروسپارل شو نوموړي په خورا متانت او اخلاص سره د ژوند تر وروستی سلګي پورې دا وظیفه ترسره کړه تر دې چې په همدې لاره کې یې خپل سرقربان او د صلیبي طواغیتو په په بارودو لولپه وجود یې د متعال رب ج دربار ته وروړ، او په دې توګه سره یې د مسلمه امت په تاریخ کې یو نوی باب پرانیست چې امیرالمؤمنین شهید شو!!! داسلام په تاریخ کې له حضرت عمرفاروق،حضرت عثمان ذی النورین،او حضرت علي رضوان الله علیهم اجمعین. تر ویاړمنو شهادتونو وروسته دا باب بیا نه وو پرانیستل شوی چې امیرالمؤمنین شهید شو! منصور صاحب له پیړیو پیړیو وروسته د اسلام د تاریخ دغه په ګردونو لړلی کتاب یو ځل بیا پرانیست او په خپلو غوښو او وینو یې یو بل زرین باب هم ور اضافه کړ چې امیرالمؤمنین شهید شو!
شهید امیرالمؤمنین تقبله د وخت له سیاسي جریاناتو باخبر،ځیرک،مدبر، او بادیانته شخصیت وو نوموړی د اسلامي امارت په تنظیم او تجهیز کې سختې ستړیاوې وګاللې، د هغو له جملې څخه یې یو هم امارت ته منظم تشکیلاتي سیسټم او اداري واحدونه جوړول وو، د هر بخش لپاره یې جلا جلا کمېسیونونه جوړ کړل او د هرې برخې لپاه یې د مسؤلینو منظم تشکیلات جوړ کړل، لنډه دا چې امارت ته یې یو داسې تشکیلاتي نظام جوړ کړ چې امارت بالکل د یو منظم حکومت په څیر راڅرګند شو، په دې حقیقت باندې نړیوال هم اعتراف کوي،د نوموړي په قیادت کې نظامي تشکیلات دومره منظم شول چې مجاهدین له چیریکي حالت نه تهاجمي، حالت ته راووتل او په لنډه موده کې آن د ولایاتو تر سقوط پورې خبره ورسېده چې دښمن یې له سختې وارخطایی سره مخ کړ، محاکم یې دومره منظم کړل چې ددښمن له ساحونه هم خلک د امارت محاکمو ته راځي ورسره په څنګ کې دعوتي،سیاسي،تعلیمي، اقتصادي او…….. اداري واحدونه ټول ښه فعال او.منظم دي چې په دې سره یې هم د هیوادوالو او هم د نړیوالو توجه ځان ته راجلب کړله.
خو داچې دنیا فاني ده او بالآخره هرساکښ د مرګ څکونکی دی خو نېک بخته خلک هغه دي چې ژوند او مرګ یې د الله جل جلاله په لاره او رضائیت کې وي منصور صاحب هم له یو عالم افتخاراتو سره. په داسې حال کې چې تندی یې له الله جل جلاله څخه علاوه له بل هیچاته هم په ځمکه کېنښوده. او د ژوند تر وروستی سلګي پرخپله برحقه داعیې او دریځ محکم ولاړ وو. د نړیوال صلیبي ائتلاف د ډرون الوتکې په برید کې خپل نازک بدن په اورونو لولپه کړ او ټوټه ټوټه وجود یې د خپل خالق دربار ته وروړ. نحسبه کذالک والله حسیبه.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.