د سياسي چارو کارپوهان…!

عبدالرحمن سعید دلته په افغانستان کې د سياسي چارو کارپوهان په دوه ډوله دي، يو يې هغه دي چې د روانو حالاتو، نظريو، ښکېلو اړخونو او د هغوی د اهدافو په اړه پوره او هر اړخيز معلومات لري، د روانې ستونزې د حل لپاره يوه واقعي طرحه ولري او ټول دلايل يې له ديني او […]

عبدالرحمن سعید
دلته په افغانستان کې د سياسي چارو کارپوهان په دوه ډوله دي، يو يې هغه دي چې د روانو حالاتو، نظريو، ښکېلو اړخونو او د هغوی د اهدافو په اړه پوره او هر اړخيز معلومات لري، د روانې ستونزې د حل لپاره يوه واقعي طرحه ولري او ټول دلايل يې له ديني او ملي ارزښتونو سره برابر او د اسلام له اصولو او اساساتو څخه سرچينه اخلي.

دویم بيا هغه کارپوهان دي چې يو يې هم په پورتنيو شرايطو نه وي برابر، له دوی څخه ځينې هغه دي چې خپل وجدانونه يې خرڅ کړي، اسلاميت او افغانيت څخه منکر دي او يوازې د شخصي ګټو په خاطر؛ تور ته سپين او سپين ته تور وايي، دوی په حق او باطل ښه پوهيږي خو کله چې د سياسي چارو د کارپوه په حيث؛ بحث ته راشي، نو بيا د واقعيت خلاف خبرې کوي او هسې تش پروپاګند غږوي.

ځينې يې هغه روزل شوي «طوطيان» دي چې له تېرو شلو کلونو راهيسې د سلګونو راډيوګانو، تلويزيونونو او نورو انلاين ټولنيزو رسنيو له لارې روزل شوي، تربيه شوي، ذهنونه يې وينځل شوي او فکرونه يې مغشوش شوي، نن دوی هم لګيا دي هماغه ترنم او بابولالې وايي، کومې چې د صليبي يرغلګرو له خوا د تبليغاتي ميډيا په واسطه دوی ته ور پيچکاري شوې دي، د دغو دویم نمبر (جعلي) کارپوهانو بحثونه او نظريات ټول يو رقم دي، دوی ته یوازې يوه ځانګړې نظريه ور زده کړل شوې او دوی د همغې نظريې پر اساس هر څه تلي.

مثلاً دوی ته ويل شوي چې پاکستان د افغانستان دښمن دی او په افغانستان کې د هرې بدبختۍ لامل يوازې او يوازې پاکستان دی، نو اوس دوی دغه جمله په ميخانيکي توګه ياده کړې، خپله يې سر نه دی پرې خلاص، بس یوازې د همدې جملې او قاعدې پر اساس لګيا دي هر څه پر پاکستان ورتپي، فرضاً که دوی په خوب کې «خپسه» هم لاندې کړي، نو دوی وايي چې په دې کې د پاکستان لاس دی.

دا هماغه د «سپګې» د تخصص کيسه ده، هر څومره چې بحث متغاير وي، بيا هم دوی بېرته په يو ډول خبره پاکستان ته رسوي او بيا نو هماغه خپلې زړې بابولالې تکراروي، دوی داسې مثال لري لکه د «ټانګې» آسونه! که پام مو کړی وي، د آسونو يو څنګ او بل څنګ ته له سترګو سره يو ډول پټې تړل شوې وي، د دې لپاره چې آس يو طرف بل طرف ونه ګوري، له احتمالي پېښو و نه ترهيږي او فقط د خپل سپاره په اشاره هغه طرف ته مستقيم مزل وکړي چې هغه يې غواړي.

نو دغه بې چاره ګان «کارپوهان!» هم بالکل د همغو آسونو په څېر دي، پاس پرې مکمل ناټو سپره ده، لښته يې ورته نيولې او مستقيماً د پاکستان طرف ته يې ځغلوي، دوی اوس یوازې پاکستان ويني، له پاکستانه که يو توغندی راشي نو يرغل يې بولي، که يو پاکستانی، بلکې حتی پيښوری پښتون که له پاسپورټ او وېزې پرته دې خوا راشي نو مداخله او جرم يې ګڼي، (دا سمه ده) خو دې ته پام نه کوي چې د دغو پنځوس صليبي يرغلګرو هېوادونو کوم يو عسکر پاسپورټ او ويزه لري؟ کوم يو يې د افغانستان د حکومت او ولس په اجازه راغلی؟ دلته که د پنځوس صليبي هېوادونو عسکر له وسلو سره راځي، بمبارۍ کوي، پر کورونو مو چاپې اچوي، جوماتونه مو شهيدانوي، اخترونه، ودونه او جنازې مو بمباروي او حتی قرآن عظيم الشان ته اور اچوي، نو دې طرف ته يې هيڅ فکر نه دی، ځکه چې له سترګو سره يې يو څنګ او بل څنګ ته پټې تړل شوې دي، نو دغه طرف نه ويني.

که فرضاً د پېښور له خوا کومه کيلو باروت يا کوم يو ټوپک راځي، نو ډېره بده يې مني، خو يوه ورځ يې پوښتنه و نه کړه چې دغه صليبيان چې بې اجازې لويې لويې الوتکې راباروي، دغو کې څه شی دي؟ نو د دغه ډول سياسي کارپوهانو! په خبرو تطروتنه به لوی جرم وي او په دط همله له خپل عقل څخه کار اخیستل په کار دي، ځکه دوی کارپوهان نه، بلکې روزل شوي طوطيان دي، که کوم يو سره مو د خبرو مجال وموند، نو د صليبيانو اړوند يې وپوښتئ!

دغه په لسګونو او سلګونو راډيوګانې او تلويزيونونه ټول د صليببيانو د تبليغاتي يرغل اړوند دي، دوی هيڅکله خپلو بحثونو کې داسې چا ته ځای نه ورکوي چې هغه حقايق ووايي، دا راډيوګانې او تلويزیونونه د دې لپاره نه دي جوړ شوي چې بېرته د صليبيانو خلاف استعمال شي، دلته هغه څوک بحث کولای شي، چې هماغه د پاکستان اړوند ترنم او بابولالې يې زده وي.

نو که رښتيا د وطن له حالاتو، د ښکېلو اړخونو له اصليته، د هغوی له اهدافو او په مجموع کې د روانې ستونزې له رښتينې حل لارې ځان خبرول غواړئ، نو مهرباني وکړئ له خپلو علماوو، آزادو شخصيتونو، مشرانو او استادانو څخه معلومات تر لاسه کړئ او يا هم که ټولنيزو رسنيو ته لاس رسی لرئ، نو هغه اشخاص او محدود شمېر اکاونټونه وڅارئ چې د چا تر اثر او رسوخ لاندې نه دي او د اسلامي ارزښتونو او اساساتو په رڼا کې خپل تحليل وړاندې کوي.