نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د مرحوم امير المؤمنين د وفات د ۷تلين په وياړ لیکوال: عطاءالله مبارز د بشر په تاريخ کې ډېرو ځواکمنو انسانانو د خپلو جرارو لښکرو په مرسته ډېر ښارونه ړنګ کړي، په سلګونو زره انسانان يې وژلي او بې شمېره نور يې غلامان کړي دي؛ خو د انسانانو په زړونو يې واکمني نه ده کړې، […]
د مرحوم امير المؤمنين د وفات د ۷تلين په وياړ
لیکوال: عطاءالله مبارز
د بشر په تاريخ کې ډېرو ځواکمنو انسانانو د خپلو جرارو لښکرو په مرسته ډېر ښارونه ړنګ کړي، په سلګونو زره انسانان يې وژلي او بې شمېره نور يې غلامان کړي دي؛ خو د انسانانو په زړونو يې واکمني نه ده کړې، بلکې له څو ورځې ظاهري راج او دبدبې وروسته يې دا هرڅه له لاسه ورکړي او تاريخ راتلونکو نسلونو ته د ظالمانو او منفورو شخصيتونو په توګه ساتلي.
ځينې نور بيا داسې تېر شوي، چې هيڅ راز مادي او افرادي قوت يې نه درلود؛ خو د ويرې او ترهې خپرولو پرځای يې خلکو ته مينه ورکړې او د ظلم پرځای يې د عدالت پاکه او سپېڅلې لمن نيولې، همدې کسانو د انسانانو په زړونو تر ډېره وخته واکمني کړې ده او تاريخ راتلونکو نسلونو ته د غوره انسانانو په توګه معرفي کړي دي.
کټ مټ همدغسې نږدې درې لسيزې وړاندې، چې کله د ميړنيو افغانانو له بې سارې قربانيو وروسته سرو لښکرو ماتې وخوړه، ډېرو ځواکمنو انسانانو د زور او ظلم له لارې واک او اقتدار ته د رسيدو ناکامې تجربې وکړې او خپلو شيطاني غوښتنو ته د رسيدو په پار يې شوروي تاړاک ځپلی ولس نور هم وځاپه؛ خو له دې پرته چې تاريخ يې د ظالم په نامه ثبت کړي، نوره هيڅ ګټه ونه کړه.
له بلې خوا د خټينې حجرې يو بې نومه او بې ځواکه طالب العلم، چې د ظلم په وړاندې يې قيام وکړ، ولس ته يې د وحشت پرځای مينه راوړه، ټولنه يې د جګړې پر ځای له يو مثالي امنيت څخه برخمنه کړه او نړۍ ته يې د اسلامي نظام عملي نمونه وړاندې کړه، تاريخ د زړونو د امام په نامه ثبت کړ او د امير المؤمنين ستر لقب يې وګاټه.
خو اسلام سره د ژورې او نه ختمېدونکې دښمنۍ له امله کفري نړۍ دا نشوای زغملی، چې د نړۍ په يوه برخه دې رښتينی اسلامي نظام پلی وي؛ نو ددې نظام ړنګولو ته مټې راونغاړلې او په دې لاره کې يې ډول ډول پلمې ولټولې، چې بالآخره ۲۰۰۱م کال کې د امريکا په مشرۍ کفري نړۍ پر افغانستان يرغل وکړ او د اسلامي امارت له عدالت او امنيت ډک نظام يې نسکور کړ.
بيا هم د زړونو امام اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد ددې ستر کفري ځواک پروړاندې تسليم نه شو، بلکې ددغه ښکېلاک پر ضد يې د جهاد او مبارزې اعلان وکړ او همدا سخته مبارزه يې له اوږدې مودې وروسته په خورا تدبير او متانت د بريا او فتحې تر درشله ورسوله. نن که څه هم دا ستر شخصيت له سترګو پنا دی؛ خو کارنامې او شاهکارونه يې ژوندي دي او سلګونه کلونه وروسته به هم راتلونکو نسلونو ته د ازادۍ او خپلواکۍ درس ورکوي او په دې لار کې به هغوی ته الګو وي، رحمه الله تعالی!
خو کاش! نن دا مرحوم امام او د خپلواکۍ سالار ژوندی وای، چې په خپلو سترګو يې د ازدۍ لپاره د پيل کړي غورځنګ په لاسو د ماتې شوې مغرورې نړۍ وروستۍ ترپکې هم ليدلې وای او د ګران هيواد د ازادۍ ناوې ته يې په خپلو لاسونو د خپلواکۍ شال ورپه سر کړای وای!
له مغرورې نړۍ جوړه ده سوالګره خپلواکي مو ترېنه واخيسته په نره اې تر تورو خاورو لاندې قلندره سر راپورته کړه ملامحمد عمره ټکور
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.