نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکنه: م رحمت الله نړیوال ځیني ملګري دا پوښتنه کوي چې د دوحې د تړون څخه نو طالبانو څه تر لاسه کړل؟ په داسي حال کې چې د امریکا نوی حکومت یې د ارزونې په نتیجه کې ممکن لغوه کړي! د دوی په ځواب کې به ووایم چې داسي پوښتنې دوه ډوله کسان کوي، یوه […]
لیکنه: م رحمت الله نړیوال ځیني ملګري دا پوښتنه کوي چې د دوحې د تړون څخه نو طالبانو څه تر لاسه کړل؟ په داسي حال کې چې د امریکا نوی حکومت یې د ارزونې په نتیجه کې ممکن لغوه کړي! د دوی په ځواب کې به ووایم چې داسي پوښتنې دوه ډوله کسان کوي، یوه هغه ډله ده چې د دوی د پوښتنې هدف ذهنونه مغشوشول دي، دا هغه خلک دي چې د تړون له عملي کېدو سوځي، اوس غواړي چې په یوه نه بله بهانه تړون تخریب کړي، دا خلک خو په ځواب نه ارزي او نه د دې ارزښتمن وخت په ضایع کېدو ارزي. پاته سول هغه ملګري چې د دې تبلیغاتو تر اغیزې لاندي راتلو له امله او یا د نه خبرتیا له امله دا پوښتنه کوي، د هغوی لپاره مې یو څه معلومات را غونډ کړي، چې د دوی د تسلۍ تر څنګ به د سولې تخریبوونکو تبلیغاتو مخه هم په ډب سي. تاسو ته معلومه ده چې د دوحې د تړون هدف زموږ څخه د اخیستل سوي خپلواکۍ بیرته راګرځول، اشغال ختمول، اسلامي نظام قائمول او له هیواد څخه د فساد او نا امنۍ ټغر ټولول دي،د تړون په بشپړ عملي کېدلو سره به طالبان ډېر دغو اهدافو ته ورسېږي او دوه مياشتې وروسته به د ټولو اشغالګرو ځواکونو په وتلو سره افغانستان يو خپلواک هيواد وي او د ټولو افغانانو په خوښه به د يوه بشپړ اسلامي نظام د جوړښت او نفاذ لپاره به ګړندۍ هڅي پيل کړي ان شاء الله! خو که بالفرض د امریکا نوی حکومت تړون مات کړي نو امریکا به خپل حيثيت ته تاوان واړوي او نړیوالو ته به پړ ثابت سي چې دوی پر خپل سوي تړون ونه درېدل، بر عکس طالبان چې د خپلو اسلامي اصولو سره سم تړون ته ژمن پاته سول؛ نړۍ ته به متعهد، بامسئوليته او سوله غوښتونکي ور وپېژندل سي. ددې تر څنګ طالبانو د دوحې تړون په کولو سره يو شمېر داسي اهداف تر لاسه کړل چي له تړون مخکي يې تر لاسه کول ناشوني برېښېدل، په لاندي ډول د دوحې تړون د لاسته راوړنو لنډ معلومات وړاندي کوو: ۱ــ د دوحې د تړون له مخې ۵ زره اسیران مجاهدين د دښمن له کرغېړنو زندانونو څخه ازاد سول. ۲ــ له دوحې تړون وروسته هغه مظلوم هیوادوال چې هره شپه به د اشغالګرو په چاپو کي له وحشت او ړندو بمباریو څخه کړېدل، نور هوسا او په امن سول. ۳ــ په تېر يوه کال کې د کابل ادارې څخه (۱۳۶۵۱) تنه عسکر او دولتي کارمندان را بېل او طالبانو ته تسليم سوي دي. ۴ــ د امریکا په شمول د نړۍ هیوادونو طالبان د یوه نظام په توګه په رسمیت وپېژندل، اوسمهال ډیری هیوادونه ورسره رسمي اړیکي لري او ډیر نور ورسره د اړیکو جوړولو هڅه کوي. ۵ ــ که څه هم د دوحې تړون موافق طالبانو پر لویو ښارونو او مراکزو بریدونه نه کول خو مظلوم هيوادوال يې د هغو عسکرو له ظلم او وحشت څخه خلاص کړل چي په ولسواليو کي يې ډېري قرارګاوي او پوستې درلودې، په دې سره د طالبانو د حاکميت ساحه پراخه او پر کابل ادارې د محاصرې کړۍ نوره هم تنګه سوه، د بېلګي په توګه: د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي د تړون څخه مخکې لسګونه پوستې موجودي وې خو اوسمهال تر ولسوالۍ پوري ټولې پوستې طالبانو نيولي ،یواځې یوه قومنداني او یوه قرارګاه پاته ده. ۶: د دوحې له تړون وروسته د هیواد سياسي وضعیت د طالبانو په ګته روان دی، هغه سیاسي څېرې چې طالبان به یې یو وخت په ترهګرو او پردیپالو یادول؛ اوسمهال ټول د طالبانو د برحقي داعيې مدافعین دي او د هيواد د استقلال او اسلامي نظام لپاره خپله مبارزه په ازاد ډول مخته وړي. ۷ــ افغانستان کې له تړونه مخکې د اشغالګرو امريکايانو شمېر ۱۳۰۰۰ تنه وو چې اوس ۲۵۰۰ تنو ته را ټیټ سوی دی او هیله ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به دا دوه نیم زره هم افغانستان پریږدي.
ددې هر څه سره سره که څوک بیا هم وایي چې د دوحې تړون هیڅ کومه ګټه ونه کړه او هیڅ لاسته راوړنه نه لري؛ نو دا به په دوو ګوتو لمر پټول او له واقعي حقایقو تېښته وي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.