نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ۱۳۹۹ل، د کب لسمه نیټه د دوحې تړون د لومړۍ کلیزې په توګه ولمانځل شوه، په همدې مناسبت دفرهنګي کمیسیون په هڅو او مشري دوه سمینارونه دائر شول، په یادوو شوو سمینارونو کې د هیواد سیاسي څېړونکو، دیني عالمانو او لیکوالانو د دوحې تړون په اړه علمي او تحقیقي مقالې واورولې. د همدې مقالو […]
د ۱۳۹۹ل، د کب لسمه نیټه د دوحې تړون د لومړۍ کلیزې په توګه ولمانځل شوه، په همدې مناسبت دفرهنګي کمیسیون په هڅو او مشري دوه سمینارونه دائر شول، په یادوو شوو سمینارونو کې د هیواد سیاسي څېړونکو، دیني عالمانو او لیکوالانو د دوحې تړون په اړه علمي او تحقیقي مقالې واورولې.
د همدې مقالو اهمیت ته په پام سره د فرهنګي کمیسیون د تألیف او ترجمې څانګې وپتیله چې سمینارونو ته اورول شوي او لیکل شوي مقالې راټولې کړې او په کتابي بڼه یې هم تر هیوادوالو پورې ورسوي.
له نیکه مرغه د همدې مقالو مجموعه «د دوحې تړون لومړۍ کلیزه» په نوم د تألیف او ترجمې ادارې له لوري په ۱۴۸ مخونو کې پر معیاري کاغذ چاپ شوه.
«د دوحې تړون لومړۍ کلیزه» مطالعه کول په روان وضعیت د پوهاوي، د جګړې د جریان او د سولې د ځنډ د عواملو د تشخیص یو ګټور مأخذ دی. لوستونکي کولای شي د همدې ټولګې په مطالعه کولو سره د روان وضعیت کره او منصفانه ارزونه وکړي. نو همدا ګټور کتاب خپله هم ولولئ او تر نورو پورې یې هم ورسوئ!
کتاب د همدې ځای څخه ډانلوډ کړئ
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.