د جَبل الرُّماة مجاهده پام!

لیکنه: خوشحال کلیوال که څه هم د أحد غزا پای ته ورسېده خو یاده غزا د هر دور د جبل الرماة مجاهدینو ته پیغام ورکوي چې: بېړه مه کوئ! د أحد غر د یوې داسي سحنې شاهد دی چې تر قیامت پوري د مسلمانانو لپاره هم درد دی هم درس دی او هم پیغام. د […]

لیکنه: خوشحال کلیوال

که څه هم د أحد غزا پای ته ورسېده خو یاده غزا د هر دور د جبل الرماة مجاهدینو ته پیغام ورکوي چې: بېړه مه کوئ!
د أحد غر د یوې داسي سحنې شاهد دی چې تر قیامت پوري د مسلمانانو لپاره هم درد دی هم درس دی او هم پیغام.
د أحد غره ولیدل چې په لمنه کې یې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم مبارك مخ زخمي دی، غاښونه یې شهیدان دي، د هغه صلی الله علیه وسلم تره او رضاعي ورور حمزه رضی الله عنه شهید دی، سینه یې څیري او مخ یې مُثله شوی دی.
د جګړې په ډګر کې د مصعب بن عمیر، حنظله، أنس بن نضر، سعد بن ربيع، عمرو بن جموح، عبدالله بن جحش، عبدالله بن عمرو بن حزام (رضی الله عنهم) غوندي ۷۰ تنه صحابه شهیدان دي…
دا ستره غمیزه ولي رامنځ ته شوه؟
ځواب یې لنډ دی: ځکه چې د جبل الرماة مجاهدینو بېړه وکړه، د دوی پر بېړه بې اطاعتي مرتبه شوه او لاس ته راغلې بریا بیرته له لاسه ووته.
د جبل الرماة مجاهدین د عبدالله بن جبیر رضی الله عنه په مشرۍ کې پنځوس تنه صحابه کرام وو، دوی د أحد غره ته نژدې پر یوه غونډۍ په دې دنده وګمارل شول چې دوی به د هغو تهدیدونو دفاع کوي چې مجاهدینو ته د شا له لوري متوجه کیږي، او دوی به په هیڅ صورت هم له غونډۍ څخه نه ښکته کیږي.
د جګړې په پیل کې د مشرکینو پهلوانان یو په بل پسي ووژل شول او د ( نحن بنات طارق….) هغه اشعار خاموش شول چې د دښمن ښځینه وو به خپلو جنګیالیو ته د مورال ورکولو په موخه ویل. بریا بالکل د مسلمانانو په برخه شوه.
کله چې د جبل الرماة مجاهدینو ولیدل چې د دښمن صفونه مات او مسلمانان د غنیمتونو په ټولولو بوخت دي؛ نو دوی بیړه وکړه او د خپل امیر عبدالله بن جبیر رضی الله عنه له ډېر اصرار سره سره یې غونډۍ پریښوده، راکښته شول، خپله عبدالله بن جبیر او فقط څو تنه صحابه ورسره پاتي شول.
مات دښمن له فرصت نه په استفادې، له همدې استقامت نه پر مسلمانانو برید وکړ او هغه څه پېښ شول چې پېښ شول. فانا لله واناالیه راجعون.
بیړه کول د انسان طبعي صفت دی الله دغه صفت د یو ستر حکمت له مخي انسان ته ورکړی دی. د دغه طبعي صفت له تاثیره ځیني ځایونه انبیاء علیهم السلام هم سالم نه دي پاته شوي چې ښکاره بېلګه یې د حضرت موسی او خضر علیهمالسلام کیسه ده.
په عمومي توګه په کارونو کې تلوار کول دوه ډولونه لري چې د یو قسم نتیجه یې مثبته او د بل پایله یې منفي وي، عرب دغه قسم بیړه أم الندامات (د پېښمانیو مور) نوموي.
قرانکریم او نبوي تعلیمونو موږ ته هغه كارونه په ګوته کړي دي چې په ترسره کولو کې یې بېړه په کار ده. توبه، د خلګو حقوق ورکول، حج او ټول د خیر کارونه د بېړي وړ کارونه دي، له دې پرته د بیړي پایله پيښمانیا او خفګان دی چې بالاخره رواني ناروغیو او نارامیو ته لاره هواروي.
د بیړي خاوندان باید په دې پوه شي چې الله جل جلاله د خپلو مخلوقاتو په هکله خپل عادات لري چې بدلون نه قبلوي، هر شي خپله نیټه لري، الله جل جلاله د خلګو د تلوار له امله تلوار نه کوي، هره میوه د پخېدلو خپل وخت لري او هغه مهال یې شکول مناسب دی چې وخت یې وي، بیړه او تلوار یاده مېوه تر خپل وخت مخکې نشي پخولی، دغه میوه زموږ د بیړي پر ځای د کائناتو د نظام د اصولو تابع ده.
له بده مرغه د رسنیو په موجوده دور کې هر څوک هڅه کوي چې خپل اورېدلي معلومات ژر خپاره کړي، په ټولنیزو شبکو کې د نورو تبصرو په نسبت د عاجل خبر بازار ګرم وي، همدا وجه ده چې ډېری کسان خپلو څرګندونو ته د بازار موندلو په موخه هغو خبرو ته هم عاجل خبر لیکي چې ښه سولیدلی او کباړ وي. متاسفانه دوی چې هر څه اوري له تحقیق پرته یې شریکوي، دوی د لایکونو د ترلاسه کولو په وجه نتایجو ته اهمیت نه ورکوي.
نو؛ د ټولنیزو شبکو مبارزه!
ته په رسنیز ډګر کې د جبل الرماة مجاهد یې! ستا مسؤلیت دادی چې په خپل ډګر کې به له دین څخه دفاع کوې، مجاهدینو ته د متوجه تهدیدونو مخه به نیسې، خپل مورچل به په هیڅ صورت نه پریږدې، که ته خپل مسؤلیت په بیړه کولو سره له یاده وباسې نو یاد لره هغه عواقب به ورباندي مرتب شي چې تا یې ګمان هم نه وي کړی! ته به خبر هم نه یې خو پیغمبر علیه السلام او د هغه د لاري پیروان به دي روحا خپه کړي وي.
ته مکلف یې چې د هر څه په خپرولو کې احتیاط او تحقیق وکړئ! هغه څه خپاره نه کړې چې یواځي تا اورېدلي وي، یا د مسلمانانو د صف اسرار وي، هڅه وکړه چې د رازو او اسرارو لپاره خپله سینه په قبر بدله کړې او رازونه همدلته خښ وساتې، هسي نه خدای مه کړه چې ستا تبصره مطبوعاتي دښمن ته سړه ګوله جوړه شي.
پای…….!