نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکوال:سعد كټوازی له۱۳۹۲لمريز كال راسي د ثور مياشتي۴مه نېټه چې دا يې پرلپسې۷كال دی له ځان سره يو ځانگړی ياد لري، د هېواد د ځوانانو له لوري پراخ انعكاس موندلو سره ډېر نور هغه يادونه را ژوندي كوي چې په افغاني ټولنه كې له يو عظيم شخصيت څخه سرچېنه اخلي، په دې ورځ د افغانستان […]
لیکوال:سعد كټوازی
له۱۳۹۲لمريز كال راسي د ثور مياشتي۴مه نېټه چې دا يې پرلپسې۷كال دی له ځان سره يو ځانگړی ياد لري، د هېواد د ځوانانو له لوري پراخ انعكاس موندلو سره ډېر نور هغه يادونه را ژوندي كوي چې په افغاني ټولنه كې له يو عظيم شخصيت څخه سرچېنه اخلي، په دې ورځ د افغانستان هغه واكمن وفات شوی چې حكومتولي يې پخوانيو خلافتونو ته ور وگرځوله، دين او سياست يې سره را يوځای كړل او كار خپل اهل ته د سپارلو په لړ كې يې دېني عالمان د سياست ميدان ته را وستل او له دروغ، فريب، ظلم او زياتي څخه پاك شرعي سياست يې د تېرو خلافتونو په څېر د عالمانو له دندو څخه وگرځاوه، رحمه الله رحمةً واسعةً.
جهاد او جهادي خوارۍ او قربانۍ نور نو په ښمر رسېدلې وې، ازادي او خپلواكي راغلې وه، مجاهدين د سياسي ډلو په بڼه د يو سوچه اسلامي حكومت رامنځته كولو لپاره كابل ته را ننوتلي وه او يواځي د هغه اسلامي نظام جوړېدل او حاكم كېدل پاتې و چې۱۴كاله مو پرې د مليونونه نفوسو نه هېرېدونكې قربانۍ وركړې وې.
دا نو د مشرانو قوماندانانو كار وه، عسكري مجاهدين نور خپلو كارونو ته پر ستنېدو و، طالب العلمان هم بېرته خپلو مدرسو ته راغلل او پاتې درسونه يې پيل كړل، مدرسې پر يو وخت د دېني علم د پتنگانو او ازادۍ د شهكارو ځالي شوې.
خو يو ناڅاپه د افغانستان له مظلوم او مسلمان ولس، د هغه له ارمانونو، د تېر۱۴كلونو له قربانيو او د راتلو په درشل ولاړ اسلامي نظام سره جفا او غدر وشول، دا په خپل نوعيت كې يواځينۍ او د اتيايمو كلونو هغه سناريو وه چې مسلمان ملتونه ترې د تل لپاره پناه غواړي او د هر هغه جهاد په پای كې به يې د پېښېدو قوي اندېښنه وي چې مجاهدين يې تر خپل منځ ډلي ولري، عسكر يې نور ځان خلاص و گڼي او لوبېدلي يې د ارام په لټه كې شي.
د تېر جهاد يو شهكار او اوس د حجرې خړ طالب د سيمي له دود سره سم په اونېزه رخصتۍ د پنجشنبې په ورځ د كور پر لور او بيا په سبا بېرته تر حجرې راځي، د يادي سناريو پر اثر رامنځته شوې د لارې د اوږدو انارشۍ، ټوپك او پاټك سالارۍ يې په ذهن كې د يو غورځنگ خريطه او پلان كاږي او فكر يې بدلوي.
د ولس ترمنځ دغه عظيم او محبوب طالب چې د هوا مرغۍ غوندې بې ضرره، ډاډه او هغه ته اړ ژوند تېروي، اوس يې د همدې ولس كړاوونو ته بې كچې فكر خرابېږي، كتاب بندوي، د يو ستړي او له اخه توخه لوېدلي د اوږدې لاري مسافر غوندې خوله اوسترگي نيم خلاصي له درده خوَابَدَیْ په ډډه پرېوزي او ژوره سا أخلي، په فكر كې له ډوبېدو سره يو ناڅاپه له ځان سره وايي نور (دا درسونه) نه كېږي.
وخت او ظروفو ته په پام د طالبانو په حجرو راگرځي او لكه د مسجد خَټو او يو دروند خدمت ياهم د غنمو لَوْ ته چې اشر راغواړي هغوي راټولوي، د همدغه مهال د ويښ ضمير څښتنان ملاوي تړي او د نورو بيا كرار ور پسې ضميرونه را وېښېږي.
د غورځنگ د همدې لومړيو شېبو په يوه سخته ورځ ورسره له سابقينواَوَّلِيْنو يو د دښمن په حصارځای كې نښلي، وسله نشته، مرمۍ كمي دي، جگړه له ورځي شپې او بيا دوو ته لاړه، ملگری وارخطا دی چې څه به پېښېږي، خو د متين هوډ دغه شهكار طالب بيا هم له پوره ډاډ سره په نورمال حالت له هماغه په ذهن كې ښكل شوې خريطې او پلان سره سم ورته وايي ((موږ اوس يو ډېر لوی كار پيل كړی چې د ورځي، لسو ورځو او مياشتي خبره نه ده …)).
له همدې شېبو يې ور پيلوي او د ډله بازو مجاهدېنو د جهاد له مودې په ډېر كم وخت او د څو كلونو په ظرف كې هم د دوی د غدر پر اثر بلواكي، انارشي، ټوپك او پاټك سالارۍ له منځه وړي او هم د ولس د پخواني جهاد ارمانونه او ښمر پر لاس راوړي او د هېواد پر۹۵٪خاوره ازادي، خپلواكي او سوچه اسلامي نظام حاكموي.
هو ! مرحوم أمير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د حجرو د طالبانو ياد أشر د يو خونړي غورځنگ او اوږد انقلاب لپاره راغوښتی او په خپل نوم يو روښانه تاريخ كې يې د رښتوني جهادي فكر په توگه په اسلامي ټولنه كې پنځولی، چې په دې لړ كې لا تر اوسه د مدرسو طالبان، ديني عالمان او با احساس ځوانان او ځلموټي د خپل ولس او ټولني ستونزو او كړاوونو ته په پام د مسئوليت او رسالت د احساس له مخې له مرحوم ملاصاحب څخه را پاتې اسلامي امارت كې لوبېږي او له منځه يې قرباني كېږي.
دوی كه څه هم د بېلابېلو ښو استعدادونو او وړتيا و څښتن (خطيبان، علمي څيري، شاعران، ليكوالان، نعت خوانان، پوځي پوهان، ډاكټران، انجېنران، فرهنگي پوهمين او…) دي، خو چې د وخت شرائط يې د خپل فن ترڅنگ د وسلې پورته كول ايجاب كړي بيا همداسي په بېلابېلو بخشونو (عادي او عامو مجاهدينو، استشهاد، سياره قطعه، لېزري/سره قطعه، غلچكي او نفوذي فعاليتونو او…) كې روزني او فعاليت لري او ټول يو له بله د سر د قربانۍ تږي دي.
مرحوم ملاصاحب رحمه الله چې له لومړي سره پر كوم احساس د جهاد ميدان ته را دانگلي وه، تر پايه يې د جهاد همغه رښتونې موخه تعقيب كړه او وركې تر تمې لوړ بريالی را ووت، موږ وليدل چې له پخواني جهاد او هرڅه سره غدر وشو، ملاصاحب رحمه الله بېرته له سره جهادي بهير نوی او په افغانستان كې يې اسلامي نظام حاكم كړ.
ورسره يې د يادو غدارانو ښه بديل د اسلامي امارت پر بنسټ ښودلو سره د يو بشپړ ملت ځوانان پر ياد سپېڅلي احساس او فكر وروزل او د نوي نسل راتلونكی يې خط مشي كړ، موږ وليدل چې نړيوال صليبي اتحاد يې حاكم اسلامي نظام ترې نسكور كړ، خو هغه د الله تعالی پر كړو وعدو د ټينگ باور پرمټ د ژوند تر پايه د نسكور شوي اسلامي نظام د بيا حاكمولو لپاره پر خپل ټول توان مبارزه وكړه، له مړينې مخكي ورته د هغې د برياليتوب څرك ولگېد او دا دی د هماغه۴۰كاله وړاندې احساس سره سم يې د هغه د لارويانو او جهادي مكتب شاگردانو درېيم ځل بيا اسلامي نظام د بشپړ حاكميت تر درشله را رسولی دی.
همداسي به راتلونكي نسلونه له ياد احساس سره په افغانستان كې د اسلامي نظام د حاكم ساتلو لپاره تر وختونو او عمرونو هڅاند او پر مبارزه بوخت وي او دا به د مرحوم د هغه مهال چې ځلموټي او په لومړي ځل د جهاد ميدان ته راغلی وه د مبارزې تسلسل، هماغه د نوي جهادي بهير د پيل لومړيو شېبو څخه په ذهن كې د ښكل شوې خريطې او پلان برخه او په اړه يې د هغه د څرگندوني ((موږ اوس يو ډېر لوی كار پيل كړی چې د ورځي، لسو ورځو او مياشتي خبره نه ده …)) مصداق وي ان شاءالله چې د هغه يو څرگند كرامت يې گڼلای شو، رحمه الله رحمةواسعة.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.