د امریکایی جنرال له نظره، ټرمپ د افغانستان په اړه څه کولای شي…؟!

موسی فرهاد: په دې کې شک نشته چې امریکایی رسنیو په دې کې ډېر مهم رول ولوباوه چې امریکایی چارواکو ته دا ورتلقین کړي چې دوی په افغان جګړه کې په مکمل ډول شکست خوړلی، ناکامې جګړې ته نور دوام ورکول به د امریکا د هلاکت په مانا وي؛ له همدې ځایه وه چې امریکايي […]

موسی فرهاد:

په دې کې شک نشته چې امریکایی رسنیو په دې کې ډېر مهم رول ولوباوه چې امریکایی چارواکو ته دا ورتلقین کړي چې دوی په افغان جګړه کې په مکمل ډول شکست خوړلی، ناکامې جګړې ته نور دوام ورکول به د امریکا د هلاکت په مانا وي؛ له همدې ځایه وه چې امریکايي چارواکي زړه نازړه دې ته تیار شول چې د افغانستان د آزادۍ غوښتونکي جنګیالي ځواک (طالبانو) سره د اشغال د پای ته رسولو یو تړون ته ګونډه ماته کړي.

دا چې تړون به د یو پروسیجر له مخي د څه باندي یوه کال په موده کې سر ته رسیږي، خو داسي ښکاري چې د معاهدې د تعمیل په لومړيو پوړیو کې یې د امریکا د ملاتړي کابل حکومت لخوا خنډونه او مشکلات رامنځ ته کیږي، او دا په اصل کې د امریکایانو د ناکامۍ په مانا ګڼل کیږي چې د سولې په برخه کې هم دوی طالبانو ته پاتي راغلل.

که څه هم امریکا به ظاهراً د دې څرګندونه نه کوي، خو د پامپیو له راتګ او بیا د ناراضۍ اظهاراتو څخه جوتیږي چې د هغوی په وړاندي خنډونه شته. د همدې په رڼا کې د واشنګټن ایکزماینر ورځپاڼي یو مطلب خپور کړی چې په لاندي پراګراپونو کې یې څوک ټکي را اخیستل شوي دي:

د ډانیل ډیوس (Daniel Davis) په نوم د امریکا د پوځ یو متقاعد ډګروال په یاده ورځپاڼه کې لیکي: په کلي توګه د افغانستان د جګړې ختمولو یوازنۍ لاره دا ده چې ټرمپ د خپلو ځواکونو د را ایستلو فوري امر صادر کړي.

ډیوس وایی، په دې وروستیو کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو افغانستان ته سفر وکړ او په کابل کې یې د جانکیري په څیر د جوړجاړي هڅه وکړه، ترڅو د ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرفغني ترمنځ د یو ناقانونه Extra-constitutional واک شریکه سیسټم رامنځ ته کړي خو بریالی نشو.

امریکا ته په رسیدو یې اعلان وکړ چې امریکا به نور له افغان حکومت سره د ژمنه شویو مرستو نه ۱ میلیارد ډالر مرسته کمه کړي، څو ورځي وروسته (NBC) این بی سی تلویزون په یو مفصل راپور کې ولیکل چې مایک پامپیو کابل ته د ټرمپ له مهم پیغام سره تللی و، هغه دا چې عبدالله عبدالله او اشرف غني ته یې خبرداری ورکړی و چې که تاسو خپل منځي سیاسي اختلافات نه حل کوئ، له طالبانو سره مذاکراتو ته نه کښینئ، او د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې معاهدې ته درناوی نه کوئ، نو امریکا به هم خپلي مرستې کمي کړي او هم به په کلي توګه خپل پوځونه په عجولانه توګه وباسي.

ډیوس زیاتوي، ګرانه ده چې وویل شي، د پامپیو دغه تهدید به افغان رقیبان سره نژدې کړي، ترڅو خپلي ستونځي حل او بیا له طالبانو سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو جوړجاړي ته کښيني.

د لیکوال په وینا، دا چې امریکا له ۲۰۰۱م څخه تر ننه پوري د دریو ولسمشرانو، تر درجن زیاتو جنګي جنرالانو، بیلابیلو ستراتیژیو، او په لسګونو زرو پوځیانو په ادلون بدلون او استخدام سره په دې ونه توانیده چې د افغانستان جګړه وګټي او قاطع بریا ترلاسه کړي.

نو له دې نه څرګندیږي چې اوس هم نشي کولای د کابل رقیب چارواکي سره نژدې کړي. د ښاغلی ټرمپ لپاره ښه چاره دا ده چې له ناټو او نورو اړخونو سره په همغږي او کوردیناتیک شکل د خپلو ځواکونو د را ایستلو اجرایوي حکم صادر کړي.

ډیویس وایی، د تیري فبرورۍ پر ۲۹مه ټرمپ د هغه تړون هرکلی وکړ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دې لپاره طراحي شوی ترڅو د امریکا سخت سفر او اوږده جګړه پای ته ورسوي. ټرمپ وویل: اوس وخت را رسیدلی چې نور خپل ځواکونه خپل کور ته را ستانه کړو.

د واشنګټن ایکزماینر مقاله وایی، له بده مرغه چې دلته د ډېرو بهرنیو او کورنیو رقیبو لوبغاړو ډېري غوښتني شتون لري، له همدې کبله هغوی ټولو هڅي پیل کړي، ترڅو یاد تړون بریا ته ونه رسیږي.

د مقالې لیکوال ډګروال ډانییل ډیویس زیاتوي، دا څرګنده خبره ده چې افغان چارواکو د پامپیو اخطار ته چندان پاملرنه ونکړه، هغه یې سنجیده ونه ګاڼه، بلکي ایګنور یې کړ، ځان یې ورباندي ناګاره واچاوه، د دې مطلب دا دی چې دوی غواړي، دغه سیاسي جګړه دې همداسي غیرمتناهي جریان ولري؛ لکه څنګه چې هغه جګړه پای نه مومي؛ په کومه جګړه کې چې امریکا له ۲۰۰۱م کال راهیسي نښتي ده.
د لیکوال په وینا ټرمپ باید بالأخر پوه شي چې دی دې ته اړتیا نلري چې د افغان حکومت او طالبان ترمنځ مذاکرات کیږي کنه، په پایله کې یې یو کامیاب تړون رامنځ ته کیږي او کنه.

ټرمپ کولای شي چې د خپل صلاحیت په کارولو سره داسي یو حکم صادر کړي چې جګړه د امریکا او ناټو پر شرایطو پای ومومي. او په دې توګه نوموړی کولای شي چې د دفاع او خارجه وزیرانو ته لارښوونه وکړي، ترڅو هغوی خپل دواړه متحدین (ناټو او افغان حکومت) آګاه کړي، چې د بهرنیو ځواکونو د مکمل اخراج وخت ډېر لنډ دی.

لیکوال زیاتوي چې، تر ټولو تریخ حقیقت دا دی چې افغان مشران تراوسه هم په دې باور نه کوي چې امریکا دې په رښتیا په مکمل ډول ووځي.

پایله یې دا ده چې دوی خپل کار کوي، او حتی دې ته هم تیار نه دي چې په ډېر ابتدايي شکل ترخپل منځ کوم جوجاړی رامنځ ته کړي.

کله چې د حکومت د سر دوه چارواکي د څوکۍ پرسر دومره سخت رقابت کوي، او دې ته نشي تیاریدی چې خپلو کې سره جوړ شی؛ نو څنګه توقع کیدای شي چې د دوی ګټونکی دې سبا له خپل دښمن سره کوم جوړ جاړي یا کمپرومایز ته ځان ورسولای شي.؟

یوازنۍ لاره چې په مټ یې ټرمپ کولای شي د امریکا او د خپلو ځواکونو امنیت خوندي کړای شي؛ دا ده چې په مکمل ډول د خپلو ځواکونو را ایستلو امر صادر کړي. افغان چارواکي به هله پوه شي چې له خپلو مخالفانو سره جوړجاړی څه شی دی، او څنګه دوی دې کار ته لاره موندلای شي.

په واشنګټن ایکزماینر ورځپاڼه کې د ډانیل ډیوس په نوم د متقاعد امریکایی جنرال څرګندوني ښيي چې هغوی د سولې په پروسه کې هم د امریکا پر ناکامۍ ویره محسوسوي، له همدې ځایه ده چې د دوحې د تړون د تعمیل په رابطه امریکایی چارواکو ته د حل لاري په توګه خپل وړاندیزونه کوي. ښایی په دې توګه هغوی غواړي چې امریکایی ځواکونه هم له ناکامې جګړې وباسي او هم یې په پروسه کې د ملامتۍ له نکتې وژغوري.

پای…………!
۲۰۲۰ / ۴ / ۱۳