نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکنه مفتي عبد الله رشاد د رمضان میاشت او د اسلامي فتوحاتو تاریخي لړۍ د روژې په مناسبت ډیر دا خبره کوي، چې مجاهدین دي عملیات متوقف کړي، ترڅو مسلمانان په ارامه او د امن په فضا کې د الله عبادت وکړي، روژه ونیسي، د قرآن کریم تلاوت وکړي، ذکرو اذکار او دعاوي ښه په […]
لیکنه مفتي عبد الله رشاد
د رمضان میاشت او د اسلامي فتوحاتو تاریخي لړۍ
د روژې په مناسبت ډیر دا خبره کوي، چې مجاهدین دي عملیات متوقف کړي، ترڅو مسلمانان په ارامه او د امن په فضا کې د الله عبادت وکړي، روژه ونیسي، د قرآن کریم تلاوت وکړي، ذکرو اذکار او دعاوي ښه په بې غمه زړه تر سره کړي. خو سوال دا دی چې ایا جهاد له عبادت څخه د منع کولو لار ده؟ او که د عبادت او د الله د بندګي لپاره یو اهم عنصر دی؟ ترټولو مناسبه دا ده، چې موږ د خپلو اسلافو تاریخ ته مراجعه وکړو، ترڅو را ته جوته شي چې په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم، د هغه مبارکو اصحابو او له هغوی وروسته نورو مسلمانانو د روژې د میاشتي په مناسبت جهادي عملیات متوقف کړي ول او که يې نور هم د یو ستر عبادت په توګه زیات کړي وو؟!
روژه او د جهادي فتوحاتو تاریخ
په اسلامي تاریخ کې ترټولو مهمه غزا او تاریخ سازه معرکه چې د تل لپاره د حق او باطل په منځ کې حد فاصل واقع شوه، هغه د بدر مبارکه غزا وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله مدینې منورې ته هجرت وکړ؛ د هجرت په دویم کال د قریشو قافله را روانه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د قافلې د غنیمت کولو لپاره لښکر تیار کړ، خو الله ته منظوره وه، چې د قافلې پر ځای د ابو جهل له لښکر سره د بدر پر ځای مخامخ شول. د روژې مبارکي په میاشت کې سخته معرکه ونښته، تردې چې الله رب العزت د مسلمانانو د نصرت لپاره ملائکو ته حکم وکړ، چې ورشئ! د مسلمانانو نصرت وکړئ، په دې معرکه کې الله رب العزت فتح د مسلمانانو په نصیب کړه، تر اویا پوري کفار او د هغوی مشران مړه او همدومره اسیران شول. دا یوه داسي تاریخ سازه معرکه وه، چې الله رب العزت يې په قرآن کریم کې پوره واقعه نازله کړه:
قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَأُخْرَى كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُمْ مِثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ وَاللَّهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَنْ يَشَاءُ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِأُولِي الْأَبْصَارِ [آل عمران: ۱۳]
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ولي صحابه و ته حکم نه کاو، چې جنګ پرېږدئ، په ارامه روژه ونیسئ، لمنځونه وکړئ، په مسجد کې کښېنئ ښه په ارامه د الله عبادت وکړئ؟
د روژې میاشت او مکې فتحه
د هجرت په اتم کال باندي د روژې مبارکي په لسم تاریخ باندي رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې مکرمې د فتح تابیا ونیوله، لښکر يې تیار کړ، د مکې پر لور روان شول، د روژې مبارکي په میاشت کې الله جل جلاله د مکې مکرمې فتح د مسلمانانو په نصیب کړه. په دې وخت کې هم رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته دا ونه ویل: چې د مکې غزا به له روژې وروسته وکړو، اوس په ارامه روژه ونیسئ او د الله عبادت وکړئ، ولي چې جهاد د الله په عباداتو کې ترټولو مهم او سخت عبادت دی، نو چې د روژې مبارکي په میاشت کې سړی له الله سره د سر سودا کوي، نو تر دې به بیا خوشبختي بله کومه وي.
د اندلس فتح او د روژې میاشت
مسلمانانو د اندلس معرکه هم د روژې مبارکي په میاشت کې تر سره کړه، د هجرت په ۹۲ کال باندي مسلمانانو پر اندلس باندي د غزا تابیا ونیوله الله رب العزت یې نصرت وکړ، او د اندلس ویاړمنه فتح يې په نصیب شوه.
د عموریې فتح او د روژې میاشت
د عباسیانو د خلافت په دور کې د هجرت په ۲۳۳ کال د روژې مبارکي په میاشت کې مسلمانانو پر عموریه باندي جنګ پیل کړ، الله رب العزت يې نصرت وکړ او د روژې په میاشت کې يې فتح په نصیب شوه.
د انطاکیې فتح او د روژې میاشت
همدا شان د هجرت په ۶۶۶ کال د روژې مبارکي په میاشت کې مسلمانانو پر رومیانو باندي په انطاکیه کې غزا پیل کړه، او فتح هم د مسلمانانو په برخه شوه.
د عین جالوت معرکة او د روژې میاشت
د تاتاریانو سره د مسلمانانو تاریخ سازه معرکه چې د تاریخ په کتابو کې د معرکة عین جالوت په نوم شهرت لري، دا هم د هجرت په ۶۶۸ کال د روژې مبارکي په میاشت کې وشوه، الله رب العزت د دې غزا په برکت د تاتاریانو مخه ډب کړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: نږدې ده چې پر تاسو به خلک داسي (د حملې او یرغل په پار) را ټول شي، لکه پر کاسه چې خلک د ډوډوۍ لپاره را جمع شي. یو چا تري وپوښتل چې نو موږ به لږ یو؟ آنحضرت (صلی الله علیه وسلم) ورته وفرمایل: نه! بلکي داسي به یاست لکه د دریاب ځګ (وزن او رعب به مو نه وي) زړونه به مو ضعف شوي وي، او د دښمن له زړو به مو رعب لیري شوی وي، او دا هر څه له دنیا سره د محبت او له مرګ څخه د ویري له امله.
«يوشك أن تداعى عليكم الأمم كما تداعى القوم إلى قصعتهم» قال: قيل: من قلة؟ قال: «لا ولكنه غثاء كغثاء السيل يجعل الوهن في قلوبكم، وينزع الرعب من قلوب عدوكم لحبكم الدنيا وكراهيتكم الموت». مسند أبي داود الطيالسي (۲/ ۳۳۳)
نن سبا چې مسلمانان له ذلت او خوارۍ سره مخ دي، د دې لامل ډیر پخوا لا رسول الله صلی الله علیه وسلم یاد کړی دی، هغه (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: کله چې مو جهاد ترک کړ، الله به ذلت درباندي مسلط کړي. وتركتم الجهاد، سلط الله عليكم ذلا. سنن أبي داود (۳/ ۲۷۵)
د روژې میاشت او د (عزا) بُت ماتېدل
په همدې میاشت کې خالد بن ولید د عزا په نوم مشهور بوت مات کړ، او عمرو العاص رضي الله تعالی عنه بیا د (سواع) په نوم بوت مات کړ او سعد بن زید بیا د مناف په نوم بوت مات کړ. د هجرت په دریارلسم کال باندي مثنی بن حارثة رضي الله تعالی عنه د مسلمانانو اته زره لښکر د فارسیانو د یو لک لښکر د مقابلې لپاره تیار کړ، او د روژې مبارکي په اخیري هفته کې له دښمن سره مخ شول او الله جل جلاله يې نصرت وکړ.
سمندري غزا او د روژې میاشت
معاویه رضي الله تعالی عنه هم د سمندري غزا لپاره جنادة بن ابي أمیة الأزدي رضي الله تعالی عنه د هجرت په ۵۳ کال باندي ولېږئ، الله رب العزت د جزېرې فتح ورنصیب کړه. طارق بن زیاد رحمه الله دهجرت په ۹۲ کال باندي د روژې مبارکي په میاشت کې د صلیب له سل زره لښکر سره په دولس زره مسلمانو مقابله وکړه، په نتیجه کې يې اندلس فتح شو، او تر اته پېړیو پوري مسلمانانو د اندلس پر خاوره حکمراني کوله. همدا شان چې د صلاح الدین ایوبي رحمه الله او د سیف الدین قطز رحمه الله تاریخ مطالعه کړو، هغوی هم د روژې په مبارکه میاشت کې د صلیب له لښکرو سره سخت جنګونه کړي.
د افغانستان د خپلواکي عملیات او د روژې میاشت
د امریکې او د هغوی د متحدینو لخوا افغانستان عملا اشغال دی، ناټو او امریکې پر افغانستان باندي مسلح یرغل کړی، اوس هم عملا د افغانستان فضاء او زمکه د یرغلګرو تر ولکي او واک لاندي ده، کورني غلامان يې د حکم تابع دي، نو په داسي حالاتو کې که یو څوک د امریاکانو له یرغل څخه انکار کوي، نو له حقیقت او واقعت څخه انکار دی، او دا هم زموږ د دین حکم دی، چې هر څوک چې له کافر سره د مسلمانانو په مقابل کې مسلح قیام وکړي، د هغوی اوامر پر ځای راوړي، له هغوی سره هم تر هغو د جهاد حکم دی، تر څو د کفارو اشغال پاي ومومي او اسلامي نظام حاکم شي، او روژه مبارکه زموږ د تاریخ د سترو سترو فتوحاتو میاشت ده، نو زموږ د اسلافو په پیروي د اسلامي امارت مجاهدین دي هم په دې مبارکه میاشت کې یرغلګر او د هغوی غلامان په ارامه نه پرېږدي، خدای مه کړه، چې د ترک الجهاد له امله مو د الله د حکم نا فرماني کړي نه وي.
پای
نور بیا ……
۲۰۲۱-۰۵-۱
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.