د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/ ۴۷مه برخه

لیکنه مفتي عبد الله رشاد له محبوسینو سره د کابل ادارې او امارت اسلامي د سلوک توپیر او یو څو تاریخي او معاصر واقعات: تر اسلام وړاندي له بندیانو سره داسي سلوک کېدی چې د انسانانو په سترګه نه ورته کتل کېدل، هغوی به وژل کېدل، او یا به د بوتانو لپاره قرباني کېدل، وروسته […]

لیکنه مفتي عبد الله رشاد

له محبوسینو سره د کابل ادارې او امارت اسلامي د سلوک توپیر او یو څو تاریخي او معاصر واقعات:

تر اسلام وړاندي له بندیانو سره داسي سلوک کېدی چې د انسانانو په سترګه نه ورته کتل کېدل، هغوی به وژل کېدل، او یا به د بوتانو لپاره قرباني کېدل، وروسته بیا د وژلو پر ځای د هغوی غلام کېدل رواج شول، کله چې به په جنګ کې څوک ګرفتار شول، نو هغوی به په بازار کې د بیع او شرا لپاره وړاندي کېدل.
په ځانګړي توګه یهودو بیا د تاریخ په اوږدو کې له بندیانو سره داسي ناروا چلند کړی، چې تاریخ يې په یادولو شرمیږي، د یهودو دا خیال دی، چې دوی تر ټولو اصیل انسانان دي، او دوی تر نورو ډیر امتیاز لرونکي دي، د هغوی په کتابو کې لیکلي دي، چې یهودیان د رب اولاد دی، نو ځکه د دوی دا خیال دی، چې موږ پر ټولو انسانانو باندي غوره یو.
دې غلط فهمۍ په تنیجه کې هغوی پر بشریت باندي له حده زیات ظلم کړی، هغوی تل کوښښ کړی، چې نوره نړۍ د ځان لپاره غلامه جوړه کړي، او دا د ځان لپاره حق هم بولي، نو ځکه هغوی د دې لپاره چې خپله باداري پر خلکو وتپي، همیشه يې د خلکو په منځ کې جنګونه پر لار اچولي، او که احیانا يې له مقابل لوري سره سوله کړې هم وي، نو هغه به هم د دې لپاره وه، چې هغه د ځان لپاره مسخر جوړ کړي، او که داسي نه کېدل نو د مقابل لوري ابادي به يې له خاورو سره خاوري کړه. العهد القديم، سفر التثنية، إصحاح 13.

له بندیانو سره د یهودو د وحشت یو تاریخي بېلګه!!

کله چې به یهودو په جنګ کې د مقابل لوري یو ښایسته ښځه ګرفتاره کړه، نو د هغې سره به يې داسي چلند وکړ، چې سر به يې ورته وخرېیه، نوکان به يې ځیني وایستل، کالي به يې ترې وکښل، بس دې ظلم ته به ګډېدل، دوی تاریخ تر ټولو بد وحشي خلک ثبت کړي دي!! خو نن بیا موږ (مسلمانانو) ته د ښځو د ازادي درس را کوي!!!. العهد القديم، سفر التثنية، إصحاح 20، أحكام الأسرى والسبايا في الحروب الإسلامية ص 38، 39.

له بندیانو سره د رومیانو دردونکي کيسه!!

د تاریخ تر ټولو دردونکې کېسه هغه ده، چې کله رومیانو د امپراتور (فسپسیان) په وخت کې، په بیت المقدس کې یهود پوره پنځه میاشتي محاصره کړل، نو کله چې د اویایم میلادي کال د سپتمر په میاشتي کې ښار سقوط وکړ، نو رومیانو یهودو ته وویل، چې خپل ماشومان او ښځي مو په خپلو لاسو سره ووژنئ!!! یهودو يې د زیات رعب او ویري له کبله دا حکم په دې تمه ومانه چې ګوندي دوی به نجات ومومي! وروسته رومیانو د یهودو په منځ کې قرعه اندازي کوله چې هر یو به پوخ شو، هغه بل به يې قتل کاوه، تر دې پوري چې ټول یهود يې په داسي سختو عذابو سره مړه کړل، یوازي هغه خلک ترينه خلاص شول، چې لیري په غرو کې اوسېدل. الدباغ: بلاد فلسطين 9/68-70.

د تاریخ بدلون او له بندیانو سره د حسن سلوک څو بیلګي!!

د انصاف او عدل د قائمولو لپاره الله رب العزت زموږ خوږ پیغمبر –صلی الله علیه وسلم- مبعوث کړ، هغه د ژوندانه په ټولو چارو کې تعادل راووست، تر دې چې د جنګ په حالت کې يې هم خپلو پیروانو ته اصول وضع کړل، چې بوډاګان، ښځي او ماشومان به نه وژنئ! او د دې تر څنګ يې خپل امت ته دا توصیه هم وکړه، چې (اسْتَوْصُوا بِهِمْ خَيْرًا) که مو څوک له ځان سره اسیر کړل، نو له هغوی سره ښه سلوک کوئ!
له بندیانو سره د مسلمانانو د تعامل څو تاریخي او معاصري بېلګي

— د بدر په جنګ کې مجاهدینو اویا نفره اسیران ونیول، له هغوی سره يې ډیر ښه وضعیت وکړ، له همدې امله ولید بن ولید چې په خپله هم بندي و، چې کله يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بندیانو سره ښه معامله وليدله، خپل دین يې ترک کړ او په اسلام مشرف شو.
— نبي کریم صلی الله علیه وسلم، ابو الهیثم بن تیهان ته یو بندي ورکړ، او دا وصیت يې ورته وکړ، چې ښه سلوک به ورسره کوې، نو هیثم ویل: چې ما ته رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښه سلوک حکم کړی دی، بس نو ښه چلند دا دی، چې د الله لپاره مي ازاد کړی يې.
— یو ځل نبي کریم صلی الله علیه وسلم د بني قریظه بندیان ولیدل چې لمر ته پراته ول، نو خپلو ملګرو ته يې حکم وکړ، چې پر دوی باندي د لمر او سلاح حرارت مه جمع کوئ، او سایې ته یې کړئ، چې ګرمي يې ونشي.
— یو وخت له صحابه و سره هرمزان بندي و، هغه اوبه وغوښتې، نو صحابه و په یو پیاله کې اوبه ور کړې، خو هغه د بد بويي له امله ونه څښلې، نو عمر رضي الله تعالی عنه ملګرو ته حکم وکړ، چې پیاله ورته بدله کړئ.
— د ثمامة اثال کیسه په تاریخ کې مشهوره ده، چې په مدينه منوره کې صحابه کرامو ګیر کړ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې راوستی، هغه صلی الله علیه وسلم د مسجد په ستن پسي وتړی، په درېیمه ورځ يې هغه ته عفوه وکړه، سره له دې چې صحابه و به ویل: چې تر هر رنګه قیمتي فدیې موږ ته د ثمامة وینه ډیره قمیتي ده، موږ به يې له ويني سره څه کوو!؟ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا هم ورته عفوه وکړه، له بند څخه يې آزاد کړ، له دې سره ثمامة ولاړی غسل یې وکړ، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دین مشرف شو.
— د خپل خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم په پیروي، امارت اسلامي چې کله په 2009 کال کې یو 32 کلن مریکايي افسر بوبریګډال په پکتیکا کې ګرفتار کړ، بیا يې په 2014-05-31 له ګوانتنامو څخه د خپلو مشرانو بندیانو په تبادله کې آزاد کړ، یاد بندي سره له دې چې یو جنګي اسیر و، او زیاته موده يې له طالبانو سره بند تیر کړ، خو بیا هم د طالبانو له اخلاقو دومره متاثره و، چې اسلام يې قبول کړ. والحمد لله.
— د 2001 کال د یولسم د سپتمر د پیښو څخه وروسته یوه مشهوره برتانوۍ ژورنالیسته ایوان ریډلي په پټه کابل ته د راپور جوړولو په موخه راغله، دلته د همدې کال د سپتمبر پر 28 طالبانو ګرفتاره کړه، هغې لس ورځي له طالبانو سره بند تیر کړ، خو د طالبانو له ښه سلوک څخه دومره متاثره شوه، چې له آزادېدلو وروسته هغې د قرآن کریم مطالعه پیل کړه او د اسلام په دین مشرفه شوه، سره له دې چې هغه یوه ښځه وه، او په یوازي د طالبانو سره بندي وله، خو بیا هم د طالبانو له ښه اخلاقو او پاکدامني څخه دومره متاثره وه، چې بالآخر يې د اسلام دین قبول کړ.
— همدا شان د کابل د امریکايي پوهنتون دوه استاذان ( تیموتي ویکس او کيون کينګ) په 2016م کال کې طالبانو ګرفتار کړل، او د انس حقاني او د هغه د ملګرو په بدل کې يې د 2019 د نومبر پر 19 آزاد شول، خو له درې کاله بند وروسته چې څوک د تیموتي ویکس خاطرې واوري چې له طالبانو څومره زیات متاثر دی حیران به شي، او له آزادېدلو وروسته يې د اسلام اظهار وکړ.
له بندیانو سره د طالبانو د ښه سلوک نوري بیلګي هم ډېري شته، لکه: کانډايي او امریکايي جوړه، او همدا شان د کابل ادارې ډیری کارکونکو د طالبانو له بند څخه د خلاصېدو وروسته له مخالفت څخه لاس په سر شوي او داسي نوري بیلګي، چې لیکل يې مستقله مقاله غواړي.

له محبوسینو سره د اوسني غربیانو او د هغوی د پیروانو سلوک

غربیان چونکه په خوله د بشر دوستۍ شعار ورکوي، خو په حقیقت کې دوی غواړي چې ټول انسانیت د ځان لپاره غلام جوړ کړي، د همدې لپاره يې د بندیانو د تعذیب او شکنجه کولو لپاره چې کوم وسائل پکاریږي، د هغوی د ایجاد لپاره يې ستري ستري کارخانې جوړي کړي دي، چې یوازي د بندیانو د تعذیب بېلابېل وسائل په کې جوړيږي، او له ګوانتامو نیولې بیا تر ابو غریب، بګرام او په نړۍ کې مختلفي داسي بندیخانې لري، چې انسانیت يې د ظلم په بیانولو سره د شرم احساس کوي.

د کابل اداره او له بندیانو سره يې سلوک!!

بالمقابل څرنګه چې د کابل ادارې تربیه هم د امریکایانو څخه ده، نو ځکه له بندیانو سره ناروا سلوک د ځان حق بولي، او په نړیواله کچه له بندیانو سره په ظلم او ستم کې شهرت لري، له باګرامه نیولې، تر پليچرخي، ریاست چهل، کندهار او د هیواد په هر ولایت کې مختلف توقیف ځایونه شته، چې له اسیرانو سره بې حده زیات ظلم په کې کیږي.
له امریکایانو سره د اشغال د خاتمې د تړون پر اساس باید 5000 طالب بندیان او 1000 نفره د کابل د اداري هغه ازاد شوي وای، خو موږ ټول د دې شاهدان یو، چې د کرونا د وبا په دې سختو شرائطو کې چې په ډیریو هیوادونو بې له کوم شرط او قید څخه په زرهاو بندیان د دې لپاره آزاد کړل، چې خدای مه کړه، د وبا ښکار نشي، خو د کابل اداره سره له دې چې د بندیانو خلاصون د بین الافغاني خبرو لپاره تر ټولو مهم شرط، او لومړی قدم هم دی؛ بیا هم دا پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ کړې ده.

2020-05-20

نور بیا . . .