د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/ ۴۵ مه برخه

لیکوال: مفتي عبد الله رشاد افغاني د کب د لسمي پر ویاړلي تړون، د وفا او نقض په اړه د اسلامي تاریخ څو واقعات  له دښمن سره معاهده یا مصالحه د اسلامي تاریخ یو ستر باب جوړوي، د تاریخ په اوږدو کې مسلمانانو له غیر مسلمو سره د خپلو عُلیا مقاصدو د حصول لپاره په […]

لیکوال: مفتي عبد الله رشاد افغاني

د کب د لسمي پر ویاړلي تړون، د وفا او نقض په اړه د اسلامي تاریخ څو واقعات

 له دښمن سره معاهده یا مصالحه د اسلامي تاریخ یو ستر باب جوړوي، د تاریخ په اوږدو کې مسلمانانو له غیر مسلمو سره د خپلو عُلیا مقاصدو د حصول لپاره په مختلفو اوقاتو کې معاهدې کړې دي، کله له دښمن سره موقته صلح شوې، او په عوض کې يې له دښمن څخه جزیه اخیستله شوې ده، او کله بیا د جنګ او حرب څخه د خلاصون په پار ورسره تعهد شوې، او کله بیا د نورو مصالحو پخاطر ورسره معاهده شوې.
چې دلته په مختصره توګه د ځینو تړونونو یادونه کوو:

1- كله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته تشریف راووړ، د یهودو د بني عوف، بني نجار، بني حارث، بني ساعدة، بني جشم، بني اوس، بني ثعلبة، بني جفنة او بني شطیبة قبېلو سره يې معاهده وکړه. سیرة ابن کثیر: 2/322.

2- د نجران له نصاراو سره هم رسول الله صلی الله علیه وسلم صلح کړې. البيهقي: دلائل النبوة، باب وفد نجران 5/485

3- د بني ضَمُرَة، بني مدلج او د جهینه له قبائلو سره هم معاهده شوې. سیرة ابن هشام: 3/143، طبقات الکبری: 1/272.

4- تر ټولو مشهوره صلح د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت د حدیبیې صلح ده، چې د مکې له مشرکینو سره وشوه.

5- د مصر مسیحیانو له عمرو بن العاص څخه غوښتنه وکړه، چې له موږ سره پر دې معاهده وکړه، چې موږ به پر خپل دین (مسیحیت) باندي باقي پاتي يو، نو عمرو بن العاص رضي الله تعالی عنه د هغوی د غوښتني سره سم معاهده ورسره وکړه. أحكام المعاهداتفي الشريعة الإسلامية. وهبة الزحیلي: ص: 21.

6- همدا شان عمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنه د بیت المقدس د ایلیاء له خلکو سره معاهده وکړه، په تاریخ کې دا معاهده د العهدة العمریة په نوم سره مشهوره ده. الطبري: تاريخ الأمم والملوك 2/449، 450.

له همدې امله په اسلامي قانون کې د صلح او معاهدې لپاره ځانګړی فصل شتون لري، خو تر ټولو مهم بحث د صلح د حفاظت او د هغې د نقض په اړه دی.

د اسلامي تاریخ تر ټولو لومړۍ سیاسي معاهده

د معاهدې او عهد د انواعو په بحث کې علامه وهبة الزحیلي رحمه الله تعالی درې ډوله معاهدې ذکر کړې دي:

اول: پر ایمان، اسلام او یا جهاد باندي تعاهد.
دویم: سیاسي معاهده.
درېیم: تجارتي تړون.

د سیاسي معاهدې په بحث کې لیکي: چې د اسلامي مفهوم له مخي سیاسي معاهده دې ته وايي، چې د مسلمانانو او غیر مسلمو په منځ کې د دې لپاره وشي، چې یا به د اسلام د نشر، دعوت او تبلیغ لپاره معاهده وي او یا به د جنګ د ختمېدا لپاره وي، او داسي نور . . .

دغه ډول معاهده د اسلام په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له بني قریظة، بني نضیر او بني قینقاع یهودو سره تر سره شوې ده.

د معاهدې پاسداري د شریعت له نظره

کله چې له دښمن سره د اسلامي قانون په رڼا کې معاهده تر سره شي، نو پر مسلمانانو باندي د اسلامي قانون د حکم مطابق د هغې معاهدې د هر بند او هري مادې پاسداري واجبه ده، الله رب العزت فرمايي: {يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ} [المائدة: 1].

علامه زحیلي رحمه الله د دې آیت په تفسیر کې وايي: په عقودو او معاهدو کې هغه شرائط چې د شریعت سره متصادم نه وي؛ پر هغو باندي وفا کول واجب دی. التفسير المنير للزحيلي (6/ 66)

علامه جصاص رحمه الله وايي: چې له یاد آیت څخه دا ثابته شوه، چې په ټولو هغو معاهدو کې چې له اهل حرب، اهل ذمه، له خوارجو او یا له نورو ټولو خلکو سره تر سره شي؛ پر دې ټولو باندي وفا کول لازم دی. أحكام القرآن للجصاص ت قمحاوي (3/ 286)

په اسلامي قانون کې نه یوازي دا چې پر معاهده باندي وفا لازمه ده، بلکې که څوک معاهده ماته کړي د هغه لپاره په شریعت کې سخت وعید راغلی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: خبردار! که څوک له معاهد سره ظلم وکړي، او یا وعده ماته کړي، او یا زیاتی ورسره وکړي، او یا د هغه له خوښي پرته څه ترینه واخلي، نو په ورځ د قیامت به د دغه (مظلوم) دعوه زه (د الله په حضور کې) چلوم. سنن ابو داود: 3/170.

له یادو شرعي نصوصو څخه دا خبره ثابته شوه، چې پر مسلمانان باندي لازمه ده، چې پر معاهده باندي وفا وکړي، او که د معاهدې د یو بند او یا یوې مادې خلاف ورزي وکړي، په ورځ د قیامت به له ده سره مقدمه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وي، چې دا د هغه چا لپاره چې د معاهدې خلاف ورزي کوي، تر ټولو ستر اخطار دی.

که چیري د معاهدې د ځینو مادو د ماتولو اړتیا پیښه شي؛ نو بیا؟!

کله چې د معاهدې پر ځینو مادو باندي د مسلمانانو لپاره وفا ګرانه شي، او د ځینو عواملو له امله ونشي کولای چې له دښمن سره پر شوې تړون باندي وفادار پاتي شي؛ نو په دغسې صورت کې دي د هغو مادو په اړه په صراحت سره دښمن ته اطلاع ورکړي، له هغه وروسته که نقض هم وکړي، نو شرعا څه مشکل نلري.

د شام له خلکو سره ابو عبیده رضي الله تعالی عنه پر جزیه او پر دې باندي چې له دوی څخه به دفاع کوي، معاهده وکړه، خو کله چې ابو عبیده په دې خبر شو، چې د مسلمانانو د جنګ لپاره د رومیانو داسي ستري ستري لښکري راجمع شوې، چې تر دې وړاندي يې مثال نه و لیدل شوی، نو ابو عبیده ټولو والیانو ته ولیکل چې د شام خلکو ته جزیه او خراج ور واپس کړئ، او په دې لیک کې دا هم لیکل شوي ول، چې په داسي سختو شرائطو کې موږ د دوی د دفاع توان نلرو، نو ځکه جزیه او خراج ور واپس کړئ. العزیز شرع الوجیز المعروف بالشرح الکبیر: 489
له دې څخه دا معلوميږي، چې مسلمانان د تاریخ په اوږدو کې تر کومه حده خپلو وعدو ته وفاداره پاتي شوي.

نو بناءً امارت اسلامي به حتی الوسع کله هم له اشغالګرو سره د تړون خلاف ورزي ونه کړي، او په وار وار سره يې په خپلو اعلامیو کې هم د دې څرګندونه کړې، البته هغه وطن دښمنه کړۍ چې تل يې د افغانانو په وژلو کې خپل شوم اهداف لټولي؛ هغوی به له هري لاري کوښښ وکړي، چې یاده معاهده د نقض تر پولي ورسوي، او د سولي دښمنانو تل کوښښ کړی، چې پر امارت اسلامي باندي داسي تورونه ولګوي، چې ګواکي دوی پر خپلو وعدو وفاداره نه دي، خو د الله پر نصرت زموږ باور دی، کله چې الله رب العزت ستر دښمن ته ماتي ورکړه، نو د سولي دښمن به هم له شکست سره مخ کوي. وما ذلک علی بعزیز.

نوربیا ……….!
2020/4/19م