نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکنه: بلال کریمي الله عز وجل د خپل تکویني قانون له مخې د کائیناتو ابداع، پالنه او بالاخره فنا کیدل یې داسي تنظیم کړې چې مخلوقاتو ته په کې له رضامندۍ پرته بل غوراوی نشته چې د داسي لوی او باعظمته ذات له شان سره همداسي ښایي. نن د ثور څلورمه ورځ ده، پوره اوه […]
لیکنه: بلال کریمي
الله عز وجل د خپل تکویني قانون له مخې د کائیناتو ابداع، پالنه او بالاخره فنا کیدل یې داسي تنظیم کړې چې مخلوقاتو ته په کې له رضامندۍ پرته بل غوراوی نشته چې د داسي لوی او باعظمته ذات له شان سره همداسي ښایي.
نن د ثور څلورمه ورځ ده، پوره اوه کاله وړاندې په همدې ورځ د یویشتمې پیړۍ مجدد او د اسلامي امت سترمحسن امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله رحمة واسعة د اجل داعي ته لبیک ووایه او له دې فاني نړۍ څخه د تل له پاره د ابدیت په لور وکوچید. انالله و اناالیه راجعون.
هغه ورځ چې د یویشتمي پیړۍ دا بې أسرې امت له یوې ستري هستۍ څخه د تل لپاره بې برخي شوه، د دې زخمي امت پر ګڼو زخمونو د نا امیدۍ یو بل زخم هم وربالا شو، د اسلامي امت د لار ورکي قافلې د لارویانو سترګي د همدې هستۍ پر لور کږې وي چې الهي تقدیر یې هغه هیلي پوره کیدلو ته پرینښودي. د مسلمه امت دغه لویه هستي په داسي حال کې چې له خپلې کورنۍ، اولادونو ، ملګرو او د خپل کاروان له هغو اتلانو څخه (چې د معاصر فرعون له وحشي لښکرو سره د هیواد په ګوټ ګوټ کې په ګرمو سنګرونو کې په غزاګانو بوخت ول) جلا د مسافرۍ او پردیسۍ په دیار کې داسي مهال رحلت وکړ چې د اشغالګرو د استخباراتي شبکو تر ډير جدي تعقیب لاندې و مګر هغه صبر وکړ، الله تعالی یې حفاظت وکړ او تر پایه له هیواد څخه دباندې ونه ووت چې بالاخره یې له یوې دنیا هیلو او آرمانونو سره د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله خپل سپیڅلی روح خپل رب ته وسپاره.
هغه مبارک دریم عمر و، د یویشتم قرن له فتنو ډک دور چې فحشاء او مظالم خپل اوج ته په کې رسیدلې وو، مرحوم امیرالمؤمنین د االله تعالی د دین د ټولو معطل شویو احکامو په بیرته اجراء او احیا سره د حق او باطل په منځ کې د یوازیني فارق په حیث د دریم عمر مقام حاصل کړی و.
دریم عمر وکوچید، مګر هغه جهادي کاروان چې ده مبارک له فتنې او فساد سره د مبارزې او د اسلامي نظام د قیام په هدف تنظیم کړی و، روزنه او پالنه یې ورکړې وه، لله الحمد لاهم په خپل ټول قوت سره په لوړو معنویاتو او جهادي روحیه بشپړ سنبال او د یرغلګرو او د هغوی د ملګرو په خلاف جهادي سنګرونه ګرم ساتي.
دریم عمر وکوچید، مګر د هغه په لاس تأسیس شوی اسلامي امارت د دنګ منار، هسک او پلن غره په څیر، مستحکم او قائم ولاړ دی.
هغه مبارک د مسلمه امت د زړونو پاچا دی، نوموړی که څه هم صورتا نن زموږ په مینځ کې شتون نه لري، مګر روحا او د قوي معنویاتو په لرلوسره یې د مسلمه امت او مجاهد ملت په سینو کې ابدي ځای موندلی.
یو عارف څه ښه ویلي:
بعد از وفات تربت ما در زمین مجوی
در سینه های مردم عارف مزار ماست
د دریم عمر ریښتینولي، سپیڅلتوب، غیرت، خپلواکي، او د امت په دردونو دردمنتیا باندي نژدې د نړۍ ټول مسلمان او نا مسلمان وګړي معترف دي. نوموړی د دغي پیړۍ یو داسي زاهد او غیرتي واکمن و، چې خپله واکمني یې د الله د کلمې تر لوړ والې ځار کړه.
هوکې! دریم عمر همدا نن وکوچید، په داسي حال کې یې له دې نړۍ رخصت واخیست چې ډیر په کې ستړی شوی او ځوریدلی و، قلمونه به نشي کړای چې د هغه مبارک د ستړیا وو، مسافرۍاو د الله تعالی د دین په لاره کې د ترسره کړیو زحمتونو او قربانیوکچه ترسیم کړي.
الله تعالی دې په پې پایانه رحمتونو سره ونازوي، آمین یارب العالمین.
د نوموړي د وفات اعلان د اسلامي امارت درهبري شوری او دمرحوم د کورنۍ لخوا د ۱۴۳۶ هـ ق کال د شوال په ۱۴ نیته وشو.
پای.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.