دروغجن دې درواغ وایي، عاقلان دې قیاس کوي

جاوید علي خېل: د کابل د اجیرې ادارې ویندویانو، والیانو او نورو چارواکو په دې وروستیو کې خپل د درواغو ګراف نور هم لوړ کړی دی. هغوی چې د سیاست او جنګ دواړه میدانه یې بایللي اوس نو یوازې د خبرو او دروغو ډګر ورپاته دی، هغه میدان چې دوی په کې تر هر چا […]

جاوید علي خېل:
د کابل د اجیرې ادارې ویندویانو، والیانو او نورو چارواکو په دې وروستیو کې خپل د درواغو ګراف نور هم لوړ کړی دی. هغوی چې د سیاست او جنګ دواړه میدانه یې بایللي اوس نو یوازې د خبرو او دروغو ډګر ورپاته دی، هغه میدان چې دوی په کې تر هر چا زیات مهارت او اوږده تجربه لري.
په تیرو څو ورځو کې د کابل ادارې چارواکو څو ادعاوې وکړې چې ډیر ژر دروغ ثابتې شوې او دروغجن چارواکي ټول ملت ته خړمخي شول. یو ځل چې د کابل شمال میربچه کوټ کې د بریښنا پایې تخریب شوې، د ارګ ویندویانو یې پړه په طالبانو واچوله. خو څو ورځې وروسته د سیمې د خلکو په همکارۍ د بریښنا د پایو تخریبګر ونیول شول چې یو یې هم نه طالب و او نه یې له اسلامي امارت سره تړاو درلود. له هغه وروسته بیا بیا د بریښنا په پایو بریدونه وشول. د پژواک خبري آژانس په نوم رسنۍ چې د بریښنا د پایو د تخریب د عاملینو په اړه یې سروې کړې وایي چې په سلو کې ۹۰ تنه افغانان په دې نظر دي چې د بریښنا د پایو تخریب د هغې دولتي مافیا کار دی چې د تیلو او ګاز په بازار کنترول لري او یا هم هغه لوړ پوړي چارواکي چې د بريښنا شرکت پوروړي دي او اوس غواړي له دې لارې په بریښنا شرکت فشار واچوي او خپلې غوښتنې پرې ومني.
ورپسې په هلمند کې ګوډاګیو چارواکو وویل چې طالبانو د نادعلي او لښکرګاه تر منځ سرک تخریب کړی دی او دوی یې بیرته په جوړولو لګیا دي. خو د خراب شوي سرک کوم انځورونه چې خپاره شول په واضحه ترې معلومیدله چې سرک په قصدي ډول نه دی تخریب شوی، بلکې د ناسم جوړښت او بې کیفیته موادو له امله یې ځینې برخې شړیدلي دي. له موضوع باخبره خلکو دا هم وویل چې څو کاله وړاندې په دې سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښه وه، چې همیشه ورباندې بمبارونه او چاودنې ترسره کیدلې نو ځکه د عمومي جګړه ییز وضعیت له امله سرک ته زیان اوښتی دی.
د ارګ د ټامیانو بله دروغجنه ادعاء د هغې ویډیو په اړه وه چې دوی ویل پاکستاني عسکر افغان طالبانو ته نظامي تعلیم ورکوي. خو وروسته ثابته شوه چې هغه خلک چې له پاکستاني عسکرو سره یو ځای لیدل کیږي طالبان نه بلکې، د پاکستان د اورکزو ایجسنۍ اړوند د امن لښکر محلي ټوپکیان دي چې له پاکستاني عسکرو سره په یوه مشترک پروګرام کې ګډون لري.
د ارګ د دروغجنو چارواکو وروستۍ ادعاء په کندز کې د خان اباد په سرک د ونو د قطع کولو په اړه وه. په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر انځورونه خپاره شول چې په کندز کې د لویې لارې له څنګ سره ځینې ونې قطع شوي دي، د کابل ادارې کاذبو چارواکو همدې خبرې ته کش ورکړ چې هلئ طالبانو ونې قطع کړي دي. خو وروسته معلومه شوه چې دغه ونې د بریښنا شرکت او محلي خلکو په غوښتنه د بریښنا شرکت لخوا قطع شوي دي. په دې اړه د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په لیږلي غبرګون کې وویل: په کندز ولایت کې د بريښناشرکت په غوښتنه، د خلکو په مواقفه او مرسته په ځینو ځایونو کې هغه ونې چې د برق له پایو او لینونو سره تصادم کوي پرې شوي دي. ځکه دا ونې د برقونو د شارت او په سیمه د برق د قطع کیدو سبب ګرځي. په دې اړه د مزدور دښمن پروپاګند ته اعتنا مه کوئ.
لوړ مثالونه د هغو درواغو و چې د کابل ادارې کاذبو چارواکو یې ادعاوې وکړې، خو ډیر ژر پسې سپينې شوې او د دوی دروغجن مخونه ټول ملت ته رسوا شول. داسې لاس په لاس د دروغو سپینیدل او د کاذبو چارواکو دروغجن ماهیت رسوا کیدل دا ایجابوي چې زموږ ملت باید د کاذبو چارواکو په هیڅ ادعا باور ونه کړي او ترڅو یې چې د مسئلې سپیناوی او پلټنه نه وي کړی د دښمن په خبرو دې باور نه کوي.
هیوادوال باید هوښیار واوسي او د دروغجنو په خلاف دې د هوښیارانو موقف خپل کړي. لکه خلک چې متل کوي: دروغجن دې دروغ وایي او عاقلان دې قیاس کوي. نو هیوادوال هم باید د چارواکو د خبرو په اوریدو د هغوی خبرې د دروغو کټه ګورۍ ته واچوي او هیڅ اعتناء دې ورته نه کوي.