نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
لیکنه: صارم له کله نه چې دافغانستان اسلامي امارت او امریکاترمنځ داشغال دخاتمې تړون لاسلیک شوی، دکابل ادارې حیثیت صفرته راښکته او نیمه نړیوال اعتبار یې هم له لاسه ورکړی، که څه هم دځینو هیوادونو په مرسته هڅه وشوه، چې دانتخاباتو په پروسه به یې یوڅه حیثیت وراعاده کړي، خو هغه هم هاغه دی ټولو […]
لیکنه: صارم
له کله نه چې دافغانستان اسلامي امارت او امریکاترمنځ داشغال دخاتمې تړون لاسلیک شوی، دکابل ادارې حیثیت صفرته راښکته او نیمه نړیوال اعتبار یې هم له لاسه ورکړی، که څه هم دځینو هیوادونو په مرسته هڅه وشوه، چې دانتخاباتو په پروسه به یې یوڅه حیثیت وراعاده کړي، خو هغه هم هاغه دی ټولو نړیوالو ولیدل چې یونالاعلاج ناورین ګرځېدلی، نه دوی سره جوړېدای شي اونه یې امریکا علاج کولای شي او خبره یې له بدنه بدتره شوه.
اوس دغې ادارې ته یواځې بندیان ورپاته دي چې دیوې وسیلې په توګه کار ترې اخلي اویوڅه ځان پرې مطرح کوي، که څه هم دابندیان د دوی نه دي او ډېراختیار یې له امریکایانو سره دی، ځکه ډېری یې هغه دي چې هغوی نیولي او بیایې دوی ته سپارلي .
دنړیوالو بشري قوانینو او د ژنیو کنوانسیون دتړون له مخې له بندیانو دغه ډول استفاده او سپرګرځول جداً ممنوع دي، خو ښکاري چې دکابل اداره دژوند په خپلو وروستیو مرحلوکې د دغو تړونونو ډېره پروا نه کوي او داخیستې عقدې له مخې د دغه ډول خنډونو ایجادول هم دځان په ګټه بولي، چې ګوندې دانتقام اخیستنې څه تنده به یې پرې ماته شي او لاس تړلو بندیانوته به دخپل زور بریتونه تاو کړي .
له امریکایانو سره دموافقتنامې تړون به هلته ټول په ټوله عملي وي چې په تړون کې شوې ژمنې عملي شي او په ټاکل وخت کې ترسره شي، ترڅو بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره او اشغال خاتمه ومومي ، دبندیانو خوشي کول د دغې موافقتنامې یو له اساسي شرطونو څخه دی، په موافقتنامه کې صراحت شوی چې دبین الافغاني مذاکراتو له پیل مخکې به دغه (۱۰۰۰+۵۰۰۰) بندیان له بنده ازاديږي چې دبین الافغاني مذاکراتو پيل ته به لومړی قدم وي .
نوپه دې وخت کې چې هرڅوک هرډول خنډ رامنځته کوي په هیوادکې د پېښېدونکو ناخوالو مسؤلیت به هم مني، همدې علت ته په کتو دهیواد په بېلابېلو برخو کې دجنګ جګړو پېښېدل اوله جنګ نه د راولاړو ناخوالو مسؤلیت دکابل ادارې او هغوی په ملاتړو دی .
داسلامي امارت مبارزه دهیواد خپلواکي او داسلامي نظام تر حاکمیته ده، هیڅوک دې دافکر نه کوي چې له امریکایانوسره په تړون به دکابل ادارې بقاته جوازپیداشي، بلکې دغه اداره داشغال پاتې شونې او دافغانانو دوینو پوروړې ده، چې هیڅکله په دغه ډول بقانه شي موندلی دبین الافغاني مذاکراتو تعطیل او تاخیر به دکابل ادارې ته څومره ژوند ورکړي، چې په دغه ډول ناکامو هڅو لاس پورې کوي، مونږ ډاډه یو چې بندیان به خلاصیږي، خو تاخیر به یې له دې پرته چې د دوی دناکامو هڅو په لړلیک کې یوه ناکامه هڅه شي، بل څه په لاس ورنه کړي، حالاتو او شرایطو ته په پام دایوه خبره ډېره کره او ښکاره ده چې نور نو دکابل ککړه فاسده اداره هیوادوالو ته منظوره نه ده او نه کوم ډول شرعي او قانوني صبغه لري چې دواک پرګدۍ پرېښودل شي .
دبندیانو په برخه کې داسلامي امارت له لوري دبندیانو دکمیسیون هڅې دستایلو دي، هغوی په دې برخه کې په خپلو کاري برخوکې خپل مسؤلیت په ښه ډول ترسره کړی، دقت او شفافیت یې دکمیسیون په توګه دکابل ادارې په پرتله ډېر منظم او دمقرره لوایحو په تطبیق برابردی، له بندیانو سره دښه چلند اوترحم کړنلاره یې واضح او په عملي ډول یې دخپلې سمې تګلارې ډېرې نمونې هم وړاندې کړې دي چې له بهرنیو بندیانو سره یې د ” تیموتی ویکس، برګیډال …ښې بېلګې دي اوله خپلو افغاني بندیانو سره دښه چلن یې هم په سلګونو مثالونه شته چې یواځې دتضمین په ورکولو سره یې دملي اردو، امنیت، پولیسو او نورو نظامي افرادو ډلې ډلې پرې ایښې دکرایې، لګښت او ضروري اړتیاوو په ورکولو یې له ښه زړه او ښو خاطرو سره رخصت کړي .
داد اسلامي امارت په منظم چوکاټ کې هغه امتیازي چلن اوتګلاره ده چې دکابل اداره ترې محرومه او په همدې علت ورته دملامتیا څلور ګوتې ور اوړي اونه یواځې داچې زمونږ له خپلو افغاني بندیانو سره دغه ډول برخورد نه کوي، بلکې برعکس یې دټولو نړیوالو اصولو په خلاف عمل کوي او دخپلو شومو اهدافو لپاره ترې دوسیلې په توګه کار اخلي .
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.