امريکايي جنرالان د دوحې تړون ته څومره زيان رسولای شي..؟

څیړنه: قاري محمد يونس راشد په افغانستان کي د امريکا د جګړې د ناکامۍ بحثونه او له دغه هيواده د امريکايی اشغالګرو ځواکونو د را ايستلو اراده له بوش وروسته د بارک اوباما په دواړو دورو کي موجوده وه او هر وخت به لوړ پوړو امريکايي چارواکو په دې اړه څرګندوني کولې مګر اوباما پدې […]

څیړنه: قاري محمد يونس راشد

په افغانستان کي د امريکا د جګړې د ناکامۍ بحثونه او له دغه هيواده د امريکايی اشغالګرو ځواکونو د را ايستلو اراده له بوش وروسته د بارک اوباما په دواړو دورو کي موجوده وه او هر وخت به لوړ پوړو امريکايي چارواکو په دې اړه څرګندوني کولې مګر اوباما پدې اړه قاطع تصميم و نشو نيولای، فقط د ځواکونو کمولو ژمنه يې عملي کړای شوه، دا چي ولي اوباما له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو په موخه له اسلامي امارت سره پر مذاکراتو او توافق و نه توانېد؛ ممکن څو وجوهات ولري خو زما په نظر د اوباما په حکومت او ګانګرس کي د جګړې خوښو چارواکو او وکيلانو نفوذ او قوت امريکايي جنرالانو ته دا زمينه مساعده کړې وه تر څو د ځواکونو د راستنولو په اړه د اوباما او دده د همنظرو چارواکو اراده وننګوي او تصاميم يې عملي بڼه غوره نکړي.
ډونالډ ټرمپ د اوباما په واکمنۍ کي د ټويټر له لاري په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو موجوديت تل غانده او هلته مصرفېدونکي پيسې يې د امريکايي ولس د شتمنۍ ضياع بلله او ټينګار يې کاوه چي موږ د پردي هيواد د سړک او کلينک جوړولو پر ځای بايد خپل هيواد و رغوو او دلته ټولنيز خدمات وړاندي کړو.

د ټرمپ د نظر بدلون او نوې ستراتېژي
ډونالډ ټرمپ چي د ۲۰۱۷م کال د جنوري پر شلمه يې د امریکا د پنځه څلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه؛ له لومړيو يې دا هڅه کوله چي د افغانستان له جګړې ځان راټول کړي او هلته د بې نتيجې جګړې له امله د زرګونو ميليونو ډالرو د بېځايه مصرف مخه ونيسي، څرنګه چي د ټرمپ په نظر د افغانستان جګړه يوه نه ګټل کېدونکې جګړه وه؛ نو بايد د عسکرو او پيسو بې ګټې تلف کېدو ته د پای ټکی کښېښودل سي، مګر اشغال پلوو امريکايي جنرالانو او د جمهوريپال سناتور جان مکين په شان متعصبو کسانو ټرمپ په دې قانع کړ چي د افغانستان جګړه د ځينو محدوديتونو او ستونزو له امله نه ګټل کېږي، که چيري په افغانستان کي امريکايي جنرالانو ته د نظامي عملياتو غير محدود اختيارات او وسائل ورکړل شي نو امريکايي فوځ به دا جګړه حتماً ګټي او د جګړې ګټلو په صورت کي، په افغانستان کي د درې زره ميلياردو ډالرو په ارزښت د معادنو په استخراج سره به امريکا خپل ټول مالي زيانونه جبران کړي، ټرمپ د يوه شتمن په توګه چي له مصارفو کرکه لري او ګټي ته لېونی وي؛ په همدې طمع په پټو سترګو ددوی طرحه ومنله او بېله دې چي د بوش او اوباما له ناکامو جګړه ايزو پاليسيو عبرت واخلي د ۲۰۱۷ کال د اګست په ۲۲ نېټه د افغانستان او جنوبي آسيا لپاره خپله ستراتېژی اعلان کړه، د ستراتېژي اساسي ټکي يې دا وو چي موږ به د افغانستان جګړه خامخا ګټو او هلته به زموږ شتون له حالاتو سره اړه ولري، ده زياته کړه چي « تر هغه به افغانستان کي امریکايي ځواکونه جګړه کوي چي ویې ګټي او تر هغه به له وسله والو طالبانو سره جنګ کوي چي مات یې کړي»

د ټرمپ د ستراتېژۍ ناکامي او له امريکايي جنرالانو سره يې ټکر
په افغانستان کي د ناټو قومندان جنرال جان نېکولسن چي د ټرمپ د ستراتېژۍ پلي کوونکی وو؛ د زرګونو تازه دمو امريکايي عسکرو ، هر ډول وسائلو او نامحدودو اختياراتو په تر لاسه کولو سره د خپلو بې ننګو ګوډاګيانو په ملتيا د افغانستان خاوره پر مظلومو افغانانو سره تبۍ کړه او زرګونه مظلوم افغانان يې د چاپو ، بې رحمه بمباريو او نورو وحشتونو په ترڅ کي په شهادت ورسول، اشغالګرو جنرالانو او ددوی مزدورانو فکر کاوه چي په دغو وحشتونو سره به مؤمن ولس د ګران هيواد د ازادۍ او اسلامي نظام د قيام له هوډ څخه را وګرځوي او دوی ته به تسليم شي خو له شاوخوا دوو کالو وحشتونو وروسته چي کومي نتيجې ته و نه رسېدل د ټرمپ لخوا له سپکاوي او سخت چلند سره مخامخ شول، دوی ټرمپ ته ټټر ډبولی وو چي په لنډه موده کي به د طالبانو څخه ټولي سيمي نيسي او د افغانستان د ۳ تريليون ډالري کانونو استخراج او چور ته به زمينه مساعدوي، ټرمپ پوه سو چي دی تېر ايستل سوی، د ناکامو جنرالانو د مشورو منلو پر ځای بايد خپل اصلي دريځ ( له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو ايستل ) تعقيب کړي او د ده په حکومت کي هغه کسان چي ده ته يې د جګړه ايزي ستراتېژۍ مشوره ورکړې وه او يا يې اوس هم د اشغال پر دوام او جګړې ټينګار کاوه بايد له حکومته وشړل سي، د ملي امنيت سلاکار مک ماسټر چي د ټرمپ ستراتېژۍ اصلي طراح وو؛ د ستراتېژۍ له ناکامۍ وروسته يې له دندي وشاړه ، له ده وروسته يې جان بولټن چي د افغان جګړې د ختمولو او امریکايي فوځيانو کور ته ستنولو مخالف وو هم له دندي لېري کړ، جنرال نيکولسن يې د ناټو له قوماندانۍ برطرفه کړ او د دفاع وزير جنرال متيس يې په ډېر سپکاوي له کاره وشاړه ، ټرمپ له خپلو جنرالانو د شکايت په توګه څرګنده کړه: » ما خپلو جنرالانو ته ټولي هغه پیسې ور کړې چي دوی غوښتلې، خو هغوی افغانستان کي ډېر ستر کار ونه کړ چې تمه یې وه، متیس ته مي یو کال ۷۰۰ میلیارد ډالر ور کړل بل کال مي اوه سوه شپاړس میلیارد ډالر، جنرال متېس ډېره مننه وکړه، مګر هغه افغان دنده کي ډېر ښه نه وو، څنګه چي اوباما له دندي ليري کړ؛ ما هم ليري کړ.«
ټرمپ د جنګ غوښتونکو لوړپوړو نظامي چارواکو او مقتدرو جنرالانو په شړلو سره هغه قوي طلسم مات کړ چي د اشغال له پيله يې پر سپيني ماڼۍ راج چلېده او د افغانستان د اشغال دوام او امريکا په دغه ناپايه جګړه کي ښکېله ساتل يې اهداف وه.

د امريکا او اسلامي امارت مذاکرات او د جنرالانو مزاحمت
ټرمپ که څه هم له خپل حکومت څخه ټول هغه چارواکي چي د امريکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو او توافق مخالفين وه ليري کړل؛ خو د جګړې په ډګر کي مسئول جنرالان او په فوځ کي د دوی متحدين او حاميان چي له لويه سره يې له سولي سره دښمني او د جګړې دوام هدف دی؛ له خپلو هڅو په شا نسول ، له مذاکراتو پيلېدو مخکي او د مذاکراتو په جريان کي يې تل داسي څرګندوني کولې چي له افغانستانه د ټولو امريکايي عسکرو وتل يې ناشوني او د امريکايي ګټو په تاوان باله او هڅه يې کوله چي ټرمپ له خپل هوډ څخه را وګرځوي، د مذاکراتو په جريان کي د عملياتو له تشديد او بېګناه ملکي وګړو ته د سر او مال د درنو زيانونو اړولو څخه يې هدف دا وو چي اسلامي امارت د مذاکراتو لغوه کولو ته مجبور کړي مګر د اسلامي امارت مشرانو چي له امريکايي مذاکراتي ټيم سره يې له نژدې د امريکا رسمي پاليسي څارله او د جنرالانو په ورانکارۍ او بد نيت پوه وه؛ مذاکراتو ته دوام ورکړ، ددې تر څنګ يې له امريکايي اشغالګرو ځواکونو د مظلومو افغانانو د انتقام اخيستلو له عملياتو هم دريغ ونکړ، امريکايي جنرالانو د دوی د بې درېغه بمباريو ، چاپو او وحشتونو په مقابل کي د اسلامي امارت ځوابي عمليات، پداسي حال کي چي دوی شپه او ورځ خپلو مظالمو ته دوام ورکړی وو؛ د سولي له مذاکرتو سره متناقض بلل او د امريکايي مشرانو د نظر اړولو او مذاکراتو لغوه لپاره يې تبليغاتي استفاده ورڅخه کول چي يو ځل يې دغه پلان بريالی هم سو او ټرمپ يې د مذاکراتو لغوه کولو ته قانع کړ، مګر ټرمپ ډېر ژر بيرته متوجه سو او د مذاکراتو د جريان لپاره يې خپل هيئت دوحې ته واستاوه تر څو له اسلامي امارت سره مذاکرات نهايي او توافقنامه تر لاسه کړي.

له توافقنامې سرغړوني؛ خپلسري که پاليسي؟
د امريکاد متحده ايالاتو او د افغانستان د اسلامي امارت تر منځ د توافقنامې له لاسليک وروسته مظلوم اولس د آرام ساه واخيسته او له شپنيو چاپو، بمباريو او نورو وحشتونو تر ډېره بېغمه سول، مګر پدې وروستيو کي له توافقنامې د امريکايي فوځ يو شمېر سرغړونو ولس ته اندېښنې پيدا کړي چي هسي نه امريکا پر خپلو ژمنو و نه درېږې او يو ځل بيا اشغال او وحشتونو ته دوام ورکړي!؟ د چارو د ځينو کتونکو په نظر ښايي دا د امريکا د حکومت رسمي پاليسي وي او ممکن له طالبانو سره پر شوي توافق پښېمانه وي خو زما په نظر اوسنيو حالاتو ته په تناظر د امريکا رسمي پاليسي دا ايجابوي چي توافقنامه بشپړه پلې او امريکا د افغانستان له جنګه ځان بېغمه کړي، له توافقنامې سرغړوني د امريکايي جنرالانو خپلسري او د سولي په وړاندي ددوی د پخواني مزاحمت دوام ګڼم چي د امريکايي حکومت له خوښي پرته تر سره کېږي.

کابل اداره د چا په لاس لوبېږي؟ د امريکايي حکومت که د امريکايي جنرالانو؟
د اشغال له پيله کابل اداره د ناټو/امريکايي ځواکونو د عمومي قوماندان له لوري کنټرولېږي او امريکايي سفير ډیر کم په اجرايي چارو کې دخالت کولای شي، امريکايي جنرالانو تل د خپلو افغان ګوډاګيانو په څېره کي له امريکايي حکومت سره د خپلي ګټي په تناظر تعامل کړی او په افغانستان کي يې د اوږدې مودې لپاره جګړې ته لاره هواره کړې ده، اوسنيو حالاتو دغه حقيقت لا ښکاره کړ او د توافقنامې د عملي کولو پر وړاندي د امريکايي جنرالانو مزاحمت د کابل ادارې د مشر اشرف غني په رنګ کي تبارز وکړ، د بنديانو د تبادلې مخنيوی چي کابل اداره يې ظاهراً مسئوله بلل کېږي د همدې ځنځير يوه کړۍ ده چي د کابل ادارې د مستقل ښودلو له يوې بې معنی نندارې پرته نور څه نه دي.

امريکايي جنرالان ولي د افغانستان د اشغال خاتمه نه غواړي؟
دا چي ولي امريکايي جنرالان د اوباما له وخته د افغانستان د اشغال د خاتمې د هري هڅي په وړاندي عملاً درېدلي او داسي حالات يې قصداً رامنځته کړي چي امريکايي حکومت له دغي ارادې منصرف شي؛ يوه مهمه پوښتنه ده، او هغه اسباب چي امريکايي جنرالان يې د خپل حکومت په وړاندي درولې او خپلسريو ته يې تشويق کړي دي څه دي؟ له تفصيل پرته د دې پوښتني اسان ځواب دادی چي امريکايي فوځ د يوې لويي مافيا شکل غوره کړی او امريکايي جنرالانو ته د افغانستان جګړه د بېحسابه پيسو لوټلو بهترين چانس او بزنس دی، د هغوی مفسد ګوډاګيان هم په دغه چاره کي ورسره ملګري دي او بېله دې چي د مظلوم ولس وينو توييدلو او فقر ته وګوري له دې مدرکه يې خپل ځانونه هم ښه پړسولي دي، امريکايي جنرالان د خپلو ګوډاګيانو په څېر د خپل ولس دښمنان دي او د هغوی په خوارۍ ګټلي پيسې دلته پر داسي خيالي پروژو، نه ګټل کېدونکي جنګ او بي ارزښته ګوډاګيانو مصرفوي چي امريکايي ولس ته يې هيڅ ګټه نه رسېږي، د امريکا حکومت د هغي اندېښنې په اساس چي د خپلو جنرالانو د فساد په اړه يې درلوده په افغانستان کي د مصرفېدونکو پيسو د تفتيش لپاره د سيګار اداره رامنځته کړه، د سيګار له تفتيش وروسته امريکايي حکومت ته معلومه سوه چي د افغان جګړې په پوښ کي غلو جنرالانو د خپل ملت ويني په څومره بېشرمۍ زبېښلي او لا نور غواړي دغه جنايت ته دوام ورکړي، د امريکايي فوځ د ژر را ايستلو په چاره کي اوباما او له ده وروسته تر دريو کلنو پوري ټرمپ ځکه بريالی نه وو چي د غلا له دغو پيسو څخه د جنرالانو تر څنګ د حکومت او ګانګرس ځيني لوړ پوړي چارواکي هم اوبېدل او هغوی د دې چاري مخنيوی کاوه، د فساد يوه بېلګه چي په مطبوعاتو کي يې ږوږ جوړ کړ په جوزجان ولايت کي د ګازو د يوه سټېشن په اړه د سيګار راپور وو، د سیګار په راپور کي راغلي: امريکايي عسکرو د افغانستان شمال جوزجان ولایت کي د ګازو په پمپ سټیشن باندې ۴۳ ميلیونه امريکايي ډالر خرڅ کړي ، حال دا چي دغسي سټېشن په پاکستان کي په نيم ميليون ډالرو جوړېدای سي، سيګار زیاتوي چي د دغه پمپ سټیشن کار د ۲۰۱۱ ميلادي کال د اګست په میاشت کي پیل شوی وو او په ۲۰۱۲ کال يي کار بشپړ شو، دغه سټېشن له پوره یوه کال فعالیت وروسته له کاره لوېدلی، خو اوس له دغه پمپ سټیشن څخه نه کار اخیستل کيږي او نه يې په اړه څوک معلومات لري، امريکايي جنرالان که خپل فساد په دغسي پروژو کي پټ نکړي د کاله د ۴۵ ميليارده ډالرو چي د مياشتي ۳۷۵۰ ميليونه ډالره کېږي د مصرف حساب به نو په څه شي پوره کوي؟

ناکام (جنرالان) څومره د سولي پروسه سبوتاژ کولای شي؟
د امريکايي جنرالانو ښکاره فساد، په جګړه کي د لاسته راوړنو نه درلودل، د جګړې نامعلوم برخليک او ملا ماتوونکي مصارف هغه عوامل دي چي امريکايي سياستوال، د حکومت غړي، وکيلان او په ټوله کي امريکايي ولس يې د افغانستان اشغال پای ته رسولو او کور ته د عسکرو راستنولو په برخه کي جدي کړی دی، د ټرمپ لخوا د جګړې خوښو چارواکو د جبهې ماتول او په امريکايي مطبوعاتو کي د فوځي جنرالانو د ناکامۍ، فساد او درواغ ويلو په اړه د مسلسو راپورونو خپرول هغه اقدامات وو چي د امريکا حکومت ته يې له اسلامي امارت سره د مذاکراتو او توافق چانس او صلاحيت ورکړ او د توافقنامې په لاسليک سره يې دغه ستونزمن بهير بشپړ کړ.
اوس چي د امريکا د متحده ايالاتو او اسلامي امارت تر منځ توافقنامه لاسليک شوې؛ د جګړې په ډګر کي د امريکايي جنرالانو سرغړوني او مزاحمت عارضي ستونزي جوړولای شي خو اساساً د اشغالګرو ځواکونو د اخراج مخنيوی او د سولي پروسې له منځه وړل يې له لاسه وتلي دي، له دغه وضعيت سره د اسلامي امارت له بصيرته ډک چلند هغه شراچوونکي، د ولس په وينو تغذيه کېدونکي او فطرتاً اجير ګوډاګيان سخت ناهيلي کړي چي غواړي د اسلامي امارت او امريکا تر منځ لاسليک شوې د ازادۍ توافقنامه ماته او يو ځل بيا د اشغال په دوام سره دوی ته د ولس د دربدرۍ ، ويني توييدني او د هيواد د بربادۍ موقع په لاس ورسي.
د امريکا اوسنيو سياسي او اقتصادي شرايطو ته په کتلو سره د سکاټ مېلر غوندي جنرالانو تشي لاپي او خپلو ګوډاګيانو ته د مورال ورکولو هڅي هيڅ اهميت نلري او نه د سولي پر روانه پروسه اساسي اغېز کولای شي، کابل اداره که سکاټ مېلر په اشاره د ګډو ګټو پر اساس د توافقنامې د ګام پر ګام عملي کولو چاره ټکنۍ کولای شي؛ ولس هم د اشغالګرو تر بشپړ وتلو پوري يو کال نور صبر کولای شي! د هيواد د ازادۍ ، سولي او د يوه پرمختللي اسلامي نظام درلودونکي افغانستان لپاره بايد ولس زغم ولري او د دغه ستر هدف لاسته راوړلو لپاره بايد د عارضي ستونزو له امله تشويش ونکړي، د اسلامي امارت مدبر مشران وضعيت له نژدې څاري او ليري نه ده چي الله تعالی مو د خپل نصرت ، بېدرېغه قربانيو او د مشرانو د اخلاص په برکت د يوه خپلواک اسلامي نظام خاوندان کړي. ان شاء الله تعالی. و ماذلک علی الله بعزيز